دری دری    English

د سولې، رسنۍ او ښې حکومتدارۍ انسټیټوټ د افتتاح په مراسمو کې د جمهور رئیس د دوهم مرستیال استاد سرور دانش د بیانیې متن

یکشنبه, 19 جدی 1395 00:00

﴿بسم الله الرحمن الرحيم﴾
د ناستې له جوړوونکو څخه په مننې، د سولې، رسنۍ او ښې حکومتدارۍ انسټیټوت پرانیسته د انسټیټوټ رئیس، غړو او فعالینو ته تبریک وایم او په همدې ډول د افغانستان د اساسي قانون د دیارلسم کال او د اساسي قانون د اوونۍ مبارکي وایم.
په لومړی سر کې غواړم ووایم چې دغه څلور عنصره چې تاسو د یو بل تر څنګ ایښي دي زموږ د خلکو او هیواد لپاره ډېر مهم او کلیدي عناصر دي:
۱ . سوله؛
۲. رسنۍ؛
۳. ښه حکومتوالي؛
۴. انسټیټوټ، یعنې یو تشکیلاتي بنسټ چې د سولې، رسنیو او ښې حکومتدارۍ په برخه کې فرهنګي، تحقیقي او مطالعاتي فعالیتونه تر سره کوي.  
په درښتیا هم چې رسنۍ کولی شي د ښې حکومتدارۍ او سولې پشتوانه و اوسي او د سولې تامین او ښه حکومتداري هم د سولې لپاره په ځانګړې توګه د ازادو رسنیو د رشد لپاره ښه بستر وي او هغه څه چې دغه درې واړه عناصر له یو بل سره وصلوي هغه فرهنګي، څیړنیز او مطالعاتي کارونه دي چې تر اوسه یې ځای خالي و او هیله لرو چې ستاسو دغه انسټیټوټ یاده تشه ډکه کړي.
د دغو عناصرو په برخه زیاتې خبرې کیدای شي، خو موږ په دې کم وخت کې یوازې څو ټکو ته په لنډ ډول اشاره کوو:
الف ـ رسنۍ
لومړی ـ د رسنۍ اهمیت:
تر دې وړاندې ویل شوي وو چې رسنۍ د دیموکراسۍ څلورم رکن دی، خو نن دغه خبره هم زړه شوې ده، اوس باید ووایو چې رسنۍ د انسان د ټولنیز  او سیاسي ژوند مهم او نه بیلیدونکی جز دی. نننی انسان لکه څنګه چې اوبو، هوا او غذا ته اړتیا لري، رسنۍ او معلوماتو ته هم اړتیا لري. د اوس وخت انسان نه شي کولی خپل فردي او ټولنیز ژوند کنټرول او تنظیم کړي.
 زموږ په هیواد کې ټول وایي چې د بیان ازادي د دولت د پنځلس کلونو تر ټولو ستره لاسته راوړنه ده، خو باید وویل شي د بیان ازادي او رسنۍ یوازې د دولت لاسته راوړنه نه ده، بلکې د کلونو په اوږدو او د سلګونو کلونو په اوږدو کې د افغانستان د خلکو د تاریخي مبارزو لاسته راوړنه ده. زموږ د هیواد خلکو د با افتخاره مبارزو او د زیاتو رنځونو او قربانیو په منلو سره دغه لاسته راوړنه تر لاسه کړې او نن هم باید ددغو لاسته راوړنو د ساتلو لپاره مقاومت او فداکاري وکړي.
موږ نن ورځ یو نړۍ او څو ګونه غږونه لرو او موږ باید په خپل هیواد کې هم یو ملت او څوګونه غږونه ولرو او دا څو ګونو غږونو ته د احترام او افکارو او لیدلوریو ته د احترام په معنا ده او دا د بیان ازادۍ ته د احترام او پایبندۍ په معنا ده.
د مطبوعاتو او رسنیو ازادي د رسانه يي او ورځپاڼه لیکنې د فعالیت اساسي شرط دی او حکومت باید د بیان ازادۍ او د رسنیو ازادۍ او ساتنې ته ژمن و اوسي.
