دری دری    English

د اسلامي حزب د رهبر انجنیر ګلبدین حکمتیار د ښه راغلاست او کابل ته د بلنې په مناست په جوړ شویو مراسمو کې د جمهور رئیس د مرستیال د وینا متن

دوشنبه, 11 ثور 1396 00:00

اشاره: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهري ریاست دوهم مرستیال استاد سرور دانش د ۱۳۹۶ د غويي میاشتې په ۱۰مه د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ چې د ملي امنیت مشارو حنیف اتمر، د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد، د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا مشر مولي قیام الدین کشاف، د سولې عالي شورا غړي مولوي عطاءالرحمن سلیم او ملوي خبیر، قاضي امین وقاد، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر غلام فاروق وردګ، عبدالهادي ارغندیوال، په ملي شورا کې د خلکو ځینې استازي او یو شمیر نور لوړپوړي دولتي چارواکي په کې وو، د افغانستان د اسلامي حزب د رهبر انجنیر ګلبدین حکمتیار د ښه راغلاست لپاره د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ.
د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش ښاغلي حکمتیار ته د ښه راغلاست او کابل ته د بلنې تر څنګ، په هغې غونډه چې د جلال آباد په ښار کې جوړه شوې وه، بیانیه وړاندې کړه چې متن یې لاندې تاسو ته وړاندې کوو:
د اسلامي حزب د رهبر انجنیر ګلبدن حکمتیار د ښه راغلاست او بلنې په مراسمو کې د جمهور رئیس د دوهم مرستیال استاد سرور دانش د بیانیې بشپړ متن:
﴿بسم الله الرحمن الرحيم﴾
والَّذينَ جاهَدوا فينا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنا و ان الله لمع المحسنین (عنکبوت/69)
محترم او عالیقدر ورور او د افغانستان د اسلامي حزب رهبر انجنیر صاحب حکمتیار، د کابینې او ملي شورا محترمو غړو، د سولې عالي شورا محترمو غړو، د ننګرهار محترم والي، علماوو، مشرانو، متنفذینو او د ننګرهار او مشرقي شریفو خلکو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته.
درنو حاضرینو! معززو وطنوالو! عالیقردو میلمنو!
په پیل کې د افغانستان د خلکو د جهاد د بریا د پنځه ویشتم کال د افغانستان ټول شریف او مسلمان ملت، په ځانګړې توګه د افغانستان مجاهدو مېړنو، جهادي رهبرانو او قوماندانانو، د شهیدانو معظمو کورنیو، د اسلامي انقلاب معلولینو او تاسو درنو حاضرو ته مبارک وایم او د جهاد د دورې د میلیونونو شهیدانو روح ته دعا کوم. په همدې ډول د جهاد د بریا په کالیزه کې لغمان او ننګرهار ته د حزب اسلامي افغانستان د امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار راتګ ته د خپل ځان، د افغانستان د ملت، د ملي یووالي د حکومت او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس جلالت ماب محمد شرف غني له لوري ښه راغلاست وایم او د افغانستان د حکومت او د اسلامي حزب تر منځ د سولې د هوکړې د تطبیق مبارکي د افغانستان ملت او دولت او تاسو ته وایم.
ښاغلی انجنیر صاحب حکمتیار!
نن موږ د افغانستان د دولت د رهبرۍ له لوري د رسمي هیأت په توه دلته راغلي یو، تر څو هم لغمان او ننګرهار ته ستایو د راتګ لپاره ښه راغلاست ووایو او هم تاسو ته د هیواد پلازمینې کابل ته د راتګ بلنه درکړو. موږ له الله ج څخه منندوی یو چې د افغانستان د حکومت او د اسلامي حزب تر منځ د ملي او بین الافغاني سولې هوکړه عملي شوه او نن تاسو په خپل څنګ کې له ځان سره لرو. د دغې هوکړې تطبیق اسانه کار نه و. کارشکنۍ، بې باورۍ، نا هیلۍ او ستونزې خورا زیاتې وې او په کور دننه او بهر ډیر داسې کسان موجود و چې د دغه بهیر په پرمختګ او بریا خوښ نه وو. خو د افغانستان حکومت او ستاسو ټیم خورا سختې او صادقانه هڅې وکړې، تر څو لومړی یې د هوکړې د لاسلیک او وروسته تطبیق ته زمینه برابره کړه. د حکومت له لوري جمهور رئیس لومړنی کس و چې د دغه بهیر د بریاليتوب لپاره یې جدي او صادقانه هڅې وکړې. ستاسو له ټیم او په خاص ډول له انجنیر امین کریم څخه مننه کوم. هغه یو صادق کس او پیاوړی دیپلوماټ دی او د سولې د تحقق لپاره یې زیاتې هڅې وکړې.
