دری دری    English

د لوړو زده کړو وزارت د سرسرت د معرفۍ په مراسمو کې د جمهور رئیس د دوهم مرستیال د وینا متن

سه شنبه, 20 سرطان 1396 00:00

اشاره: استاد سرور دانش د شنبې په ورځ له غرمې مخکې(۱۳۹۶/۴/۱۷) د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست د معرفي تر څنګ بیانیه ورکړه چې کیدای شي د لوړو زده کړو په برخه کې د افغانستان د دولت د پالیسیو او ستراتيژیو لپاره اساس و اوسي. د جمهور رئیس د مرستیال په وینا کې د لوړو زده کړو د مسلکي او مالي استقلالیت، د اکاډیمیکو مرکزونو د کميت او کیفیت لوړوالی، د هر اړخیز انکشاف په برخه کې حرکت، د پوهنتونو د استادانو علمي سویې لوړوالی، د قوانینو او مقررو اصلاح، د پوهنتونو د درسي نصاب اصلاح او بیا کتنه، له فراطیت او افراطي ایډیولوژیو سره مبارزه او ورته نور مسایل یې د لوړو زده کړو وزارت لپاره لومړیتوبونه یاد کړل، چې هیله ده د لوړو زده کړو وزارت رهبري دغو مسایل ته جدي توج وکړي.
د جمهور رئیس د مرستیال د وینا پوره متن لاندې وړاندې کیږي:
بسم الله الرحمن الرحیم
د لوړو زده کړو محترم سرپرست، د لوړو زده کړو وزارت مرستیالانو او رئیسانو، د پوهنتونونو رئیسانو او استادانو، قدرمنو میلمنو، درنو حاضرینو، ښاغلیو او آغلیو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته.
نن ډېر حوشحاله یو چې د لوړو زده کړو د سرپرست او کاندید وزیر ښاغلي ډاکټر عبداللطیف روشان د معرفۍ په مراسمو کې حضور لرو. په پیل کې په دغې څوکې د ښاغلي روشان ګمارنه په خپله ده او د وزارت رهبري هیات ته تبریک وایم او ورته په دغې مهمې وظیفه کې د بریا هیله کوم او په همدې ډول د لوړو زده کړو د ښه والي او اصلاحاتو په برخه کې د پخوانۍ وزیرې آغلې فریدې مومند له هڅو، زحماتو او کوښښونو د زړه له کومې مننه کوم او هغې ته هم په راتلونکو دندو کې د بریا هیله کوم.
درنو حاضرینو!
د لوړو زده کړو وزارت د حکومت له مرکزي او کلیدي ادارو څخه دی چې د هیواد د پراختیا او انکشاف د سکټور رهبري پر غاړه لري. نن ټول پوهیږو چې موږ د بشري قوې په برخه کې له دوه اساسي مسایلو سره مخ یو: یو د متخصصې، مسلکي، شایسته او کاردانې بشري قوې روزل او دوهم له هغو څخه د ګټې اخیستو څرنګوالی او د ملکي خدماتو د شفاف قانو او قانوني سیستم له طریقه ادارو کې د هغو ګمارل او ترې ګټه پورته کول دي. او له بل لوري د هیواد پراختیا د یوه هیواد د بشري قوې د پراختیا او په بیلابیلو برخو کې د لوړو زده کړو، تخصص او مهارتونو په تر لاسه کولو پورې اړه لري او دا هغه رسالت دی چې د پوهنې او لوړو زده کړو په وزارتونو پورې اړه لري. د لوړو زده کړو وزارت د ټولنې د رهبرۍ او مدیریت په موخه د لوړو زده کړو او د زرګونو ځوانانو د تریبه او کدر سازۍ مسوولیت پر غاړي لري.
له شک پرته په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې په دغې برخه کې د ستونزو تر څنګ د پرمختګونو او تحولاتو شاهدان هم یو، هم د کمیت له اړخه مو انکشاف کړی او هم د کمیت له اړخه. دمګړۍ لسګونه زره نجونې او هلکان په لسګونو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې په بیلابیلو رشتو کې په زده کړو بوخت دي او تقریبا په ۳۴ ولایتونو کې دولتي او خصوصي پوهنتونه او د لوړو زده کړو موسسې فعالیت لري او د لوړو زده کړو وزارت له لوري په بیلابیلو اداري او ښوونیزو برخو کې اصلاحات تطبیق شوي دي. خو د دغو پرمختګونو ترڅنګ لا هم له بیلابیلو ننګونو سره مخ یو چې لوړو زده کړو وزارت او د دغه وزارت نوې رهبري په پوره جدیت له دغو ستونزو سره مبارزه وکړي او د هیواد د علمي ودې لپاره موثر او جامع پلانونه عملي کړي. له وخت څخه په ګټه اخیستو په دغې ناسته کې چې د هیواد د لوړو زده کړو د وزارت او د پوهنتونو استادان او پوهان ناست دي، غواړم څو ټکي د لوړو زده کړو د لومړیتوبونو په توګه په تفصیل سره بیان کړم:
لومړی ـ د لوړو زده کړو مسلکي او مالي خپلواکي:
ټول پوهیږو چې په نړۍ کې د لوړو زدو کړو د موثریت او مفدیدیت لپاره خپلواکي ډېره مهمه ده. د لوړو زده کړو او اکادیمیکو چارو محیط د قضا په شان یو ارزښتمند، پاک او سپیڅلی محیط دی چې پوره خپلواک او بې طرفه دی او د حکومت او سیاسي ډلو او ګروپونو له هر ډول سیاسي مداخلو څخه پاک دی او باید له دغه شان مسایلو لرې وساتل شي. د دغې خپلواکۍ فلسفه او دلیل دا دی چې علم او علمي فعالیتونه هغه وخت پراختیا کولی شي چې د علمي فعالیتونو او تفکر محیط علمي او تحقیقي وي او پوره خپلواکي ولري او د اساسي قانون او د لوړو زده کړو د خاصو قوانینو له تطبیق پرته په کې نور شخصي او سیاسي سلیقو او نظریاتو ځای ور نه کړل شي. د نن ورځې په ازاده نړۍ کې پوهنتونونه او اکاډیمیک مرکزونه نه یوازې په ښوونیزو او اکاډیمیکو چارو کې خپلواک دي بلکې په مالي او اداري چارو کې هم خپلواک او حکومتونه او دولتي پرته له دې چې له پوهنتونو څخه ملاتړ وکړي، د مداخلې او د خپلو خاصرو شرایطو د تطبیق حق نه لري. نن ورځ په افغانستان کې هم موظف یو چې د اکاډیمیک محیط خپلواکۍ او د علمي فعالیتونو ازادي ته احترام ولرو. البته دا خپلواکي په هغه صورت کې تامینیدای شي چې تر بل هر چا د لوړو زده کړو وزارت او پوهنتونو رهبري او ښاغلي استادان دغه استقلالیت او نظم او سپلین ته متعهد و اوسي او هیچا او هیڅ چارواکي ته اجازه ور نه کړي چې په علمي چارو کې مداخله وکړي.