دوهم ـ  مسلکي ژورنالیزم او د رسنیو رسالت:
رسنۍ په هغه وخت کولی شي په ټولنه کې خپل رسالت تر سره کړي چې مسلکي ژورنالیزم ته مخه کړي. د مسلکي ژورنالیزم له نظره د رسنیو اساسي دندې عبارت دي له:
۱ . عمومي معلومات ورکول، هغه معلومات ورکول چې د عمومي بیدارۍ سبب شي. د معلومات ارایه هغه وخت سمه تر سره کیدای شي، چې رسنۍ او خبریال لوړه اګاهي ولري. یو خبریال چې په خپله د یوه کنفرانس یا سمینار محتوای در کړای نه شي کړای، نه شي کولی خلکو ته معلومات ولیږدوي.
۲ . هغه تحقیق او څېړنه چې نن ورځ ورته تحقیقي ژورنالییزم وايي د چارو په اصلاح او د مفاسدو او نارساییو په اصلاح کې اساسي رول لري.
۳ . د ملي منافعو رعایتول: د ملي منافعو مفهوم هم پراخ او د بحث وړ مفهوم دی، خو د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې مې له دې خبرې منظور دوه خبري دي چې باید مراعت شي: یو په هیواد کې پر ملي یووالي ټینګار. ملي یووالي زموږ قوت او ځواکمنتیا ده او تفرقه او نقاق هغه زهر دي چې هیواد تباهۍ او نابودۍ لوري ته بیايي. رسنۍ باید زموږ تر منځ یووالي او ورورولي پیاوړي کړي او قومي، ژبنیو او مذهبي تفرقو ته لمن ونه وهي. دوهم دا چې په اوسنیو جنګي شرایطو کې د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د روحیې پیاوړتیا یو بل اصل دی چې باید رعایت شي. د رسنیو شتون باید د دښمن په ګټه او دولت او ملي امنیتي ځواکونو د روحیې د ځپل سبب نه شي.
۴ . د رسنیزو اخلاقو رعایت: څلورم د رسنیزو اخلاقو رعایتول دي چې دا هم مفصل بحث ته اړتیا لري، خو زه یې دلته څلورو اصولو ته اشاره کوم:
ــ  د رسنیو په اخلاقو کې د خبر رسولو په برخه کې د بې طرفۍ ساتل.
ــ   د رسنیو او ورځپاڼه لیکنې بله اساسۍ دنده د حقیقت بیان او رښتیا ویل دي.
ــ  د خلکو خصوصي حریم ته احترام چې د رسنیو په اخلاقو کې اساسي او مهم اصل دی.
ــ  په رسنیو کې باید د تاوتریخوالي او نفرت تبلیغ منع شي. د رسنیو دنده د مهربانې او مینې پر اساس د ټولنې رامنځته کول دي، نه له تاوتریخوالي او له قومي، مذهبي، ژبنیو او سمتي نفرتونو څخه د ټولنې ډکول.
نن ورځ زموږ ځینې رسنۍ متاسفانه د رسنیو اخلاق نه مراعتوي او آن کله کله ملي ګټې هم نه پيژني. زموږ رسنۍ باید پوه شي چې د رسنیو دغه ازادي او تود بازار چې نن ورځ موجود دی، د همدغه اوسني نظام او دولت له امله ده او که نظام له ننګونو سره مخ کیږي نو تر نورو ټولو به ډیره ضربه رسنۍ ګوري او محکومیږي به.
له همدې امله نن ورځ د افغانستان د اطللاعاتو او فرهنګ وزارت او د ژورنالیستانو د اتحادیې له لوري د رسنیزو اخلاقو د یوه سند د تدوین اړتیا لیدل کیږي، چې دوستان یې باید د تدوین لپاره اقدامات وکړي.
ب ـ ښه حکومتداري: د ښې حکومتدارۍ په برخه کې ډېر څه ویل کیدای شي. د ښې حکومتدارۍ بحث یو ډېر خوږ او شرین بحث دی. خو په دې منځ کې د قانون حاکمیت د ښې حکومتدارۍ په برخه کې اساسي او مهم اصل دی.