موږ ټول پوهیږو چې د افغانستان دولت په بیلابیلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، خو د دغو لاسته راوړنو تر څنګ، لا هم زموږ مسلمان ملت د دوامدارې جګړې او ترهګرو د فعالیتونو تر فشار لاندې دی لا هم زموږ ملت رنځور او ټپی دی او لا هم د سولې، امنیت او ثبات له نعمته محروم دی او نن هیله مند یو چې ستاسو په راتګ سره، به ټول یو یو بل سره لاس ورکړي او د ملت پر زخم به پټۍ کیږي او د یو بل په مرسته د دوامدارې او پراخې سولې زمینه برابره کړي.
انجنیر صاحب حکمتیار!
موږ ستاسو له افکارو او لیدلور سره له ډېر پخوا او آن د جهاد له دورې اشنا یو. زموږ په اند موږ ټول یو لیدلوری او نظر لرو. ستاسو پروني پیغامونه چې په مطبوعاتي کنفرانس کې څرګند شول د افغانستان د خلکو، سیاسي رهبرانو او د دولتمشرانو له لیدلوریو سره کاملاً برابر دي او ستاسو دغه نظریات د خلکو له خوا ستایل شوي.
له وخته په ګټه اخیستو غواړم ځینې هغه نظریات او لیدلوري چې زموږ د ټولو لومړني لومړیتبونه تشکیلوي، په لنډ ډول بیان کړم:
۱ . د خبر اترو پر منطق ټینګار؛ د سولې د تامینیدو په خاطر بین الافغاني خبرې اترې او ډیالوګ او له جګړې او تاوتریخوالي ډډه، زموږ لومړنی او تر ټولو مهم لومړیتوب دی. د افغانستان دولت په تېرو کلونو کې کله هم د سولې د خبرو لپاره دروازې نه دي تړلي او تل یې د سولې غږ پورته کړی دی. دا منطق په هغې ترخې تجربې ولاړ دی چې د څلورو وروستیو لسیزو د تحولاتو له امله یې په واک کې لرو. د دغو څلورو لسیزو په اوږدو کې د دغو ټولو ورانیو او دښمنیو باعث د خبرو اترو منطق ته نه ژمنتوب و.
۲ . ټاکنې او د خلکو په رایو تکیه بل اصل دی چې تاسو تل ورباندې ټینګار درلودلی دی. زما په یاد دي چې اسلامي حزب د جهاد له دورې رانیولې او تر هغه وروسته له هغو معدودو حزبونو څخه وو، چې د ټاکنو په تر سره کیدو او خلکو رایو په رایه یې ټنیګار درلود  او د هیواد د زمامدار او سیاسي نظام د ټاکنې لپاره یې یوازینۍ لار ټاکنې ښودله او آن د ټاکنو د تر سره کیدو لپاره یې طرحې هم جوړې کړې وې. له نیکه مرغه د افغانستان د اساسي قانون مطابق په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې یو منتخب او د خلکو او د خلکو د استازو پر وړاندې ځواب ویونکی حکومت لرو او ملي حاکمیت  د خلکو حق بولو  او پر همدې اساس موږ د جمهوري ریاست، ملي شورا او ولایتي شوراګانو ټاکنې تر سره کړي دي او زموږ د حکومت ټول ارکان له راسه تر قاعدې د حکومت او سترې محکمې په ګډون په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول د ملت له لوري غوره کیږي او سږ کال د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو تازه ټاکنو ته اماده ګي نیسو. ټاکنې د اسلامي اصل او نړیوال نورم په توګه د سولې د تامین او د اختلافاتو او شخړو د حل لپار اساسي او بنسټیز عنصر دی.
