دری دری    English

د مطبوعاتو د ورځې د نمانځلو په مراسمو کې د جمهور رئیس د مرستیال استاد سرور دانش د وینا متن

دوشنبه, 18 ثور 1396 00:00

﴿بسم الله الرحمن الرحيم﴾
درنو حاضرینو، د رسنیو کارکوونکو، د دولتي او غیر دولتي بنسټونو مسوولینو، عالیقدرو میلمنو، ښاغلو او آغلو! السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
تر هر څه د مخه د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیولې ورځې مبارکي د نړۍ ټولو ازادو خلکو او په ځانګړې توګه د رسنیو کارکوونکو ته وایم او له ټولو هغو کسانو چې زموږ په هیواد کې د بیان او مطبوعاتو د ازادۍ لپاره یې هڅې، مبارزې، فداکارۍ او همکارۍ کړي دي، مننه او قدرداني کوم. اجازه راکړئ چې د خبرو په پیل کې د بشري حقونو د نړیوالو اعلامې او د افغانستان د اساسي قانون څو ښکلې جملې تاسو ته بیان کړم:
د بشري حقونو د اعلامیې لومړۍ ماده:
«د بشریت ټول غړي دنیا ته ازاد راځي او د حقوقو او حیثیت له اړخه له یو بل سره برابر دي. ټول عقل او وجدان لري او باید له یو بل سره د ورورۍ په فضا کې رفتار وکړي.»
د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې ۱۹ماده:
«هرڅوک د بیان او عقیدې د ازادۍ حق لري او باید د خپلو عقایدو له درلودو ویره ونه لري او د اطلاعاتو او افکارو په تر لاسه کولو او د هغو په اخیستو او نشرولو کې باید له ټولو وسایلو کار واخلي او مرز ونه ټاکي.»
د اساسي قانون ۲۴مه ماده:
«ازادي د انسان طبیعي حق دی. دغه حق د نورو د ازادۍ او د عامه ګټو پر وخت چې هغه په قانون کې تنظیم کیږي، نه شي محدودیدلی. د انسان ازادي او کرامت له هر ډول تعرض څخه مصوونه ده. دولت د انسان ازادۍ او کرامت د ساتلو او ملاتړ لپاره مکلف دی.»
د اساسي قانون څلور دېرشمه ماده:
«د بیان ازادي له تعرضه مصوونه ده. هر افغان حق لري چې خپل فکر د وینا، لیکنې، انځور او یا نورو وسایلو په واسطه د اساسي قانون د احکامو په مراعتولو سره، بیان کړي. هر افغان حق لري چې د قانون د احکامو مطابق مطالب نشر کړي، پرته له دې چې تر نشر وړاندې یې دولتي چارواکو ته وښايي. د مطبعو، راډیو تلویزیون، د مطبوعاتو نشرول او دغه شان د نورو جمعي ارتباطاتو اړوندو وسایلو احکام د قانون له لارې تنظیمیږي.»
درنو حاضرینو!
د مطبوعاتو د ازادۍ د موضوع اهمیت او لیدلورو او پراګرامونو د توضیح په موخه اړینه بولم چې په څو برخو کې خپل مطالب فهرست وار تاسو سره شریک کړم:
حضارگرامی!
لومړی ـ د بیان د ازادۍ اهمیت:
د بیان ازادي د بشریت له تر ټولو سترو او مهمو ارمانونو څخه ده. د بیان ازادي د بیان ازادي د حقوقي، سیاسي اصولو بنسټ او یو نه سلبیدونکی بشري حق دی او د ډیری نورو ازادیو او حقوقو بنسټ دی او نن په هیوادونو او سیاسي نظامونو کې د ازادۍ معیار د بیان د ازادۍ په معیار سنجول کیږي.
له څو اړخو د بیان د ازادۍ اهمیت:
۱ . فردي اند د بشري پوهې او فکر د پراختیا او رشد سبب کیږي. که دغه ازادي موجوده نه وي، فکرونه مړه کیږي او د پوهې ریښه وچیږي.
