دری دری    English

په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال او ښوونځي زنګ د ټنګولو په مراسمو د جمهور رئیس د دوهم مرستیال د وینا متن

یکشنبه, 06 حمل 1396 00:00

﴿بسم الله الرحمن الرحيم﴾
د پوهنې جلالت‌ماب وزیر ډاکټر اسدالله حنیف بلخي، د کابینې محترمو غړو، د ملي شورا محترمو غړو، استادانو، ښوونکو، ځوانانو، د رسنیو کارکوونکو، ښاغلو او آغلو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته.
په پيل کې د خپل ځان، د افغانستان د جمهور رئیس جلالت‌ماب جمهور رئیس او د حکومت د رهبري هیات په استازیتوب د پسرلي او نوروز لرغوني جشن په پیلګیدو تر څنګ د نوی تعلیمي کال او د ښوونځي د خواږه غږ لرونکي زنګ ټنګول د افغانستان معزز کورنیو، ټولو با استعداده او زیارکښه زده کوونکو، میندو او پلرونو او په ځانګړې توګه د په هیواد کې د روښنايۍ، پرمختګ، انکشاف او د سواد او لوستلو پیغام راوړنکو معلمینو، د افغانستان شرفیو او معارف دوستو خلکو ته مبارک وایم او د هیواد ټولو خلکو، ځوانانو او نویو ځوانانو ته له پرمختګ، خوشحالیو او بریاوو د ډک کال هیله لرم.
په همدې ډول د پوهنې له جلالتماب وزیر او رهبري هیات، درنو معلمینوـ چې د دغې خاورې اولادونو ته یو څه ور زده کوي او د دانایۍ په لور یې بیايي ـ او پلرونو او میندو او نورو هغو کسانو څخه چې د دغو مراسمو په برخه کې یې زیار ایستلی د زړه له کومې مننه کوم. درانه معلمین شاید پوه نه وي چې کار یې څومره ارزښت لري، خو د دې خاورې راتلوني واقعي اتلان به هغه کسان وي چې د خپل ژوند په پانګه یې موږ ته زده‌کړي او بیدار او اګاه اولادونه تربیه کړي دي.
درنوی حاضرینو او وطنوالو!
لکه څنګه چې پوهیږئ، سره له دې چې زموږ هیواد د پوهنې په ګډون په ګڼو برخو کې لاسته راوړنې لري، خو لا هم د معارف په سکټور له ګڼو ننګونو سره مخ یو او سواد په درجه بندې کې له کم سوادترینو هیوادونو څخه شمیرل کیږو. د اړوندو ارګانونو د شمیرنو له مخې لا هم زموږ د هیواد له پنځلسو کلونو پورته کسانو کې د بې سوادۍ کچه د ۶۴ فیصدو په شاوخوا کې ده، یعنې تر پنځلسو کلونو پورته نفوس کې یوازې ۳۶ فیصده خلک سواد لري. دا په داسې حال کې ده چې له سواده زموږ تعریف هماغه پخوانی یعنې یوازې لیکل او لوستل دي. خو که وغواړو په اوسنۍ ژبه سواد تعریف کړو، نو هنري سواد، علمي سواد، رسانه يي سواد، دیجټلي سواد، محیط زیستي سواد او نور سوادونه هم شته چې که له دې اړخه یې حساب کړو د بې سوادۍ ګراف به ډېر لوړ شي. په همدې اساس که وغواړو چې دغه شان سواد هم په بې سوادۍ کې حساب کړو چې په اکثریت هیوادونو کې حسابیږي هم، نو د هیواد د سواد وضعیت به ډیر بد او هیښوونکی وي. باید ووایو چې زموږ باسواده طبقه چې په دولتي ادارو، ښوونځیو، پوهنتونو او رسنیو کې په کار اخته دي او فرهنګي کارونه کوي، له علمي او فرهنګي اړخه خورا ضعیف دي او د کم سوادو کسانو په جمله کې شمیرل کیږي.