له تاسو قدرمنو حاضرنیو څخه اجازه غواړم چې د اساسي قانون د اوونۍ په مناسبت د بحث دغه برخه د اساسي قانون او د قانون حاکمیت ته ځانګړی کړو. دیارلس کاله وړاندې په همدغو ورځو کې اساسي قانون تصویب شو چې د افغانستان خلکو ته تاریخي او تلپاتې خاطرې وریادوي. په ۸۱ او ۸۲ کلونو کې د اساسي قانون د تسوید او تدقیق د کمېسیون له لوري چې ما یې هم غړیتوب درلود، د اساسي قانون متن تدوین شو او وروستي نسخه یې د اساسي قانون لویې جرګې ته چې د ۸۲ کال په ژمي کې د لویې جرګې په خیمه کې دایره شوه او تر پنځه سوو ډیرو د خلکو استازو په کې ګډون کړی و، وړاندې شوه، ورباندې بحث وشو او پر اساس یې د نوي افغانستان بنسټ کېښودل شو. د اساسي قانون په برخه کې حالب، خواږه او جذاب بحثونه شته چې پر ټولو بحث نه کوو او په دغې جلسه کې یې د بیان فرصت نه لرو، خو په دې برخه کې څو مطلبه فهرست وار وړاندې کوم:
لومړی ـ د اساسي قانون اهمیت او د ښې حکومتدارۍ په برخه یې رول:
۱ . د سلسه مراتبو له نظره اساسي قانون د مور حیثیت لري. په دې معنا چې عادي قوانین، مقررې، لوایحې او طرزالعملونه ټول تر اساسي قانون وروسته راځي  او د دغې برترۍ نتیجه دا ده که له اساسي قانون پورته هر سند چې د حکومت او یا پارلمان له لوري تدوین او تصویب شوی وي، باطل او ملغی دی.
۲ . د همدغه لوړوالي پر اساس د اساسي قانون د ساتنې، تعدیل او تصویب لپاره ځانګړې طریقه منل شوې چې په عادي قوانینو کې نه شته او د اساسي حقوقو په بحثونو کې ورباندې مفصل بحثونه شوي دي.
۳ . تر ټولو مهمه دا ده چې اساسي قانون د افرادو د ازادۍ او حقوقو د تضمین سند دی.
۴ .په همدې ډول اساسي قانون د درې ګونو قواوو د قدرت د کنټرول او د روابطو د بیان او د ملت پر وړاندې دولت د دندو، صلاحیتونو او مسوولیتونو د بیان سند دی.  اساسي قانون په حقیقت کې د دوه مهمو او متضادو پدیدو قدرت او ازادۍ تر منځ تعادل او توازن رامنځته کوي، په داسې ډول چې نه د خلکو حقوقو او ازادۍ سلب شي او یا د قدرت تر تاثیر لاندې راشي او نه هم سیاسي اقتدار خپل واقعي جایګاه له لاسه ورکړي.
۵ . خو تر ټولو مهم بیا د ملت سازۍ په برخه کې د اساسي قانون رول دی.
د توضیح لپاره باید ووایم: لومړنی مدون او کتبي اساسي قانون د امریکا دی چې په ۱۷۸۹ کال کې جوړ شوی. دغه اساسي قانون د دوه پیړیو په اوږدو کې په کراتو تعدی شوی، خو خپل لومړی جوړښت یې د لسګونو کلونو په اوږدو کې د نړۍ په یو له سترو هیوادونو کې ساتلی دی.
د امریکا یوه حقوق دان ویلي چې اساسي قانون په امریکا کې حقوقو د ټولنې سمنټ دی چې بیلابیل عناصر او اقوام سره پیوندوي او هغوی واحد اصل تابع ګرځوي. د متحده ایالاتو اساسي قانون بیلابیل ایالتونه سره وصل کړي او د امریکا نامتجانس خلک یې د یوه واحد ملت په توګه پیوند کړي او دا د دولت سازۍ او ملتسازۍ په برخه کې د اساسي قانون اساسي رول ښيي.
زموږ اساسي قانون هم د ملتسازۍ او وحدت سازۍ په برخه کې ورته رول تر سره کوي. د اساسي قانون په څلورمه ماده کې د افغانستان د څوارلسو قومونو نومونه اخیستل شوي، په ۱۶ماده کې د افغانستان د خلکو له۸ ژبو یادونه شوې او په ۱۳۰ او ۱۳۱ مادو کې د افغانستان مذاهب یې حنیفي لو حعفري ښودلي دي. زموږ اساسي قانون او په کې راغلي ارزښتونه زموږ ملي هویت دی او که نن غواړو چې یو متحد او واحد ملت و اوسو، باید خپل اساسي قانون ته احترام ولرو او ټول یې په تطبیق کې هڅې او هاند وکړو.
