دری دری    English

د فیض محمد کاتب هزاره د شپږاتیایم تلین په مناسبت جوړ شوي علمي سمینار کې د جمهور رئیس د دوهم مرستیال استاد سرور دانش د وینا متن

چهارشنبه, 27 دلو 1395 00:00

بسم الله الرحمن الرحیم
جلالت مآب جمهور رئیس محمد اشرف غني، د کابینې محترمو غړو، د ملي شورا محترمو غړو، لوی څارنوال، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئیسې میرمن سیما سمر، ښاغلو استادانو او څېړونکو، د هیواد علمي، فرهنګي او سیاسي شخصیتونو، درنو میلمنو، ښاغلو او آغلو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته.
په لومړي سر کې د علامه فیض محمد کاتب هزاره د شپږ اتیایم تلین په مناسبت جوړ شوي علمي سمینار کې ستاسو ګډون ته ښه راغلاست وایم، په ځانګړې توګه ډاکټر محمد سرور مولايي او ملګرو څخه یې مننه کوم چې زموږ بنله یې ومله او له بهره هیواد ته راغلل، ښه راغلاست هر کله راشئ. تصادفاً نن(د فبرورۍ ۹مه) د امیرالکلام نظام الدین امیر علي شیر نوايي د زیږیدو له پنځه سوه او شپږاویایم کال سره برابره ده چې تېر کال د جمهوري ریاست له لوري په همدې تالار کې ونمانخل شو. له دغه تصادفه هم خوښ یو.
دا سمینار دوه ناستې لري چې لومړنۍ ناسته یې د جمهوري ریاست په ارګ کې د جلالتمآب جمهور رئیس په کوربه‌توب تر سره کیږي او له دې اړخه د زړه له کومې له جناب جمهور رئیس څخه مننه کوم. نوموړی نه یوازې دا چې د دغې ناستې کوربه دی، بلکې د دې ناستې له اصلي ویناوالو څخه هم دی، چې د هغه له علمي او جامعو خبرو به ټول ګټه واخلو. د افغانستان ښاغلی جمهور رئیس نه یوازې دا چې یو سیاسي شخصیت او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت رئیس دی، بلکې د سیاسي مشرۍ له مقام ور ها خوا، زموږ د هیواد د فرهنګیانو او پوهانو له ډلې څخه هم شمیرل کیږي، چې د تدریس، تالیف او تحقیق په برخه کې روښانه مخینه لري او په ځانکړې توګه د افغانستان د تاریخ، فرهنګ، پوهانو، مورخانو او ادیبانو په اړه ځانګړې او دقیقه مطالعه او اشنايي لري. په همدې منځ کې د افغاننستان د مشهور او نوموتي مورخ علامه فیض محمد کاتب په اړه کافي معلومات لري او ورته ځانګړی احترام لري. کله مې چې له هغه سره د دغه سمینار د جوړولو مسئله مطرح کړه، نه یوازې دا چې په ورین تندي یې ومنله، بلکې ویې ویل چې د کاتب په اړه راتلونکي سمینارونه باید په نړیواله کچه جوړ شي، تر څو هغو بهرنیو شخصیتونو چې د کاتب او یا افغانستان په اړه مطالعه او تحقیق کړی په کې ګډون وکړي او دا یې هم وویل چې د کاتب هزاره د سمینار په پلمه باید د هیواد نور مورخان او محققان هم وستایل شي چې د دغې ناستې په پای کې به د هیواد یو شمیر محققان او پوهان د ده له لوري په ستاینلیکونو وستایل شي او تقدیر نامې به ورکړل شي. د دغو ټولو کارونو په خاطر له تاسو جناب څخه مننه کوم.
درنو حاضرینو او معزز میلمنو!
