دری دری    English

د دره‌صوف ـ یکاولنګ سړک د کار د پرانیستې په مراسمو کې د جمهور رئیس د مرستیال استاد سرور دانش د وینا متن (بامیان- یکا ولنگ- پنجشنبه، د1396 د ثور28مه)

شنبه, 30 ثور 1396 00:00

﴿بسم الله الرحمن الرحيم﴾

د افغانستان جلالت مآب جمهور رئیس محمد اشرف غني، د ټولګټو چارو محترم وزیر، د ښار جوړونې محترم وزیر، د جمهور رئیس ستر سلاکار ښاغلی خپلواک، په ولسي جرګه کې د بامیان او سمنګانو ولایتونو محترمو استازو، د کورنیو چارو وزارت ستر معیین جنرال مراد علي مراد، د چین خلق جمهوریت او د دوست هیواد محترم سفیر، د افغانستان امریکايي پوهنتون ښاغلی رئیس، د بامیان ښاغلی والي، د بامیان ولایتي شورا، استادانو، علماوو، ځوانانو، د سړک جوړونې د چینايي شرکت محترمو مسوولینو، د رسنیو استازو، درنو میلمنو، ښاغلو او آغلو!

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.

ښاغلی جمهور رئیس!

ویاړم چې د ملي یووالي حکومت په دوره کې بامیان ته په دوهم سفر کې هم ستاسو تر څنګ راغلی یم. زما لپاره دا څلورم رسمي سفر دی چې بامیان ته راځم او دا ځل په یکا ولنګ کې یم. دغه ټول سفرونه په دغه ولایت کې د فرهنګی روغتیايي او سړک جوړونې د پروژو د پرانیستي په خاطر تر سره شوي دي. څو اوونۍ وړاندې مو د بامیان ولایتي روغتون پرانیست چې د هیواد په کچه یو مجهز، عصري او بې جوړې روغتون دی. دا پروګرامونه د بامیان د ځانګړي ارزښت او جایګاه نښه ده او دغه ولایت ته د مرکزي حکومت د توجه ښودنه هم کوي. د دره صوف ـ یکاولنګ سړک د چارو د پرانیستي په مراسمو کې ستاسو راتګ ته ښه راغلاست وایم او په همدې ډول د دغه پروګرام نورو میلمنو ته هم ښه راغلاست وایم او د افغانستان د شمال او سویل او په خاص ډول د بامیان او سمنګانو ولایتونو خلکو ته د دغې مهمې ملي پروژې مبارکي وایم او د تاسو د بامیان او یکاولنګ د خلکو له پراخ حضور څخه مننه کوم. نن واقعا ډېر خوشحاله یم که یو وخت دغه دښتې او غوڼدۍ چې د جهاد او مقاومت په دوره کې د جګړو او مقاومتونو سنګرونه وو، وران شوي وو، خلک په کې شهیدان شوي وو، خو نن د سولې او بیارغونې شاهدان دي او د دغې سیمې په تاریخ کې د انکشاف له نظره بې مخینې پروژې افتتاح کیږي. 

دغه پروژه چې د ۱۷۸ کیلومترو په اوږوالي د ۲۰۴ میلونو ۹۹۰ زرو ۹۵۰ امریکايي ډالرو په ا رزښت د شمال ـ سویل د دهلیز دوهمه برخه ده او د سمنګان ولایت له دره صوف څخه پیل او د بامیان په یکاولنګ ولسوالۍ کې پای ته رسیږي. د دغه دهلیز لومړنۍ برخه کې مخکې له مزار شریف څخه تر دره صوف ولسوالۍ پورې تکمیل شوې او ګټه اخیستلو ته سپارل شوې. درېیمه برخه یې له یکاولنګ نه تر دایکندي ولایته تر مطالعاتو لاندې ده. 

ښاغلی جمهور رئیس! 

خوښ یم چې له طبیعي زندانه د مرکزي سیمو د خلاصون په برخه کې زموږ او ستاسې ژمنې ورو ورو د عمل جامه اغوندي. دمګړۍ بامیان د هوايي ډګر او په همدې ډول د پاخه سړک له طریقه له پلازمینې کابل سره نښلول شوی چې څو ورځې وړاندې ستاسو په حضور سره پرانیستل شو او نن ورځ د دره صوف ـ یکاولنګ سړک بامیان د مرکزي سمو د زړه په توګه د هیواد له شمال سره نښلوي او هیله مند یو چې د دغه سړک د چارو په دوام سره مرکزي سیمې د هیواد له سویل کندهار او اروزګان سره او په ټوله کې شمال له سویل سره ونښلول شي او د ګردن دیوال سړک د کار په دوام سره د ختیځ لوېدیځ دهلیز چارې هم تکمیل شي چې په نتیجه کې به زموږ د ټولو هیوادو والو لپاره له څلورو خواوو څخه اسانتیاوې برابرې شي او د ترانزیت او تجارت لپاره هم اسانتیاوې برابرې شي. 