دوهم ـ د ملي یووالي حکومت او اساسي قانون:
۱ . د ملي یووالي حکومت د اساسي قانون د تفسیر او تطبیق بنسټونه یعنې ستره محکمه او د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسون چې د انحلال په حالت کې و، له سره جوړ کړ او د هغوی جایګاه، قضائیه قوې په استقلال او د اساسي قانون پر نظارت د څار کمېسېون خپلواکې ته ځانګړی احترام لري.
۲ . د ملي یووالي حکومت د سولې په هر ډول خبرو او مذاکراتو کې چې د افغانستان د خلکو اساسي او بنیادي هیله ده، اساسي قانون سره کرښه بولي، یعنې هره ډله چې د سولې له بهیر سره یوځای کیږي، باید له وړاندې د اساسي قانون جوړښت او په کې راغلي ارزښتونه ومني. له اسلامي حزب سره د سولې شوې موافقه چې لاسلیک شوې، په همدې اساس شوې.
۳ . د ملي یووالي حکومت د اساسي قانون رعایت او تطبیق ته ژمن دی، د اساسي قانون د تطبیق لپاره یو اړین بهیر د قانون حاکمیت دی. ځکه د اساسي قانون د ټولو موادو تطبیق د فرعي سندونو تطبیق ته اړتیا لري چې د ملي یووالي حکومت دغه بهیر چټک کړي. د ملي یووالي حکومت په ۹۴ او ۹۵ کلونو کې ۱۶۸ تقنیني سندونه وروستي شوي چې د هیواد د قانوګذارۍ په تاریخ کې بې مخینې دي. (۹۱سندونه په ۹۴ کال کې او ۷۷ سندونه ۹۵ کال کې.)
په همدې ډول د ملي یووالي حکومت د قانون د تطبیق او حاکمیت په خاطر د جمهور رئیس تر ریاست لاندې د قانون د حاکمیت او له اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره رامنځته کړه چې درې کمېټې په کې فعالیت لري: د قوانینو کمېټه، د جمهور رئیس د مرستیال تر ریاست لاندې د عدلي او قضايي کمېټې ایجاد او د لوی څارنوال تر ریاست لاندې د اداري فساد پر ضد کمېټه. د دغې شورا د کار پایله د اداري فساد پر ضد د جرایمو عدلي او قضايي مرکز پرانیستل دي چې په وروستیو میاشتو کې یې فعالیت پیل کړی او له فساد سره د مبارزې په برخه کې اساسي او کلیدي رول لري.
په همدې ډول په وروستیو کې په کابینه کې عدلي او قضايي پروګرام تصویب شو او ټاکل شوې ده چې تطبیقي پلانونه یې ډېر ژر تنظیم شي چې په عدلي او قضايي بنسټونو کې د اصلاحاتو او د قانون د حاکمیت په برخه کې موثر رول ولوبوي.
درېیم ـ د اساسي قانون په تطبیق کې ستونزې:
دغه ادعا کله کله په ځینو ناستو کې مطرح کیږي چې نن په افغانستان کې اساسي قانون اعتبار نه لري او یا ورباندې عمل نه کیږي، دا یوه سطحي او عامیانه دید دی او د قانون شان او ارزښت کموي. نن ورځ چې موږ هر څه د عمل په صحنه کې لرو د اساسي قانون د تطبیق له امله دي. په سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي برخو کې د نظام تشکیل، د دولت درې ګونو قواوو فعالیت او تر هغو په ټیټه کچه کې د ادارې، د جمهوري ریاست، پارلماني او ولایتي شوراګانو ټاکنې، د بشري حقونو د جایګاه لوړوالی او عمومي ازادیو او د ملت سازۍ د بهیر او ....... دا ټول د اساسي قانون د تطبیق بیلګې دي. خو له شک پرته باید ووایو چې له ناچارۍ ځینې محدودیتونه او ننګونې هم شته چې د اساسي قانون د تطبیق مانع شوي او یا د تطبیق بهیر یې له ننګونو سره مخ کړی. په دغو مسایلو کې هم لاندې عوامل دخیل دي:
۱ . تحمیلي جګړه او د نا امنۍ ستونزه؛
۲ . په دولتي ادارو کې د ظر فیت ټیټوالی؛
۳ . د قانوګذارۍ مشکلات او د ځینو قوانینو په برخه کې د حکومت او پارلمان تر منځ ستونزې، لکه د دولت د اساسي تشکیلاتو قانون او د سیمه ییزې ادارې قانون او داسې نور؛
۴ . د قوانینو او نړیوالو معاهدو د تطبیق په برخه کې د امکاناتو او بودجې محدودیت؛
۵ . په خپله په اساسي قانون کې د ځینو کمیو شتون لکه متعددې ټاکنې، د ټاکنو د نیټې ټاکل او د اساسي قانون د تفسیر ستونزې او داسې نور.