۳ . عدالت، آزادي، برابري او د قانون حاکمیت هغه نور شعارونه او ارمانونه دي چې موږ او تاسې ټولو د هغو د تحقق لپاره په ګده د سیاسي مبارزو په اوږدو کې هڅې او مبارزې کړې دي او شهیدان مو ورکړي دي. له نیکه مرغه دغه ټول ارزښتونه چې زموږ د دیني تعالیمو له ژورو څخه راټوکیږي، زموږ په اساسي قانون کې د دولتدارۍ د اصلي محورونو په توګه په نظر کې نیول شوي دي. که څه هم زموږ د دولت او ملت پر وړاندې ګڼې ننګونې موجودې دي، لا هم موږ نه یو توانیدلي چې دغه ارزښتونه په هغه ډول چې اړین دي عملي او تطبیق کړو، خو په دغې لاره کې کلک ګامونه اخیستل شوي دي او د دغو اهدافو لپاره موږ حقوقي، فرهنګي او سیاسي بستر برابر کړی دی او همدا اوس هم زموږ خلک له داسې سیاسي ازادۍ، د بیان له ازادۍ او نورو اساسي حقونو څخه برخمن دي، چې لا اقل د سیمې په کچه بې نظیره دي.
۴ . د قومونو تر منځ یووالی، همپالنه او ملی وحدت ټینګول زموږ له نورو لومړیتوبونو څخه دی. نن ورځ پټ کورني او بهرني لاسونه هڅه کوي چې د افغانستان د خلکو تر منځ د نفرت او کینې تخم وښندي او قومي، ژبني او مذهبي تعصباتو ته لمن ووهي. ځکه تر هغو چې د افغانستان خلک د جهاد د دورې په شان متحد وي، هیڅ قدرت ورسره د مخامخ کیدو توان نه لري. د ملي وحدت د شهید عبدالعلي مزاري په خبره«د قومونو تر منځ دښمني یوه فاجعه ده او هر څوک چې ملي تفرقې ته لمن ووهي خاین دی.» او په همدې اساس د افغانستان دولت هڅه کړې د افغانستان د پښتون، تاجیک، هزاره، اوزبیک، ترکمن او نورو قومونو تر منځ یووالی پیاوړی او په دولت کې ټولو قومونو ته د عادلانه مشارکت او د هیواد ټولو سیمو ته متوازن انکشاف برابر کړي او نن ورځ زموږ د ټولو رسالت او مسوولیت دی چې د اسلامي ارزښتونو او اساسي قانون د احکامو مطابق باید د افغانستان ټولو قومونو او ټولنیزو او فرهنګي ډلو ته به واحد او برابر نظر وګورو او د ملي یووالي او واحد ملي هویت د پیاوړتیا هڅې پیاوړې کړو.
درنو حاضرینو! معززو وطنوالو!
موږ نن یو ځل بیا د افغانستان د ملت او دولت د سولې غږ پورته کوو او د طالبانو په ګډون له ټولو وسله والو مخالفینو غواړو چې راشي او په یوه ملي او اسلامي او د اسلامي حزب خیرخواهانه اقدام په شان د خپلو مسلمانو وطنوالو له وژلو، جنګ او ورانولو لاس واخلي. راځي خپل ټول اختلافات د خبرو اترو له لوري د مخامخ ډیالوګ له طریقه د بین الافغاني تفاهم پر اساس حل کړو او د خپلو سیاسي او نورو اهدافو د تحقق لپاره له سیاسي او د خلکو د رایو له لارې مبارزه وکړو. تاسو باید پوه شئ د جګړې او تاوتریخوالي لار بریا ته نه رسیږي. دا جګړه ده چې پایله یې ماته او ناکامي ده. په سوله کې هیڅ ډله او کس د ماتې او بایلوو احساس نه کوي. راځئ د سولې له لارې ټول بریالي و اوسو. انما المؤمنون اخوه فاصلحوا بین اخویکم.
په پای کې یو ځل بیا د افغانستان د اسلامي حزب امیر انجنیر ګلبدن حکمتیار ته ښه راغلاست وایو او د افغانستان د خلکو لپاره د هوساینې، سعادت او ارامتیا هیله کوم او د افغانستان د پاکو شهیدانو پاک روح ته دعا کوم.
ژوندی دې وي افغانستان
تل دې وي سوله
والسلام علیکم و رحمت الله و برکاته.

66 باکتنه