له بل اړخه دغه علمي او فرهنګي عقبمانده‌ګي او د بې سوادۍ خاموش بحران د افغانستان د ټولو بحرانونو او رنځونو مور ده. که نن په جګړو او نا امنیو کې ژوند کوو، که زموږ په هیواد کې بې کاري او فقر شته او دا چې قومي، سمتي او ژبنیو منازعاتو او شخړو موږ په بیلابیلو جزیرو تبدیل کړي یو، که زموږ زمن مو د افراطیت په لمن کې لویږي او دا چې فساد او تباهي په هیواد کې اوج ته رسیدلې، د دې ټولو علت هغه جهل دی چې زموږ ملت ور سره مخ دی. له همدې امله زموږ تر ټولو ستر لومړیتوب او رسالت دا دی چې له دغه خاموش خو تباه کوونکی دښمن سره جدي مبارزه وکړو او دا هغه څه دي چې د افغانستان خلکو یې اهمیت تر بل هر وخته زیات درک کړی دی او د ورکولو په برخه کې یې هڅې کوي. باید ووایو چې په تېرو کلونو کې چې لا اقل له کمي اړخه موږ پرمختګ کړی، د دغو ټول عامل د خلکو او کورنیو ژور درک دی چې له ګڼو ستونزو سره سره خپل اولادونه د زده‌کړو په خاطر ښوونځیو ته لیږي.
باید په ویاړ سره ووایو چې د افغانستان حکومت د طالبانو تر سقوط وروسته د تعلیم او تربیې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي. افغانستان په ۲۰۰۲ میلادي کال کې ۳۴۰۰ بابه ښوونځي چې تر یو میلیون هلکانو د ۲۰۷۰۰ تنه معلمینو پر مټ زده کړې کولې، هغه وخت هیڅ نجلۍ د زده کړې حق نه درلود او هیڅ سټنډرډ ملي نصاب موجود نه و. د سواد زده کړې په برخه کې هم یوازې ۲۲۰۰۰تنه نارینه وو سواد زده کاوه، دلته هم ښځې نه وې او ښځو د سواد حق نه درلود. په هغه وخت کې په ټولو ښوونځیو کې لا اقل یوه ښځه هم معلمه نه وه. خو د طالبانو له دورې وروسته دغه وضعیت په بې مخینې ډول بدل شو او د پوهنې وزارت د معلوماتو پر اساس په ۱۳۹۵ کال کې د زده کوونکو شمیر ۹.۲ میلیونو تنو ته رسیدلی چې ۳۹ سلنه یې نجونې تشکیلوي او د ۲۲۲۶۷۳تنه معلمانو په واسطه شاوخوا ۱۷زره عمومي، تعلیمات اسلامي او تعلیمات تخنیکي ښوونځیو کې ورته تدریس کیږي.
برسېره پر دې تر ۳۹۱۶۵۶ تنه سواد اموزان چې عمر یې د ښوونځیو تر عمره لوړ دی، په ۱۷۶۴۳ کورسونو او ۶۴ مکتبونو کې تر تعلیم لاندې دي. په همدې ډول هر کال په اوسط ډول تر ۳۰۰۰۰۰ زرو زیات سواد اموزان د سواد زده کړې له کورسونو فارغیږي.
د تعلم او تربیې په برخه کې دغه کمي رشد د دې سبب شوی چې د لوړو زده کړو په برخه کې هم زموږ د اولادونو شمیر زیات شي. همدا اوس هم تر درې سوه زره زیات محصلان په دولتي او غیر دولتی تحصیلي موسسو کې په زده کړو بوخت دي چې په خپله زموږ د روښانه راتلونکې کیسه کوي.
د اړوندو ارګانونو له لوري وړاندي شوې شمیرې او ارقام هیله ورکوونکې دي او موږ د معارف او لوړو زده کړو په برخه کې دپام وړ پرمختګ کړی دی. خو باید ووایو چې لا هم اوږده لاره په مخ کې لرو او دغه اندازه لا هم کفایت نه کوي. نن ورځ د ملګرو ملتونو د دوامدارې پراختیا د اهدافو پر اساس چې افغانستان هم هغه امضا کړې ده او تر ۲۰۳۰ کاله یې د عملي کولو لپاره ژمنه کړې، د هغه څلورم هدف«د فراګیر، منصفانه او با کیفیته زده کړو تضمین او د ټولو لپاره د ټول ژوند په اوږدو کې د زده کړو فرصتونو رامنځته کول» تعریف شوی او د دغه هدف لپاره لاندې شاخصې هم بیان شوي دي:
۱ . تر ۲۰۳۰ کاله د دې ډاډ تر لاسه کول چې ټولو نجونو او هلکانو ته د ښوونځي لومړنۍ او منځنۍ دورې زده کړې په وړیا، منصفانه او ښه کیفیت سره رسیدلي.