د دغه سمینار د جوړولو یوه انګیزه یا دلیل دا دی چې د هر هیواد تاریخ او فرهنګ د هغه هیواد د خلکو د یووالي سمبول دی او له همدې امله علامه کاتب یو له هغو مهمو شخصیتونو څخه دی چې د دغه سمبول یعنې د افغانستان د تاریخ په تدوین، ساتنه او رغونه کې یې اساسي برخه لرلې ده. د توضیح لپاره باید وویل شي چې د ملت‌سازۍ لپاره بیلابیلې تئورۍ مطرح شوې دي، خو نن ورځ چې په کومو پوهانو ټینګار کوي دا ده چې ملت د یوې سیاسي او حقوقي پدیدې په توګه د یوې ګډې روحیې محصول دی، چې د ګډ تاریخ او فرهنګ، ګډ دولت او خاروې، ګډې ګټې او تاون او ګډ غم او ښادۍ پر اساس د تاریخ په اوږدو کې په یوه ګډ تاریخي بستر کې رامنځته کیږي. په حقیقت کې د خلکو هویت هم یو ګډ ملي هویت دی چې د معنوي، تاریخي او فرهنګي مشترکاتو پر اساس رامنځته کیږي او د تاریخ په اوږدو کې د یوه شخص اړیکه له یوه هیواد یاد دولت سره رامنځته کوي.
له همدې امله باید وویل شي قومیت او توکم یوازې د ستر ملي هویت په جوړولو کې رول نه لري. عیني واقعیتونه ښيي چې نن ورځ په نړۍ کې ګڼ ملتونه موجود دي چې بیلابیل اتنیکي او ژبني جلاوالي لري، خو یو ملت یې جوړ کړی دی، لکه د امریکا، کاناډا، آسترالیا، هندوستان او د نورو هیوادونو ملتونه، خو برعکس ډېر داسې وګړي موندل کیږي چې قومي او ژبنۍ اړیکې لري، خو یو ملت نه حسابیږي، لکه عرب قومونه چې د بیلابیلو ملتونو په توګه پیژندل کیږي او یا هغه کسان چې په ګډه انګلیسي ژبه خبرې کوي، خو بیلابیلو ملتونه لري.
ځکه خو وایو چې د تاریخ عنصر د ملت‌سازۍ په برخه کې اساسي عنصر دی او په همدې خاطر هغه مورخان او محققان چې د خپلو هیوادونو د تاریخونو د تحلیل او تدوین لپاره لاس په کار شي، د ملي روحیې او ملي وحدت په جوړولو کې مهم رول لري او معمولا تاریخ لیکونکي او مورخان په ټولو هیوادونو کې په غالب ډول ملي‌ګرا وي او د ملي احساساتو په تحریک او ملي افتخاراتو او حماسو په عامولو کې اساسي نقش لري چې په دې منځ کې کاتب هم دغه خاصیت درلود. کاتب په وطندوستۍ، وفادارۍ او د ملي روحیې په ساتنه او پیاوړي کولو کې تر نورو مخکې و.
پر دې سربیره علامه کاتب ځینې نورې ځانګړنې او امتیازات هم لری، چې ځینو ته به یې په یو بل پسې اشاره وکړم او نور جزئیات او تفصیل به یې له تاسو محترمینو څخه په دې سمینار کې وارو:
۱ . علامه کاتب د افغانستان د تاریخ لیکنې پلار دی چې د کار د حجم، د روایت د کیفیت، او د تدوین د شیوې، ژوروالي، غنا او د محتوا معتبروالي او موثقوالي ته په کتو سره د افغانستان د مورخانو په سر کې ځای لري او ټولو هغو چې د افغانستان د معاصر تاریخ په اړه لیکنې کړې دي د کاتب د اثارو مدیون دي او د هغه په برکتي دسترخوان ناست دي او د هغه له نعمتونو یې ګټه پورته کړې ده. په حقیقت کې که د تاریخ په برخه کې کاتب کارونه نه وای، موږ به اوس د خپل تاریخ او فرهنګ له سترې برخې څخه بې خبره وو. تاریخ په حقیقت کې د یو شمیر ترخو، خوږو او تورو او سپینو پېښو او واقعیتونو مجموعه ده او موږ باید ټول څه تک سپین او یا تک تور ونه وینو. موږ باید خپل تاریخ له تور او سپینو سره ولولو او هغه ومنو او له هغه څخه زده کړو او ترې عبرت واخلو او کاتب چې ستر کار کړی دا دی چې ټول واقعیتونه یې له تریخوالي او خوږوالي او سپینوالي او یا تورالي سره مل زموږ په واک کې راکړي دي. علامه کاتب له ځوانۍ یعنې له دېرش کلنۍ د تاریخ په لیکنه پیل کړی او په همدغه عمر کې یې دولتي علمي او فرهنګی بنسټونو سره کار شروع کړی او شاوخوا څلویښت کاله یعنې تر ۱۳۰۹ لمریز پورې یې په دوامداره توګه په تاریخ، فلسفه او فقهې او نور برخو کې لیکنې وکړې او په بیلابیلو برخو په ځانګړې توګه د تاریخ په برخه کې یې ګڼ آثار ولیکل.