۶ . او بالاخره د اساسي قانون د تطبیق په خاطر د مناسب بستر برابرول، ځکه د قانوني پذیرۍ فرهنګ او د قانون رعایتول او قانون ته د خلکو احترام او د خلکو له خوا د مسوولیت منل د قانون په تطبیق او یا نه تطبیق کې اساسي رول لري.
دلته په اګانه توګه وایم، ځکه د اساسي قانون په برخه کې مې پنځه جلده کتابونه او څو مقالې  لیکلي دي او د ۸۱ او ۸۲ په کلونو کې د اساسي قانون په تسوید، د اساسي قانون د تدقیق کمېسوین او اساسي قانون په لویه جرګه کې مې غړیتوب هم درلود او د قانون له ټولو زاویو او د قوت او ضعف له نقوط سره پوره اشنايي لرم، له ټولو دغو مواردو سره سره په دوه ټکو ټینګار کوم:
۱ . د اساسي قانون په متن کې د نا رساییو او ابهاماتو له شتون سره سره، باید ووایو چې لا هم زموږ اساسي قانون په سیمه کې له بهترینو اساسي قوانینو څخه دی او په تېرو ۱۳ کلونو کې یې زموږ د خلکو ساسي او جمعي ژوند ته نظم او رونق ورکړی او که چیرته تعدیل هم نه شي د لسګونو کلونو لپاره لوړه مایه لري او کولی شي ټولنه رهبري کړي.
۲ . خو نن باید د اساسي قانون د اووني د نمانځلو په پلمه موږ ټول ژمنه وکړو چې د اساسي قانون ارزښتونه او احکام په جدي ډول تطبیقوو او له تخطیو او بې توجهیو مخنیوی کوو.
ج ـ د سولې او ښې حکومتدارۍ په برخه کې د رسنیو رول:
ـ  رسنۍ کولی شي د سولې او پخلاینې فرهنګ ته زمینه سازي وکړي.
ـ  رسنۍ کولی شي د اعتدالي او میانه روۍ د فکر لپاره تحقیقات وکړي او د خشونیت او افراطیت د عواملو او زمینو په اړه تحقیق وکړي.
ـ  رسنۍ کولی شي ښه حکومتداري او د هغه شاخصونه او معیارونه خلکو ته وروپیژني.
ـ  رسنۍ کولی شي د حکومت د چارو په برخه کې تحقیقي ګزارشونه جوړ کړي.
ـ  رسني کولی شي د بیداره سترګو او اګاه ناظر په توګه د حکومت په چارو نظارت وکړي او د حکومت کمۍ او نقصونه برملا کړي.
ټول هغه څه چې وویل شول د تاسو د انسټیټوب له لارې او ستاسو د علمي او فرهنګي هڅو پر اساسي عملي کیدای شي.
په پای کې د سولې، رسنۍ او ښې حکومتدارۍ له انسټیټوټ څخه په مننه، یو ځل بیا ورته د بریا هیله کوم او خدای وکړي چې ستاسو او د خپلو ازادو او مسوولو رسنیو د هڅو په پایله کې هم سولې ته ورسیږو او هم ښې حکومتدارۍ ته.
والسلام علیکم و رحمت الله و برکاته.

185 باکتنه