۲ . تر ۲۰۳۰ کاله د دې ډاډ تر لاسه کول چې ټولو نجونو او هلکانو په د ماشومتوب په لومړنۍ او تر هغه وړاندې دوره کې ښه مراقیت او باکیفیته رشد او زده کړو ته لاسرسی موندلی او د ښوونځي ابتدايي دورې پیل کولو ته ته سم اماده شوي.
۳ . تر ۲۰۳۰ کاله د دې ډاډ تر لاسه کول چې ټولو نارینه او ښځې له توپیر پرته یو شان فني تحصیلاتو ته لاسرسی موندلی دی.
۴ . تر ۲۰۳۰ کاله ټولو ځوانانو او بالغو کسانو ته د حرفه یی او فني او شرافتمندانه کاري زمینو موندل.
۵ . تر ۲۰۳۰ کاله د جنسیتي نابرابریو لرې کول او په ټولو تحصیلي او تعلیمو ساحو کې ټولو په ځانګړې توګه د ټولنې معلولینو، بومیانو او ماشومانو ته د برابرو شرایطو برابرول.
۶ . تر ۲۰۳۰ کاله د دې ډاډ تر لاسه کول چې ټول بالغو، ځوانانو، نارینه او ښځینه د لیکلو او لوستلو او ریاضي سواد تر لاسه کړی دی.
۷ . تر ۲۰۳۰ کاله د دې ډاډ تر لاسه کول ټول زده کوونکو لازمو مهارتونو ته د دومدارۍ پراختیا لپاره لاسرسی پیدا کړي، لکه د پایدارې توسعې د زده کړو او پایداره ژوند کولو، بشري حقونو، جنسیتي برابرۍ، له تاوتریخوالي پاک فرهنګ رامنځته کول، نړیواله شهروندي او ټولو فرهنګي تفاوتونو ته احترام او پایدارې پراختیا ته احترام.
که پورته ذکر شوي موارد په نظر کې ونیسو چې موږ لا ورته زیاته فاصله لرو. دلته لازمه بولم چې هغه موارد چې د پوهنې بهیر یې ټکنی کړی او زموږ نظام ورسره مخ دی وښایم:
۱ ـ له بده مرغه سره له دې چې د نړیوالې ټولنې له لوري په تېرو کلونو کې د پوهنې له برخې سره زیاتې مرستې شوي دي، لا هم زموږ تعلیمي بنسټونو ځان نه دی نیولی. په تېرو کلونو کې د فساد شتون او له قانون څخه تیښتې په قراردادونو، د تعلیمي کدرونو په استخدام، د کتابونو په چاپ، د تعمیراتو په جوړولو او نورو برخو کې د معارف وجود ته نه جبرانیدونکي صدمې رسولي دي. د دولت له بودجې څخه په بیلابیلو نومونو زیاتې پیسې ایستل شوي دي، خو د پوهنې د پراختیا لپاره ترې هیڅ کار نه دی اخیستل شوی. د خیالي مکتبونو، معلمینو او آن زده کوونکو شتون د شرم وړ دی چې باید ویې منو او پر وړاندې یې په صداقت سره مبارزه پیل کړو.
۲ . د معارف د سیستم په منځ کې د موجودو ننګونو تر څنګ زیات بهرني مشکلات هم شته چې د پوهنې بهیر یې سوکه کړی. جګړې او نا امنۍ یو له مهمو لاملونو څخه دي چې له کلونو راهیسې یې زموږ د هیواد یوه زیاته برخه له سواد او زده کړې څخه محرومه کړې. زموږ د هیواد په ګڼو برخو کې زموږ پر اولادونو باندې د ښوونځي دروازې تړل شوي دي او د ورځې په تیریدو دغه ستونزه غټیږي او په ډېری سیمو کې لا زموږ نجونې مکتب ته د تللو حق نه لري. په دې اړوند باید ووایو چې د دولت مخالفین او وسله وال طالبان د دغه محرومیت اساسي لاملین دي. تروریستي ډلې د زده کړو او ازادۍ دښمنان دي. کوم کسان چې د وسله والو ډلو او مخالفینو په لیکو کې جذبیږي او یا خدمت کوي اکثریت یې بې سواده دي او یا یې د سواد کچه تر ټولو ټیټه ده. د افغانستان خلک باید پوه شي چې دغه ډلې نه یوازې دا چې د دولت او حکومت مخالفین دي، بلکې غواړي چې خلک په جهل او تیارو کې وساتي او د هیواد د پرمختګ او د دانايۍ او علم مخالفین دي، په داسې حال کې چې مکتب او پوهنتون د هر ډول پرمختګ اساس دي او هیڅ هیواد او ټولنه نه شي کولی چې په اوسنۍ نړۍ له معارف او لوړو زده کړو پرته د پرمختګ، پراختیا، صنعت او ټنکالوژۍ لوړو پوړیو ته ورسیږي.