۲ . په تاریخ لیکنه کې د نویو ادبیاتو کارول او د افغانستان د تاریخ لیکنې په برخه کې د فارسي دري ژبې رغونه د علامه کاتب له ابتکارونو څه ده. د کاتب آثار له دې جدا چې د افغانستان د تاریخي پېښې بیانوي او د افغانستان د تاریخ دقیق او مستند روایت وړاندې کوي، په خپل ذات کې یو ادبي شاهکار ګڼل کیږي چې د ادب د برخې لیکوال کولی شي د هغه په اثارو په ځانګړې توګه په سراج التواریح کې ادبي ظرافتونه او نورو مسایل ولټوي، له هغو ګټه پورته کړي او په هیواد کې د ادب مینه والو ته یې معرفي کړي.
۳ . د علامه کاتب د آثارو یوه بله ځانګړنه دا ده چې حقایق یې په پوره شجاعت او جسارت وړاندې کړي او په لیکنه کې یې د نقد ژبه کارولې ده. سره له دې چې د دربار د مورخ په توګه یې شهرت موندلی و او خپل تاریخي اثار یې واقعاً د دربار په سفارش او د امیر او د دربار د مامورانو تر دقیق نظارت لاندې لیکلي دي، خو نن داسې کسان شته چې د کاتب اثارو ته دقیق شوي او دا یې په کې موندلې چې که څه هم کاتب د دربار مورخ و، په عین وخت کې یې ځانګړی شجات درلود چې مطالب یې په خورا مهارت او دقت لیکلي او کله یې هم حقایق د مصلحت قرباني کړي نه دي او تل یې د خلکو ګټې د وخت د حکومت او شخصي ګټو لوړې بللي او په ټول توان یې د حکومت دردوونکي واقعیتونه نقد کړي دي او مظلومیتونه، حق خوړنې او بې عدالتۍ یې په ښه شان بیان کړي دي.
۴ . هر اړخیز او دقیق او په پوره جامعوالي سره د پيښو جزئیات لیکل د ده د لیکنې بله ځانګړنه ده.
ښاغلی جمهور رئیس! تر کومه ځایه چې پوهیږو، تاسو د مطالعې او دقت څښتن یاست او په لوستلو کې دې ته متوجه یاستۍ چې د اثر لیکوال تر کومه حده د موضوع جزئیاتو ته توجه کړې او څومره یې د موضوع اړخونه راسپړلي، له دې اړخ تاسو او ستاسو په څېر نور شخصیتونه تر نورو په اسانۍ پوهیږي چې د کاتب آثار په ځانګړې توګه سراج التواریخ په دې برخه کې یو بې نظیره شاهکار دی. کاتب کله کله یوه پېښه په پوره دقت په هر اړخیزه توګه توضیح کوي چې فکر کوې د یادې موضوع په اړه یو مستند فلم ګورې. د مثال په توګه د سراج التواریخ د څلورم ټوک په وروستیو پاڼو کې چې د لغمان په کله ګوش کې د امیر حبیب الله خان د وژنې پېښه ثبت شوې چې په خپله کاتب هم له امیر سره په سفر کې ملګری و او د سراج د درېیم ټوک په لیکلو مصروف و، ده یاده پېښه له نږدې لیدلې وه او له اتیاوو په ډېرو پاڼو کې یې دغه پېښه په پوره جزئیاتو او کنجکاویو شرحه کړې، چې دغه کار یې لوستونکی حیرانوي.