ښاغلی جمهور رئیس!

دغه دوه لویې لارې په حقیقت کې د افغانستان د اقتصاد د پراختیا او غوړیدا شاهرګونه دي او د افغانستان د خلکو د فزیکي او معنوي پیوندونو لپاره خورا مهمې دي او که خدای توفیق راکړي چې د شمال او سویل او د ختیځ او لوېدیځ دوه دهیلیزه ستاسو د حکومت په دوره کې بشپړ شي، نو د هیواد په تاریخ کې به داسې ستر ویاړ ولرئ چې د هیواد هیڅ مشر نه وي درلودلی. 

درنو حاضرینو!

لکه څنګه چې مو مخکې یاده کړه د ملي یووالي حکومت په ټول هیواد کې د متوازن انکشاف او له طبیعي زندانه د هزاره‌جاتو د خلاصولو لپاره ژمن دی او اړینه بولم چې په دغې برخه کې تاسو سره یو ګوچنی ګزارش شریک کړم:

همدا اوس هم د ټولګټو چارو وزارت د راپور پر اساس په بامیان ولایت کې د څلور سوه میلیون ډالرو بودجې په ارزښت د سړک جوړونې د پروژو چارې روانې دي او که د هزاره جات په نورو سیمو کې د پروژو لګښت ور باندې ور زیات کړو د پام وړ بودجه کیږي. د یادونې وړ ده چې د سړک جوړونې په پروژو کې د پام وړ پرمختګونو تر څنګ ستونزې هم موجودې دي د تدارکاتي چارو ځنډول، د پروژې په تطبیق کې ځند، بې کیفیت والی، د سټنډرډونو نه مراعتول، د مراقبت او ساتنې لپاره پروګرام نه درلودل، ځکه د ټولګټو چارو له وزیره د مننې تر څنګ وغواړو چې د دغو ستونزو تر څنګ د پروژې نظارت او کنترول ته ځانګړې او جدي توجه وکړي. 

د انرژۍ په برخه کې هم باید ووایو چې په بیلابیلو سیمو کې د کوچنیو بندونو تر څنګ، له دوشي تر بامیانه د ۲۲۰ کیلوولټه برښنا، د بامیان سب سټېشن جوړول او د برښنا د ویش شبکه چې ټول ټال ۱۲۰ میلونه ډالره کیږي چې له اعلان وروسته د غويي میاشتې په ۱۸مه او ۱۹ مه او شلمه د آفرګشايي هیات او د اسیايي بانک، قرارداد کوونکو کمپنیو او تدارکاتو ملي ادارې د استازو پر وړاندې افرکشايي شوه چې د برښنا د لین د غځولو لپاره ۷، د برښنا د ویش لپاره ۶ او د سب سټشن لپاره ۱۳ کمپنیو برخه اخیستې او اوس د ۴۵ ورځو په موده کې د دغې پروژې ارزیابۍ بشپړه او وروسته د تدارکاتو ملي ادارې ته د منظورۍ د اخیستو په موخه لیږل کیږي، تر څو له منظورۍ وروسته یې قرارداد وشي او په راتلونکي میاشت کې به یې عملي کار پیل شي.

د پوهنې، لوړو زده کړو، روغتیايي خدمتونو، کرنې، ښاري پراختیا او ودانیزو چارو په برخه کې هم د مرکزي سیمو پروژې تر کار لاندې دي. 