۳ ـ په وروستیو کلونو کې د روڼچاریو(روشنګریو) او له معارف سره د خلکو د علاقې د پیدا کیدو تر څنګ، لا هم د پوهنې ضد او دښمن کسان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو د تعلیم او تربیې مخه نیسي. د افغانستان د پوهنې په سیستم کې لا هم داسې کسان شته چې په ټولنیز او سیاسي ډګر کې د ښځو د فعالیت مخالفت کوي. له بده مرغه باید ووایم چې له ښځو سره تاوتریخوالی هم زموږ د ناوړه فرهنګي او تعلیمي وضعیت محصول دی. که زموږ په ښځو کې د پوهنې او لوړو زده کړو وضعیت تغییر وکړي، نو د تاوتریخوالي او خشونت اندازه به هم کمه شي.
۴ ـ په ټول هیواد کې د ښوونیزو کدرونو ضعیفوالی؛ معلمینو او کارکوونکو ته د لازمو حقوقو او خدمتونو نه وړاندې کول، په همدې ډول د تعلیمي وسایلو کموالی او د هیواد په لر او بر کې د ښوونځیو لپاره د تعمیرونو نه شتون هم هغه ستونزې دي چې لا لیدل کیږي.
درنو حاضرینو!
یادو ستونزو ته په کتو اړینه بولم چې په دغې برخه کې د ملي یووالي حکومت د مسوولیتونو، لومړیتوبو او پروګرامونو څخه یادونه وکړم:
لومړی ـ په امنیتي برخه کې لکه څنګه چې وویل شول د هیواد د پوهنې بهیر د سوکه توب یو لامل په هیواد کې د جګړې او نا امنۍ شتون دی. په هر ځای کې چې دښمنان لږ شانته نفوذ هم لري، په کې په لومړي ګام کې پوهنه او تحصیلات ضربه ګوري او د هغې سیمې پر خلکو د علم او معرفت دروازې تړل کیږي. په نوي کال کې د ملي یووالي حکومت تصمیم لري چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شدیدو عملیاتو پر مټ سیمې د مخالفینو له کنټروله وباسي، امنیت په کې تامین او تړل شوي مکاتب بیرته د خلکو پر مخ پرانیزي. خو د دولت تر څنګ د خلکو دنده هم ده چې په دغې برخه کې له حکومت سره مرسته وکړي. خلک باید هیچا ته اجازه ور نه کړي چې ښوونځي یې ور ته وسوځوي او یا په وزر یې د مکاتبو دروازې ور وتړي.
دوهم ـ موږ به په حکومت کې د پوهنې او لوړو زده کړو په سکټور کې د اصلاحاتو د تطبیق چاره په لومړیتوب کې راولو. په تېر کال کې د امنیتي سکټور تر څنګ د انرژۍ او ابو، د لویو لارو او ریل لارو رغول، ښار جوړونه، په مالي او تدارکاتي چارو اصلاحات او عدالي او قضايي اصلاحاتو او په همدې ډول ټاکنیز اصلاحاتو او د الکترونیکي تذکرو ویش زموږ په لومړیتوب کې وو، چې د خدای په کمک او جلالت‌ماب جمهور رئیس تر رهنماییو او د اړوندو ارګانونو د هڅو په پایله کې په اړوندو برخو کې زیات کار وشو او اساسي بنسټونه یې جوړ شول او په یادو ټولو برخو کې پروګرامونه د عملي کیدو په حال کې دي او په دې برخه کې د ابو او انرژۍ، ټولکټو، ښارجوړونې، ښاروالۍ او په همدې ډول د سترې محکمې، لویې څارنوالۍ له ارګانونو غواړو چې تصویب شوي پروګرامونه په راتلونکي کال کې هم په جدیت سره تعقیب او تطبیق کړي. له همدې امله په نوي کال کې زموږ لومړی کار به دا وي چې د فرهنګ، معارف او لوړو زده کړو عالي شورا جوړه او له دې طریقه د تعلیم او تربیې پر کیفیت په ټینګار سره ټول پرګرامونه له سره و ارزوو او دغه سکټور هم لکه څنګه چې لازمه ده فعال کړو، تر څو په راتلونکو کلونو کې د معارف پر وړاندې د موانعو د لرې کولو شاهدان و اوسو.