۵ . کاتب د تاریخ لیکونکي تر څنګ د تاریخ یو فیلسوف هم دی چې د پېښو د تدوین او بیان تر څنګ یې د تاریخ د فسلفې تشریح هم کړې او د مشهور مورخ ابن خلدون په شان یې په خپل کتاب سراج التواریخ او نورو آثارو کې د سیاسي نظامونو، د هغوی جوړښتونو او د ملتونو د بریاوو او ناکامیو، د رشد او ترقۍ او عقب مانده ګیو په عواملو په علتونو او دلایلو هم بحث کړی. د تمدن، فرهنګ، صنعت، زراعت، تجارت او نورو ټولنیزو پدیدو په اړه هم بحثونه لري.
۶ . د کاتب یوه بله ځانګړنه د هغه سیاسي تفکر دی. نوګرايي، عدالت او ازادي غوښتنه د هغه د سیاسي تفکر اصلي مشخصه ده. کاتب په خپل وخت کې یو اصلاح غوښتونکی و او یا د سراج التواریخ د درېیم ټوک په مقدمه کې د ډاکټر مولايي په تعبیر هغه د ځانګړي او نوي فکر خاوند و. یعنې سره له دې چې کاتب د یوه ځانګړي سیاسي نظام تر سیوري لاندې ژوند کاوه او په عمل کې په دولتي حاکمیت او ادارې پورې تړلی و، خو د فکر او سیاسي اهدافو له نظره یې ځانګړی فکر درلود او ویل کیږي چې کاتب د مشروطه غوښتونکو له ډلې و او له همدې امله د یو څه مودې لپاره له مشروطه خواهانو سره زنداني هم شو. د کاتب د سیاسي فکر، ځانګړنو او مشخصو تحلیل او تجزیه زیات وخت ته اړتیا لري چې باید زموږ محققان او لیکوال ورته توجه وکړي.
۷ . بالاخره باید ووایو چې د کاتب سراج التواریخ په حقیقت کې د افغانستان د تاریخ یو پر نوره او روښانه سراج دی چې د احمدشاه دراني له زعامته نیولې د نادرخان د دورې تر پیله(له ۱۷۴۷ نه تر ۱۹۲۹= ۱۳۰۸هجري پورې) په ځانګړې توګه د امیرعبدالرحمن او امیر حبیب الله خان د دورو څلویښت کاله سلطنت یې په پوره دقت او جامعیت سره چې بل هیڅ اثر کې نه ده بیان شوې، انځور کړې. سراج التواریخ د وطن ترخه او خواږه روایتونه دي؛ له یوه لوري د حماسو، افتخاراتو، فداکاریو روایت دی او له بل لوري د ظلمونو، نامهربانیو، ناانساني کړنو، بې عدالیتو روایتونه دي.
معززو حاضرینو او درنو هیوادوالو!
د دې هیواد د فرهنګ، تاریخ او تمدن په رغونه کې د کاتب جایګاه ته په کتو سره، پر موږ لازمه ده چې له علامه کاتب څخه په ښه شان نمانځنه وکړو. موږ باید په الفاظو کې له کاتب څخه ستاینه ونه کړو، بلکې له هغه څخه واقعي ستاینه دا ده چې په بیلابیلو موضوعاتو کې د هغه نظریات او افکار و شنل شي او د ناستو، سمینارونو او علمي غونډو له طریقه د هغه د افکارو پټ اړخونه روښانه او وڅېړل شي. د هغه تلپاتې آثار راټول او له سره د اوسني عصر د غوښتنو مطابق چاپ شي. په دې برخه کې تر ټولو زیات مسوولیت علمي او فرهنګي بنسټونو د لوړو زده کړو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو او د علومو اکاډمۍ ریاست، د پوهانو او د زده کړو ځوانانو په اوږو دی چې کاتب ونمانځي او په دې طریقه د هیواد د تحقیق او علم برخه لا تقویه او پیاوړې کړي.