۲ . له سیاسي اړخه د استبدادي او انحصاري حاکمیت د مخنیوي بهترینه لاره ده.
۳ . له ټولنیز اړخه ناهجاریو ته د اصلاح لار برابروي او دا د ټولنې د سلامتي او د ناخوالو د اصلاح لامل کیږي.
دوهم ـ د اسلام له نظره د بیان ازادي:
په اسلام کې د بیان ازادي له ځانګړي ارزښته برخمنه ده او د اسلام په تاریخ کې هم د بیان د ازادۍ د ستاینې وړ بیلګې نقل شوي دي، چې اوس یې د بیانولو فرصت نه شته. الله ج په قران مجید کې د بیان ازادي، قلم او د خبرو ازادي یې له تر ټولو ښه او بهترینو ښودلي او دا یې د انسان لپاره الهي نعمت ښودلی او ستایلې یې ده:
الرحمن. علّم القرآن. خلق الانسان. علّمه البیان. ( رحمن/1-3) یعنې: رحمان خدای قران د زده کړې لپاره وټاکه او انسان یې پیدا کړ او د ژبه یې ور زده کړه.
ن. والقلم ومایسطرون. (قلم/1-2) یعنې: یعنې په قلم قسم او هغه څه چې لیکي.
اقرأ باسم ربک الذی خلق. اقرأ وربک الاکرم. الذی علّم بالقلم. علّم الانسان مالم یعلم. (علق/1-5) یعنې: د خپل رب په نوم یې ولوله چې جهان یې رامنځته کړ. انسان یې له وینې پیدا کړ. ولوله چې رب دې تر ټولو ستر دی، ټولو هغو کسانو چې د قلم په واسطه تعلیم وکړ او انسان ته چې په هیڅ نه پوهیده ور زده کړل. فبشّر عباد. الذین یستمعون القول فیتبعون احسنه اولئک الذین هداهم الله و اولئک هم اولو الالباب. (زمر/17-18) یعنې: نو زما بنده ګانو ته بشارت ورکړه، هغو کسانو ته چې خبرې اوري او له ښو خبرو یې پیروي کوي، دوی هغه کسان دي چې الله هدایت ورته کړی او هغه هوشیار دي.
هغه کسان چې د بیان د ازادۍ په اړوند په اسلام او یاد د دین او شریعت له اړخ شک لري، له نورو دلایلو پرته دې د دغو ایتونو محتوا ته توجه وکړي. دغو ایتونو د بیان د ازادۍ اړتیا په تر ټولو ښه استدلال سره بیان کړي دي. الله ج فرمایلي دي: زما بنده ګانو ته بشارت ورکړه، د بریا بشارت، د بریا او خیر او ښه والي. زما بنده ګان هغه څوک دي چې له بهترینو خبرو او افکارو پیروي کوي او له بهترین فکره پیروي په دې پورې اړه لري چې یو څوک ټولې خبرې او افکار واوري، ولولي او ووايي، تر څو څو وکړای شي له منځه یې له بهترینو وټاکي او د ټولو نظریاتو او خبرو اوریدل په دې پورې اړه لري چې د بیان ازادي موجوده وي او په ټولنه کې ټول نظریات مطرح شي، که نه انسان به له کوم ځایه معلومه کړي چې بهترینه خبره کومه یوه او د چا ده.
درېیم ـ د بیان د ازادي یوازې منبع رسنۍ دي:
د بیان د ازادۍ سمبول رسنۍ دي او دا د رسنیو د اساسی رول له امله دي چې پر غاړه یې لري. رسنۍ د بیان او عقیدې د ازادي د عملي کوونکو په توګه په موډرنو ټولنو کې فوق العاده اهمیت لري. په ځانګړې توګه د افغانستان غوندې هیواد ته چې تاریخ یې د بیان د ازادۍ په برخه کې له ناملایمتونو او تیارو ډګ دی، د رسنیو او مطبوعاتو ازادي د ټولو رشنفکري پرمختګونو اساس جوړوي.
