دری دری    English

﴿بسم الله الرحمن الرحيم﴾ د افغانستان جلالت مآب جمهور رئیس محمد اشرف غني، د ټولګټو چارو محترم وزیر، د ښار جوړونې محترم وزیر، د جمهور رئیس ستر سلاکار ښاغلی خپلواک، په ولسي جرګه کې د بامیان او سمنګانو ولایتونو محترمو استازو، د کورنیو چارو وزارت ستر معیین جنرال مراد علي مراد، د چین خلق جمهوریت او د دوست هیواد محترم سفیر، د افغانستان امریکايي پوهنتون ښاغلی رئیس، د بامیان ښاغلی والي، د بامیان ولایتي شورا، استادانو، علماوو، ځوانانو، د سړک جوړونې د چینايي شرکت محترمو مسوولینو، د رسنیو استازو، درنو میلمنو، ښاغلو او آغلو! السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته. ښاغلی…
﴿بسم الله الرحمن الرحيم﴾درنو حاضرینو، د رسنیو کارکوونکو، د دولتي او غیر دولتي بنسټونو مسوولینو، عالیقدرو میلمنو، ښاغلو او آغلو! السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.تر هر څه د مخه د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیولې ورځې مبارکي د نړۍ ټولو ازادو خلکو او په ځانګړې توګه د رسنیو کارکوونکو ته وایم او له ټولو هغو کسانو چې زموږ په هیواد کې د بیان او مطبوعاتو د ازادۍ لپاره یې هڅې، مبارزې، فداکارۍ او همکارۍ کړي دي، مننه او قدرداني کوم. اجازه راکړئ چې د خبرو په پیل کې د بشري حقونو د نړیوالو اعلامې او د افغانستان د اساسي قانون…
اشاره: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهري ریاست دوهم مرستیال استاد سرور دانش د ۱۳۹۶ د غويي میاشتې په ۱۰مه د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ چې د ملي امنیت مشارو حنیف اتمر، د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد، د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا مشر مولي قیام الدین کشاف، د سولې عالي شورا غړي مولوي عطاءالرحمن سلیم او ملوي خبیر، قاضي امین وقاد، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر غلام فاروق وردګ، عبدالهادي ارغندیوال، په ملي شورا کې د خلکو ځینې استازي او یو شمیر نور لوړپوړي دولتي چارواکي په کې وو، د افغانستان د…
 ﴿بسم الله الرحمن الرحيم﴾درنو حاضرینو، د ملي امنیت محترم مشاور اتمر صاحب، د دفاع او کورنیو چارو محترمو وزیرانو، د ملي امنیت عمومي رئیس، د ملي شورا استازو، جناب لوی درستیز، د ملي دفاع وزارت رهبري هیات، جنرالانو، افسرانو او د دفاع وزارت منسوبینو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته.په پیل کې د شاهین قول اردو د لسګونو زړه ورور سرتیریو د شهات له امله د افغانستان معززو خلکو، په ځانګړې توګه د هغوی شریفو کورنیو، د دفاع وزارت رهبري هیات او تاسو محترمو حاضرینو او همسنګرانو ته تسلیت وایم او د دغو زړه ورو او سرښندونکو پاک روح…
﴿بسم الله الرحمن الرحيم﴾په پیل کې په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر په توګه د ډاکټر قاروق وردګ د ټاکنې مبارکي وایم او ورته په نوې دنده کې د بریا هیله کوم او په همدې ډول د پارلماني چارو له پخواني وزیر ښاغلي غلام نبي فراهي څخه مننه کوم او د توریزم په چارو کې د دولت د وزیر په توګه په نوي دنده کې ورته بریا غواړم. درنو حاضرینو!ډاکټر وردک له ۸۱یم کاله راهیسې له نږدې پیژنم. هغه په بیلابیلو برخو کې له کافي تجربې او مدیریته برخمن دی. له ۱۳۸۱ کاله راپه دې خوا کلونو کې…
﴿بسم الله الرحمن الرحيم﴾ شهزادګۍ زهرا اقاخان، سفیره صاحب اغلې نورجهان مواني او ورسره پلاوی، د کابنیې محترمو وزیرانو، په ولسي او مشرانو جرګه کې د بامیان محترمو استازو، د فرانسې او کاناډا دوستو هیوادونو محترمو سفیرانو، د بامیان محترم والي جناب زهیر، د بامیان پخوانۍ والي مرمن سرابي، محترم میراحمد جوینده، د بامیان ولایتي شورا، عاليقدرو میلمنو، استادانو، علماوو، ځوانانو، رسنیو، ښاغلو او آغلو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته.نن په لرغوني بامیان کې د بامیان د خلکو لپاره ډېر محترم او ګران میلمه لرو. په پیل کې د ځان او د افغانستان د حکومت د رهبرۍ او…
صفحه1 از5