موږ هم په خپل وار په اندېشه بنسټ کې له همکارانو او د هیواد له تاریخ او فرهنګ سره د علاقمندو څېړونکو او مفکرینو سره په ګډه دا اعلانوو چې دا زموږ ملي او انساني مسوولیت دی چې کاتب پيژندنه او سراج څېړنه د خپل مهم علمي او فرهنګي لومړیتوب په توګه وټاکو او په دې برخه کې له هیڅ ډول همکاریو او هڅو ډډه ونه کړو.
په دې برخه کې لازمه بولم چې له فرصته په ګټه اخیستو د هغو کسانو نومونه واخلم چې د کاتب د آثارو په ځانګړې توګه د سراج التواریخ د چاپ او د هغو کسانو چې په دې برخه کې یې مرسته کړې یادونه وکړم.
د کاتب د آثارو بیا موندنه او بیا چاپ او د سراج التواریخ د بیا چاپ فکر په وروستیو کلونو کې د ملي وحدت د شهید استاد عبدالعلي مزاري د دوامدارو هڅو په اساس وشو. استاد مزاري چې په دې ورځو کې یې ۲۲م تلین پوره کیږي، سره له دې چې یو سیاستمدار، جهادي شخصیت او د یوه سیاسي جنبش باني او د یوه سیاسي حزب رهبر و، خو له علمي، فرهنګي او ښوونیزو چارو سره یې ځانګړې علاقه درلوده او تر ټولو زیاتې هڅې یې په فرهنګي برخه کې وکړې چې ښې پایلې او مهم آثار یې پرېښودل. د هغه له هڅو یوه دا وه چې د کاتب نایاب آثار پیدا او بیا چاپ شي. د سراج التوایخ د ټوکونو عمده برخې چې له منځه تللې وې او نه موندل کیدې، هغه د مهاجرت په وخت کې د فرهنګیانو په واک کې ورکړې، تر څو له سره تصحیح، تنظیم او چاپ شي. د دغو هڅو په پایله کې د سراج التواریخ لومړی او دوهم جلد په ۱۳۷۲ کال کې د بلخ مطالعاتو او انتشاراتو موسسې له لوري په تهران کې زما او زما د دوه نورو ملګرو له خوا تصحیح او تنظیم او جاپ شو او د ۱۳۷۰ کال په ژمني کې د سراج التواریخ درېیم جلد په دوه مجلدو کې د ښاغلي یوسف امین په همت د ایران په قم کې چاپ او تر هغه وروسته د سراج التواریخ لومړی، دوهم او درېیم جلد د ښاغلي ابراهیم شریعتي په هڅو په تهرات کې چاپ شو چې تر اوسه څو ځلي چاپ شوی دی. په همدې ډول د کاتب ځینې نورې قلمې لیکنې هم د استاد مزاري له لوري راټولې چې یو برخه یې بیا هم له سراج التواریخ سره یوځای کړای شوې او د حبل الله انتشاراتو له لوري د ۱۳۷۲ کال په ژمي کې په ایران کې چاپ شوې.
خو د سراج التواریخ څلورم جلد چې پخوا نه و چاپ شوی او خطي نسخه یې هم ورکه وه، د حامد کرزي په وخت کې ور باندې کار وشو. په ۱۳۸۶ کال کې د درېیم جلد تتمه او د څلورم جلد کامل متن د ښاغلي وسیم امیري له لوري پیدا شو.
د جمهور رئیس حامد کرزي له لوري، زه او استاد حبیب الله رفیع او د وخت د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي خرم د یوه هیات په توګه موظف شوو چې د دغې نسخې په کره والي ځان ډاډه کړو او هم دغه نسخه د افغانستان ملي آرشیف ته وپیرو. له ښاغلي امیري سره تر څو ناستو وروسته پرېکړه وشوه چې له ښاغلي امیري څخه یاده خطي نسخه ملي آرشیف ته تسلیم کړو او د چاپ امتیاز یې هم ښاغلي امیري ته ډالۍ کړو، چې د دغې هوکړې په کولو سره د سراج التواریخ یاده نسخه له ورکېدو وژغورل شوه او د امیري انتشاراتو له لوري چاپ شوه او تر اوسه په کابل کې دوه ځله چاپ شوې ده. د یادونې وړ ده چې په وروستیو کې د کاتب نور آثار لکه تحفت الحبیب او تذکرالانقلاب او حکمای متقدمین و نژادنامه افغان هم د نویو ناشرانو لکه د ابن سینا پوهنتون انتشاراتو او د اندېشه بنسټ له خوا خپاره شوي او پر یو شمیر نورو آثارو یې هم کار روان دی.