کولی شو د رسنیو رول په لاندې عنوانونو سره خلاصه کړو:
۱ . رسنۍ د فکر د تضارب او تعامل سبب کیږي او د ټولنې فکري لوړوالي او د عمومي معلوماتو د ورکړې سبب کیږي.
۲ . رسنۍ د ټولنې د مسایلو او معضلاتو په اړه عمومي معلومات رسوي او د ظلم او فساد پر وړاندې د خلکو د یو موتی کیدو سبب کیږي او له دغې لارې د ټولنې وضعیت ارزول کیږي او د تولنیز او سیاسي ژوند لپاره حل لارې لټول کیږي.
۳ . د رسنیو له طریقه حکومت د خلکو د بیلابیلو طبقو د غوښتنو او تمایلاتو معلومات تر لاسه کوي.
۴ . د رسنیو په ازادۍ سره له خود محوري او خودکامګۍ څخه مخنیوي کیږي او د حکومت پر چارو د خلکو د عمومي افکارو په واسطه نظارت کیږي.
څلورم ـ د بیان د ازادۍ حدود:
د بیان ازادي سره له دې چې یو منل شوی اصل او قاعده ده، خو د هرې بلې قاعدې په توګه حدود او شرایط لري. د بیان ازادي په هغه صورت کې کولی شي چې موثر او ګتور واقع شي او ټولنه په هغه صورت کې د بیان له ازادۍ په معقول او منطقي ډول استفاده کولی شي چې دغه حدود رعایت شي. موږ د رسنیو له ټولو کارکوونکو تمه لرو چې د بیان د ازادۍ د ارزښتمن مقام د ساتنې، بنسټیزه کیدو او د بیان د ازادي د مخالفینو د پلمو د له منځه وړلو لپاره نه یوازې دا چې دغه حدود مراعت کړي، بلکې د دغو حدودو د پوهولو او درک او د رعایت او تطبیق لپاره د زمینې د برابرولو لپاره هڅې وکړي.
د اساسي قانون او نړیوالو بشري حقونو په اسنادو کې د درج شویو احکامو مطابق د بیان د ازادي حدود عبارت دي له:
۱ . د نورو د حقونو او ازادۍ احترام؛
۲ . د عمومي اخلاقو او صحت او د ملي امنیت د عمومي نظم مراعتول.
۳ . د جګړې او تاوتریخوالي نه تبلیغول؛
۴ . د قومي، توکمي او مذهبي نفرت نه تبلیغول؛
د سیاسي او مدني حقونو د نړیوال میثاف په ۱۹مه ماده کې راغلي:
۱ . هیڅوک نه شو کولی چې د عقایدو او فکارو په خاطر یې په زحمت کړو.
۲ . هر څوک د بیان د ازدۍ حق لري. دغه حق کې د افکارو او اطلاعاتو د تفحص او تحصل او اشاعه شاملیږي.
۳ . یاد حقوقو د دغې مادې به دویم بند کې د ځانګړو حقوقو او مسوولیتونو لرونکي دي. ځکه نو د ځینو ځانګړو محدودیتونو تابع شوي چې په قانون کې بیان شوی او د لاندې چارو لپاره اړتیا ولری:
الف ـ د نورو حقوقو او حیثیت ته احترام.
ب ـ د ملي عموي امنیت ساتل یا د عمومي اخلاقو ساتل.
د یاد میثاق په شلمه ماده کې راغلي:
۱ . د جګړې لپاره هر ډول تبلیغ منع دی.
۲ . د ملي، توکمي او یا مذهبي کینې او نفرت لپاره هر ډول هڅول چې د تبیعض یا خصومت او یا زور په کې وي د قانون له مخې منع دي.