درېیم ـ د پوهنې په وزارت کې د شته ننګونو په اړه باید ووایم چې له پنځلسو کلونو وروسته هم زموږ ۵۰ سلنه ښوونځني د تدریس معیاري ودانۍ نه لري او دا واقعا د شرم ځای دی، اوس پرېکړه شوې چې د ښوونځیو په ګډون د ټولو دولتي ودانیو د تعمیر مسوولیت د ښاري پراختیا وزارت په غاړه واخلي. په دې برخه کې لومړني اقدامات تر سره شوي او د ښار جوړونۍ له محترم وزیر څخه غواړو چې د ښوونځیو د ودانیو چارې په خپلو کاري لومړیتوب کې راولي. د کتابونو چاپ او ویش یوه بله ننګونه ده چې په اړه یې لازم اقدامات تر سره شوي او له دې وروسته د پوهنې وزارت کتابونه د بهرنیو هیوادونو پر ځای په افغاني چاپخانو کې په موقع او ښه کیفیت سره چاپ او د زده کوونکو او ښوونکو په واک کې به ورکول کیږي. د معلمینو د زرګونو بستونو د ډکولو په خاطر لازمه ده چې د پوهنې وزارت د شایسته کسانو د جذب لپاره هڅې ګړندۍ کړي او له ځوانانو او د پوهنتونو له فارغ التحصیلانو هم غواړو چې د اداري کارونو پر ځای د معلمۍ پاکې دندې ته مخه کړي، تر څو معارف کیفیت پیدا کړي او هم دوی له بې کارۍ وژغورل شي.
څلورم ـ د معارف پورې اړونده مسئله د سواد زده کړې موضوع ده چې ځانګړی اهمیت لري. په دې برخه کې د جمهور رئیس د دوهم معاون په ریاست د سواد زده کړې ملي کمیټه جوړه شوې چې په ولایتونو او ولسوالیو کې هم فعالیت لري او د پوهنې وزارت د سواد زده کړې معینیت په هڅو په دې برخه کې لازمې پلانګذارۍ شوې دي. لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو د دوامدارې پراختیا په پروګرام کې راغلي چې موږ باید سواد عمومي کړو، د پوهنې وزارت د پروګرام پر اساس به تر ۲۰۲۰ کاله د سواد کچه له ۳۶ فیصدو څخه ۶۰ فیصدو ته لوړ کړو په همدې برخه کې د تعلیم او تربیې په برخه کې د توازن د رامنځته کولو په خاطر د ټولنې ځانګړو ډلو لکه ښځو، کوچیانو، ژبنیو لږکیو، معلولانو او د اردو او پولیسو سربازانو ته لومړیتوب ورکړل شوی.
په دې برخه کې باید ووایم چې په تېر یوه کال کې د ملي اردو سل زره سربازانو او د ملي پولیسو شاوخوا لس زره کسانو ته د سواد زده کړه ورکول، یو ستر او مثبت حرکت دی، خو دغه اندازه هم بسنه نه کوي. د پوهنې، دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د پولیسو او اردو خطرناکو دندو ته په کتو سره باید زیاتې هڅې وکړي څو پولیس او عسکر د سواد له ستر نعمته برخمن شي او وکړای شي خپلې ملي او قانوني دندې په ښه ډول تر سره کړي. موږ تمه لرو لکه څنګه چې زموږ امنیتي ځواکونه په خورا قهرمانۍ او فداکارۍ سره د دښمنانو پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې جنګیږي، د علم او سواد سنګرونه هم فتح کړي او ځانونه د علم په معنوي سلاح هم سمبال کړي.
په پای کې په هیواد کې له ټولوهغو کسانو چې علم زده کوي او خلکو ته یې ور زده کوي یو ځل بیا مننه وکړم او د ناصر خسرو په دغه شعر خپله وینا پای ته رسوم:
بسوزند چوب درختان بی‌بر
سزا خود همین است مر بی‌بری را
درخت تو گر بار دانش بگیرد
به زیر آوری چرخ نیلوفری را
په دې هیله چې ستاسو په همت زموږ د هیواد ونه هم د علم میوه ونیسی
او ټولو اولادونو ته شین، خرم او شګوفا کال غواړم په دې هیله چې علم او پوهه یې هم پراختیا وکړي
والسلام علیکم و رحمت الله و برکاته
(اماني لیسه – ۳/وری/۱۳۹۶

85 باکتنه