دری دری    English

په بریاليتوب سره د کابل‌پروسې د سیمه‌ییز او نړیوال کنفرانس د پای ته رسیدو په اړه د جمهور رئیس د دوهم مرستیال استاد سرور دانش پیغام

یکشنبه, 21 جوزا 1396 00:00

بسم الله الرحمن الرحیم
د افغانستان شریف ملته!
درنو خویندو او وروڼو!
د ډېرې خوښۍ ځای دی چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په کوربتوب د سولې، امنیت او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه د کابل پروسې تر نامه لاندې سیمه‌ییز او نړیوال کنفرانس چې په کې تر اووه ویشتو زیاتو د سیمې او نړۍ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو ګډون کړی و، په کامیابۍ سره تر سره شو. دغه ستره بریا د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس جلالت مآب محمد اشرف غني او د افغانستان معزز ولس ته تبریک وایم.
هغه څه چې موږ ته په حکومت کې ډېر مهم و، د ترهګرو غیر انساني او د اسلام او ملت ضد ارادو ته نه تسلیمیدل و چې د روژې په مبارکه میاشت کې یې زموږ معزز وطنوال په نښه کړل او د خپلو ترهګریزو بریدونو په واسطه یې زموږ لسګونه هیوادوال شهیدان کړل او لسګونه کورنۍ یې د غم په ټغر کېنولې. دغو خونخوارو ډلو چې زموږ خلکو ته له مرګ، تاوتریخوالي او ورانکارۍ پرته بل پیغام نه لري، غوښتل یې د خپلو بهرنیو بادارانو په لارښوونه د ملي یووالي حکومت اراده تر تاثیر لاندې راولي، څو د کابل پروسې غونډه تر سره نه شي او د نړیوالو په افکارو کې د ملي یووالي حکومت ناتوان او بې اعتباره وښيي. خو د افغانستان حکومت وښوده چې کله به هم د ترور او ترهې تر فشارونو لاندې رانه شي او نړیوالې ټولنې هم وښوده چې په هر ډول حالاتو کې له تروریزم سره په مبارزه کې د افغانستان د حکومت تر څنګ ولاړه ده او زموږ له برحقې داعیې څخه ملاتړ کوي.
نن ورځ موږ د ملي یووالي په حکومت کې د جمهور رئیس جلالت مآب محمد اشرف او اجرائیس رئیس جلالتمآب ډاکټر عبدالله د کورنیو او بهرنیو توطیو او دسیسو په موجودیت کې، تر پخوا په زیات اتحاد او اتفاق او د نړیوالو ټولنې او نړیوالو همکارانو په پراخ ملاتړ سره، د داخلي او بهرنیو ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزې او مقاومت ته ادامه ورکوو. خو د دې تر څنګ پر سوله او بین الافغاني خبرو اترو پوره باور لرو او په دغې جنګي فضا کې چې دښمن رامنځته کړې ده، موږ د سولې ناسته جوړوو، دا پر سوله زموږ باور ښيي د پایدار امنیت په موخه به د سیمه ییزو همکاریو د رامنځته کولو لپاره هڅو ته ادامه ورکړو. له نړیوالو همکارانو او سیمه ییزو هیوادونو هم هیله لرو چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او سولې او امنیت په برخو کې همکاري وکړي. خو موږ په هغه صورت کې کولی شو دغه هدف ته ورسیږو چې د جګړې او تاوتریخوالي ملاتړي هم په صادقانه ډول سولې ته مخه کړي او ترهګرې ډلې خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي او د سولې د خبرو میز ته حاضر شي.
له شریفو خلکو، ټولنیزو او قومي ډلو، سیاسي احزابو او ملي او سیاسي شخصیتونو څخه زموږ تمه دا ده چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې خپلې ملي او لوړې ګټې په سمه ډول درک کړو او د زغم او ټولو اندونو ته د احترام په کولو سره، خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي، خو د دښمن د بریدونو او د هیواد د نړیوالو اعتبار په اړه په خورا صداقت او صمیمیت له واحد دریځه په یوه غږ وړاندې لاړ شي.
موږ باید پوه شو چې ترهګر او تروریستان نه قومي او نه ژبنۍ پولې پیژني او نه هم د سمت او مذهب پولې او یوازې د خلکو تر منځ د نفاق د اچولو، د حکومت او ولس تر منځ د درز د پیدا کولو او په ټوله کې د افغانستان د سقوط او ناکامۍ په هڅه کې دي. په دغه شان شرایطو کې موږ ته د ملي یووالي له ساتلو پرته نور هیڅ شی هم مهم نه دي او باید د اساسي قانون په چوکاټ کې او د دغه قانون له خوا د تعین شویو واکونو پر اساس حرکت وکړو او په همدې اساس هر ډول خلافو احساساتو ته د خلکو رابلل او تاوریخوالي او خشونت ته مخه کول او قومي، ژبنیو، مذهبي او سمتو مسایلو ته لمن وهل خیانت دی او تر قانونه هر ډول لوړې غوښتنې چې بې ثباتۍ سبب کیږي، تېرو لسزیو ناخوالو ته ورګرځیدل دي.
زه له هغو ټولو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو چې په دغې ناسته کې یې ګډون کړی، مننه او قدرداني کوم او د ملګرو ملتونو سازمان، امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولې او په کابل کې د ناټو د قاطق ملاتړ له استازو مننه کوم چې د دغې ناستې د تر سره کیدو لپاره یې د افغانستان له حکومت سره هر اړخیزې همکارۍ وکړې او یو ځل بیا د افغانستان ملت او دولت ته د دغې بریا مبارکي وایم. او د کابل ښار د وروستیو پېښو شهیدانو او په همدې ډول په هرات کې د ترهګریز برید شهیدانو چې د دیني علماوو تر څنګ په کې زموږ یو شمیر هیوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ، دعا کوم.
په افغانستان کې د دوامدارې سولې او امنیت د تامین په هیله
ژوندی دې وي افغانستان
پاینده باد وحدت ملی مردم افغانستان
سرور دانش
د افغانستان د اسلامي جمهوریت دوهم مرستیال
16/3/1396

19 باکتنه