دلته پر ځای بولم چې د علامه کاتب د آثارو له ټولو ناشرانو څخه چې په افغانستان کې دي او یا بهر دي په ځانګړې توګه د عرفان انتشاراتو له رئیس ښاغلي شریعتي، د امیري انتشاراتو له رئیس ښاغلي وسیم امیري او په همدې ډول په ابن سینا پوهنتون او اندېشه بنسټ کې له خپلو همکارانو څخه د زړه له کومې مننه وکړم. په همدې ډول باید له هغو پوهانو چې په بهر کې یې د کاتب د آثارو په نشر کې هڅې کړي مننه وکړم، په ځانګړې توګه له ښاغلي مک چزني څخه چې په امریکا کې یې د کاتب آثار په ځانګړې توګه سراج التواریخ په انګلیسي ترجمه کړي او په همدې ډول له یو شمیر روسي پوهانو څخه چې په تېر کلونو کې یې د کاتب د آثارو ځینې برخې روسي ته ترجمه کړي دي. په همدې ډول زموږ قدرمن همکاران ښاغلي ډاکټر محمد سرور مولايي او استاد علي امیري چې د کاتب د ځینو آثارو په تصحیح او تنظیم کې یې اساسي ونډه اخیستې، په همدې ډول له ښاغلو همکارانو ښاغلي استاد حاج کاظم یزنداني او استاد بصیر احمد دولت آبادي څخه چې دمګړۍ له هیواده بهر ژوند کوي، او په تېرو کلونو کې یې د کاتب د اثارو پر اساس د افغانستان د تاریخ په باره کې ارزښتمن تحقیقات کړي دي. نن ورځ د افغانستان د دولت د جمهوري ریاست په ارګ کې د دغو عزیزانو او مشرانو له فرهنګي کارونو او زحمتونو څخه مننه او ستاینه کوو.
درنو حاضرینو! عالیقدرو پوهانو!
په پای کې باید ووایم چې که څه هم علامه فیض محمد کاتب هزاره د افغانستان د معاصرې تاریخ لیکنې په برخه کې اساسي رول تر سره کړی، خو بر سیره پر ده ځینې نور څېړونکي او مشران هم وو چې د زحمتونو او ستونزو د ګاللو تر څنګ د هیواد د تاریخ د لیکلو په برخه کې همت کړی او تلپاتې آثار یې موږ ته پریښي دي، له هغو څخه هم باید په درنښت یادونه وکړو، لکه میر غلام محمد غبار چې په خپل درانه کتاب افغانستان در مسیر تاریخ، میر محمد صدیق فرهنګ چې د خپل ارزښتمن کتاب افغانستان در پنج قرن اخیر، احمد علي کهزاد د هیواد د تاریخ او لرغون پیژندنې په برخه کې یې د خپلو علمي آثار خپاره کړي، عبدالحی حبیبي د افغانستان د تاریخ او سیاست په برخه کې په خپلو درنو اثارو او په وروسته کې مرحوم پوهاند محمد حسن کاکړ د افغانستان د سیاسي تاریخ په اړه په خپلو لیکنو سره ډېر خدمات تر سره کړي. چې د دغو ټولو علماوو او مشرانو پاک روح ته دعا کوم او یو ځل بیا د دغه سمینار ګډونکوونکو ته ښه راغلاست وایم او هیله مند یم چې دغه سمینار د هیواد د مورخانو او څېړونکو په ځانګړې توګه د افغانستان د معاصر تاریخ پلار او دوهم بیهقي علامه فیض محمد کاتب د ستاینې په خاطر کوچنی احترام وي
ستاسو له توجه مننه.
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته.

107 باکتنه