پنځم ـ د بیان د ازادي موانع او خطرونه:
په ټولنه کې د بیان ازادي خپل مخالفین او دښمنان هم لري. د افغانستان په شان ټولنو کې دغه خطرونه ډېر دي چې درې ډوله یې ډېر قوي ښکاري:
۱ . افراطیت او فکري تحجر:
افغانستان نه یوازې د تاریخ په اووږدو کې، بلکې همدا اوس هم د فکري تیارو له ګواښ سره مخ دی. د افراطیت سیوری لا هم غوړیدلی. د ترهګرو او افراطي ډلو سیوری چې د هر ډول ازادیو مخالفین دی، لا هم د مطبوعاتو او رسنیو پر سر شته. تر اوسه هم د افغانستان په ولایتونو او آن مرکز کې خبریالان د ترهګرو او افراطي ‌‌ډلو له ګواښونو سره مخ دي. خبریالان په مرګ ګواښل کیږي او وژل کیږي او په تېر کې د دغه ډول پېښو ګڼ مثالونه لرو چې یا خبریالان په انفرادي ډول یا هم په جمعي ډول ګواښل شوي او آن ځینې وختونه مجبور شوي چې خپله دنده پرېږدي.
۲ . ساختاري او د سنتي فرهنګ موانع:
جوړښتي موانع هغه مجدودیتونه دي چې په اګاهانه یا نا اګاهانه توکه د بیان د ازادۍ او د عقایدو د بیان مخه نیسي او کله کله په رسنیو کې د سانسور سبب کیږي. واقعیت دا دی چې په افغانستان کې د سیاسي او ټولنیزو تعماملاتو او مناسباتو جوړښت داسې دی چې هر څوک ځان ته حق ورکوي چې په دغې برخه کې دخالت وکړي او د بیان ازادي وځپي. دغه ډول حالات کله کله د زور واکو او کله کله د دولتي چارواکو په ځانګړې توګه د امنیتي بنسټونو او پولیسو له لوري تر سره کیږي. موږ د رسنیو له کارکوونکو سره د حکومتي چارواکو د زشت برخورد مثالونه لرو. خو دغه ډول کړنې د دې په معنا نه دي چې د هیواد په رهبرۍ کې دې محدودوونکې ستراتيژۍ او پالیسي موجودې وي. نه یوازې چې دغه شان پالیسي د حکومت لپاره د منلو وړ نه دي، بلکې هر ډول برخورد چې د بیان او عقیدې ازادي وننګوي، مخه به یې ونیول شي.
د بیان او رسنیو د ازادۍ د محدودولو یو عامل تړلی فرهنګ دی. د بیان د ازادۍ پر وړاندې وچ او غیر منعطف فرهنګ د کورنیو له منځه پیلیږي او تر ټولنیزو اړیکو او په دولتي ادارو او د رسنیو په مرکزونو کې د رسمي تعاملاتو پورې رسیږي. زموږ له نظره د بیان د ازادۍ پر وړاندې تر ټولو ستونزمن او سخت پوړ زموږ په عنعنو او رواجونو کې پروت دی چې له دغه شان عمل سره مبارزه کول یو ستر پلان او عمومي اقدام ته اړتیا لري، چې باید اوږدمهاله او د ټولنې ټول لوري په کې دخیل وي.
۳ . جګړه، تاوتریخوالی او نا امني:
سخت دریځې وسله والې او غیر وسله والې او غیر مسوول وسله وال او سیمه ییز زور واکي هم پر سیمه ییزو خبریالانو او مطبوعاتو د سانسور عوامل دي. دمګړۍ حکومت د بیان د ازادۍ له مخالفینو که هغه ترهګر دي او که سیمه ییز زور واکي دي، په جګړه کې دی. له شک پرته هغه لکه څنګه چې د بیان د ازادۍ او مطبوعاتو دښمنان دي، د افغانستان د دولت او د قانون د پلي کوونکو بنسټونو دښمنان هم دي. په همدې خاطر زموږ د تولو ګډ دښمن حسابیږي او پر هغوی بریا یوازې د حکومت او رسنیو د ګډو هماهنګیو پر اساس تر لاسه کیدای شي.