دغو پروژو ته په کتو د هزاره جات سیمو خلکو ته په ډاډ سره اعلانولی شو چې په هیواد کې د پرتو د امنیتي او غیر امنیتي ننګونو تر څنګ د ملي یووالي حکومت له لوري یادې پروژې د یاد تطبیق او یا د سروې او یا ډیزاین په حال کې دي چې پر اساس به یې په نږدې کلونو کې به د بامیان او د مرکزي سیمو څیره پوره تغییر وکړي. دغه پروژې په مرکزي سیمو کې په داسې حال کې تطبیقیږي چې په اقتصادي برخه کې په ملي کچه د جمهور رئیس تر رهبرۍ لاندې د ملي یووالي حکومت لاسته راوړنې د پام وړ دي. نن ورځ کورني عواید او بهرنۍ مرستې د پام وړ زیاتولی موندلی، د افغانستان پر وړاندې هوايي او ځمکمنۍ ټرانزیټی لارې پرانیستل شوي دي، زموږ هیواد ګڼو ترانزیټي دهلیزونو ته لاره موندلې ده، خصوصي سکټور سرمایه ګذاري زیاته شوې ده، د اوبو او برښنا د خوکفايي لپاره پر سترو بندونو کار روان دی او په ګڼو نورو برخو کې د پام وړ تحرک رامنځته شوی دی. 

درنو هیوادوالو!

موږ د ملي یووالي په حکومت کې د معجزې ادعا نه لرو. د هیواد ستونزې او د خلکو تمې دومره لوړې دي چې کلونه وخت نیسي چې د هیواد وضعیت نورمال حالت ته راشي او ورانۍ ابادې او محرومیتونه او تبعیض له منځه یوړل شي. خو هغه څه چې مهم دي د ټولنیز عدالت، متوازن انکشاف او د ټولو اقوامو عادلانه مشارکت ته د حکومت هر اړخیزه رښتینوالی، ژمنتیا او اراده ده. نن ورځ د فقر او بې کارۍ لوړوالي له امله د هیواد د ټولو قومونو او ټولو سیمو ځوانان په دولتي ادارو کې د استخدام هیله لري او هیڅ سیمه نه شته چې په دغه برخه کې ستونزه ونه لري. خو د تشکیل او بودجې له اړخه د ادارې تشکیل دومره کم دی چې کله هم د ټولو کسانو لپاره د جذب ظرفیت نه لري او دغه حالت په خپله د خلکو د نا رضایتۍ سبب کیږي. زما په باور موږ په سیاسي او د استخدام په نظامونو کې د شفافیت او معیارونو د حاکمیت له طریقه د ټولو قومونو او ټولنیزو ډلو تر منځ عدالت تامینولی شو، نه د واسطې، زور او فشار او یا مداخلې له طریقه. موږ به د دغه شان نظام د رامنځته کولو لپاره ټولې هڅې وکړو او په دغه صورت کې ټولنیز او اداري عدالت تامینیدای شي. 

درنو هیوادوالو!

اقتصادي پروګرامونه او پروژې زموږ فزیکي او مادي ژوند پیاوړی کوي او د خلکو د ژوند د هوسیاینې لامل کیږي، خو کوم څه چې له معنوي اړخه موږ پیاوړي کوي او زموږ د خلکو روح او روان پیاوړی کوي د خلکو تر منځ همپالنه او یووالی دی. نن ورځ د دې وطن دښمنان هڅه کوي چې د تحمیلي جنګ او ترهګریزو بریدونو تر څنګ، زموږ ملي پیوندونه ضعیف کړي او هره ورځ د بیلابیلو قومي، ژبنیو، سمتي او مذهبي مسایلو له طریقه زموږ د خلکو په منځ کې تفرقه رامنځته کړي. نن ورځ تفرقه تر ترورزیم  څخه خطرناکه ده، ځکه نو د هیواد ټولو قومونو او سیاستوالو اړینه ده چې دغه ګواښونه درک کړي او له هر ډول تفرقه يي حرکته ډډه وکړي او له خپل دولت او امنیتي ځواکونو څخه د پیاوړي ملاتړ پر اساس د خلکو تر منځ ملي یووالي تر بل هر وخت پیاوړی کړي. 

په خاص ډول د بامیان ولایت خلکو ته باید ووایو چې ستاسو ولایت تل د یووالي د حرکتونو رامنځته کوونکی پاتې شوی. د وحدت حزب د لسو حزبونو له ډلې د ملي یووالي غوښتونکی و او  د ملي یووالي د شهید استاد عبدالعلي مزاري او د هغه د یارانو هر مرحوم آیت الله پرواني، مرحوم استاد عرفاني، استاد محمد اکبري او نورو داسې شخصیتونو ستاسو له بامیانه سر راپورته کړی دی او د مقاومت په دوره کې یې بیا د استاد خلیل په رهبرۍ ویاړونه رامنځته کړل. زه د ټولو سیاسي حزبونو له رهبرانو غواړم چې باید د هغې دورې له درسونو یې زده کړو او عبرت واخلو، یعنې باید یو ځل بیا د هغې دورې مقام او منزلت را ژوندی او خلک همغږي او سیاسي جریانونه متحد کړو. د افغانستان خلک یوازې د اتحاد او یووالي په وخت کې با عزته ژوند کولی شي او خپل دښمان ذلیلولی شي. 