شپږم ـ اړین اقدامات او د دولت مسوولیتونه:
د افغانستان دولت د هیواد د اساسي قانون پر بنسټ ځان نه یوازې د بیان د ازادۍ په مراعتولو، بلکې د بیان د ازادۍ په ساتنه او په همدې ډول د بیان او مطبوعاتو د ازادۍ لپاره د مناسب بستر د برابرولو لپاره هم ځان مکلف بولي. په تېرو کلونو کې په هیواد کې ګڼې لاسته راوړڼې موجودې دي چې د هیواد د زرګونو انسانانو د مبارزو او قربانیو مرهون دي. خو په افغانستان کې تر ټولو ستره او مهمه لاسته راوړنه د بیان او رسنیو ازادي ده. که چیرته د بیان او عقیدې ازادي د بشر تر ټولو ستر ارمان دی، چې بې له شکه ده، دغه ارمان له نیکه مرغه زموږ په هیواد کې د پرمختللو او دیموکراتیکو هیوادونو په سان تحقق موندلی. نن ورځ زموږ په هیواد کې هیڅ مطبوعاتي او نشراتي مرجع د حکومتي چارواکو له لوري نه کتل کیږي. د هیواد غږیزې، تصویري او چاپي رسنۍ د حکومت له لوري د نشر له اجازه اخیستو پرته مطالب خپروي او دا د افغانستان د خلکو لپاره تر ټولو ستره لاسته راوړنه ده.
په همدې خاطر حکومت د بیان او عقیدې ازادي د تامین او د رسنیو د ازادۍ د ساتنې په خاطر په وروستیو دوه کلونو کې د پام وړ اقدامات تر سره کړي چې له نیکه مرغه نتایج یې د لمس وړ دی.
د حکومت له لوري تر ټولو لومړنی اقدام معلوماتو ته د لاسرسي د قانون توشیح کول و چې د هیواد ټولو خلکو ته یې اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه برابره کړې ده. په همدې برخه کې د جمهور رئیس اووه ماده یی قرمان هم لرو چې اصلي مخاطبین یې حکومتي بنسټونه او چارواکي دي. د دغه فرمان پر اساس دولتي ادارې او حکومتي چارواکي مکلف دي چې له هرې ادارې درې تنه رسنیو ته معرفي کړي. په همدې ډول دولتي ادارې مکلفې شوې دي چې هر وخت او په هر ډول شرایطو کې رسنیو ته اړین معلومات او اطلاعات ورکړي. په همدې ډول ادارې مکلفې شوې دي چې له رسنیو سره دوامدارې ناستې ولري. په همدې لاره کې اطلاعاتو ته د لاسري عالي کمېسیون رامنځته شو چې په کې حکومتي بنسټونه او په همدې ډول رسنۍ حضور لري.
بل ګام د خصوصي رسنیزو موسساتو د رامنځته کولو د مقررې تصویب و چې له هر لوري یې د رسنیو د فعالیت لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړې او په همدې ډول د رسنیو د کارکوونکو د حقوقو او امتیازاتو او کاري مصوونیت چارچوکاټ په کې تنظیم شوی.
د رسنیو ستونزو ته د رسیده ګۍ په لاره کې د حکومت بل اقدام په مرکز او ولایتونو کې د حکومت او رسنیو تر منځ د هماهنګۍ در امنځته کولو په موخه د ګډو کمېټو رامنځته کول دي. په دې کمېټه کې چې د جمهور رئیس د دوهم مرستیال تر ریاست لاندې جوړه شوې، د امنیتي بنسټونو تر څنګ د ازادو رسنیو بنسټونه هم حضور لري چې په خپلو غونډو کې ټولې قضیې په جلا جلا ډول ارزوې او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو په اړه تصمیم نیسي. له بده مرغه په تېرو پنځلسو کلونو کې د خبریالانو پر وړاندې ۶۷۹ د تاوتریخوالي پېښې چې قتل، وهل ټکول، ټپي کیدل، تښتونه او په غیر قانوني ډول بندي کول او توهین په کې شامل دي، ثبت شوی. تر اوسه د دغو پېښو ډېر کمې تر عدلي او قضايي ارزوې لاندې راغلي. په دې برخه کې موږ د ګډې کمېټې له اړخه له عدلي او قضايي ارګانونو په ځانګړې توګه د پولسیو او څارنوالۍ څخه جدي نارضایتي ښیو او د دغو بنسټونو له رهبرۍ غواړو چې په جدي ډول دغه موضوعات تعقیب کړي او د دغه کمېټې په لومړنۍ غونډه کې په راتلونکو ورځو کې تر سره کیږي، د خپلو وروستیو اقداماتو راپور وړاندې کړي.
اووم ـ د بیان د ازادي په اړه د حکومت اساسي او اوږدمهاله ژمنتیا:
موږ په حکومت کې د بیان او رسنیو له ازادي د ملاتړ تر څنګ یو ځل بیا اعلانوو چې د بیان ازادي په ټولو حالاتو کې آن د دولت له مخالفینو سره د سولې په شان سرنوشت ټاکونکو مسایلو کې وساتو او سرې کرښې په توګه به هیچا ته اجازه ور نه کړل شي د خلکو او رسنیو پر ازادیو تعرض وکړي. د افغانستان دولت لکه څنګه چې د خبریالانو او رسنیو د ساتنې لپاره له هرې لارې چارې کاري اخلي او د خبریالانو د ځاني، مالي او وظیفوي مصوونیت لپاره هڅه کوي، خپل ځان مکلف بولی چې هر څوک چې د عمومي ازادیو په ځانګړې توګه د بیان د ازادۍ د محدودولو هڅه وکړي، جدي برخورد به ورسره وشي او په دې برخه کې به حکومت هیڅ ډول هڅه ونه سپموي.
ورڼو او خونیدو! درنو وطنوالو!
په پای کې غواړم خپلې خبرې په دغو لاندې مهمو ټکو پای ته ورسوم: راځئ له ویرې پرته د بیان د ازادۍ قدر د بیان په ازادۍ سره وکړو. راځئ موږ او تاسې او ټول هغه کسان چې د بیان په ازادۍ د یوه ارزښت او حق په توګه باور لرو، د بیان د ازادۍ مخالفینو ته اجازه او فرصت ورکړو چې د بیان د ازادۍ پر ضد څرګندونې وکړې، تر څو خلک په خپله قضاوت وکړي او مخالفان او موافقان د هغوی منطق سم وپیژني. نن ټول باید ډاډمن و اسئ چې د معاصرې نړۍ شرایط د بدلیدو وړ نه دي. افغانستان هم بیا شا ته نه ځي. ټکنالوجۍ د رسنیو کار دومره اساسي او بنسټیز کړی چې هر څوک نه شي کولی په دومره اسانۍ سره رسنۍ بندې کړي او له انسانانو د بیان د ازادۍ حق واخلي. موږ او زموږ خلکو ته یوازې یو څه چې ډېر مهم دي، هغه دا دي چې د رسنیو چارې باید تر بل هر وخت مسلکي شي، علمي او فکري مایه پیدا کړي، ناپییلي او خپلواک عمل وکړي، د بیان د ازادۍ حدود مراعت کړي او بالاخره د خلکو ګټو ته وفاداره پاتې شي. راځئ د خلکو پوهه لوړه کړئ، د نفرت او نفاق پر وړاندې ودریږئ، ملي همګرایۍ او انساني پیوندونو ته قوت ورکړئ او د بیان ازادۍ یوازې د بیان د ازادۍ په واسطه وستايئ او قدر یې وکړئ او په همدې طریقه د ګړنګونو په اوږده لاره کې ځانونه استوار او متین وساتئ او دغې لارې ته ادامه ورکړئ.
یو ځل بیا د مطبوعاتو د ازادۍ د ورځې قدر کوم او د رسنیو کارکوونکو او ټولو هغو کسانو ته چې د دغې سترې لاسته راوړنې ته په ښه سترګه ګوري، مبارک وایم او د بیان د ازادۍ د لارې شهیدانو او د هیواد ټولو شهیدانو په ځانګړې توګه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو روح ته دعا کوم.
ژوندی دې وي افغانستان
تلپاتې دې وي د بیان ازدي
والسلام

31 باکتنه