ښاغلی جمهور رئیس!

ستاسو په اجازه غواړم د بامیان په اړه دوه نورو ټکو ته اشاره وکړم: 

لومړی دا چې بامیان یو لرغونی او د ارزښتمو لرغونو اثارو او فرهنګونو لرونکی ولایت دی. د بامیان له ټولو سیمه ییزو چارواکو او محترم والي څخه جدا غواړم چې د بامیان د ټولو فرهنګي اثارو او سیمو په ځانګړې توګه د بودا د لرغونو مجسمو په ساتنه کې له اطلاعاتو او فرهنګ او ښارجوړونې له وزارتونو سره یوځای د ښاري ماسټر پلان مطابق لازمې تابیاوې ونیسي او د دغو اثارو د تخریب او ویجاړیدو مخه ونیسی او که په لوړه کچه پرېکړو ته اړتیا وي خپل وړاندیزونه جمهوري ریاست ته وړاندې کړي. په همدې ډول بند امیر چې دغه ناسته یې په څنګ کې جوړه شوې ده، یو مهم توریسي مرکز او د هیواد په کچه لومړنی ملي پارک دی. دغه ښکلې سیاحتي سیمه له هر اړخه د مرکزي حکومت ملاتړ او پاملرنې ته اړتیا لري. په دې برخه کې هم د بامیان د ولایت مقام او د چاپیریال سانې محترمه اداره دې خپل وړاندیزونه جمهوري ته وړاندې کړي او له جلالت مآب جمهور رئیس څخه غواړو چې هغه شان چې لازمه ده توجه وکړي. 

دوهم خبره د بامیان د پوهنتون په اړه ده. په وروستیو ورځو کې موږ د دغه پوهنتون د استادانو او محصلانو د ډله ییز اعتصاب خبرونه واوریدل. په بامیان کې زموږ دوستان باید پوه شي چې دغه پوهنتون د زړه په وینو تر دغه ځایه رارسیدلی دی او مرکزي حکومت یې پراختیا او انکشاف ته ځانګړې پاملرنه لري، لکه څنګه چې سږ کال د جمهور رئیس د هدایت مطابق د جعفري فقهې په ګډون د شرعیاتو پوهنځی په کې تاسیس شو او په راتلوکو کلونو کې به هم د اړتیا وړ ځانګې په کې زیاتې شي. خو په هیڅ صورت باید نیوکې د دغه پوهنتون په درسي بهیر منفي تاثیر وا نه چوي او ضربه ورته ونه رسوي. ټولې ستونزې د دوستانه خبرو اترو له طریقه یعنې د مزکزي مقاماتو د لوړو زده کړو وزارت او د جمهوري ریاست د مقام له لوري د حل وړ دي. خوښ یو چې د والي صاحب او نورو چارواکو او شخصیتونو په هڅو دغه اعتصاب پای ته ورسیده او زموږ محصلان خپلو درسونو ته بیرته مخ کړه. 

په پای کې د افغانستان د ازادۍ د لارې، د امنیتي ځواکونو او د هیواد ټولو شهیدانو په ځانګړې د ملي یووالي د شهید استاد مزاري، د ملی قهرمان شهید احمدشاه مسعود، شهید عبدالحق، شهید حاجي قدیر، شهید سید مصطفی کاظمي او نورو شهیدانو روح ته دعا کوم او له تاسو ټولو حاضرینو او په ځانګړې توګه د ټولګټو چارو وزارت د دغه سړک او نور سړکونو چارې نظارت کوي، مننه کوم او ورڅخه په جدیت غواړم چې د دره صوف ـ یکاولنګ سړک په دقیق او مسوولانه توګه نظارت کړي او د قرارداد او د تخنیکي ستنډرډونو مطابق دې یاد پروژه په خپل ټاکلي وخت پای ته ورسوي. 

تل دې وي افغانستان

پاینده باد وحدت و همبستگی مردم افغانستان

والسلام علیکم.

د دره‌صوف ـ یکاولنګ سړک د کار د پرانیستې په مراسمو کې د جمهور رئیس د مرستیال استاد سرور دانش د وینا متن 

(بامیان- یکا ولنگ- پنجشنبه، د1396 د ثور28مه) 

29 باکتنه