دوهم ـ درسي نصاب او د کیفیت لوړوالی:
د درسي نصاب بیا کتنه او د زده کړې د کیفیت لوړول د لوړو زده کړو د پراختیا لپاره اساسي او کلیدي عامل دی. په درسي نصاب کې وروستي علمي معیارونه چې په نورو هیوادونو کې هم عام دي ـ او د وخت علمي اړتیاوې پوره کړای شي په نظر کې ونیول شي او که دغه شان ونه شي په نورو هیوادونو کې به زموږ علمي سندونه بې اعتباره او یا هم له ډېر ټیټ اعباره برخمن وي. په وروستیو کلونو کې د لوړو زده کړو وزارت د درسي نصابونو په بیا کتنه او نوي کولو او په همدې ډول د علمي مرکزونو د علمي اعتبار د لوړولو لپاره، د پام وړ اقدامات تر سره کړي دي، خو باید وویل شي چې د درسي نصاب بیا کتنه او د زده کړو پر کیفیت نظارت باید یوه لنډ مهاله اړتیا ونه بلل شي. باید په دوامدار ډول د یوه ارګان چې د با اعتباره اشخاصو صلاحیت ور سره وي رهبري شي او له بلې خوا په نړۍ د علم پرمختګ ته په پام سره د علم او ښوونې معیارونه هم په حال دې دتغییر او تکمیلیدو کې دي او موږ باید خپلې زده کړې هغه ډول تنظیم او مدیریت کړو چې د نړۍ له نورو نرومونو سره تطابق ولري. د کیفیت د تضمین لپاره باید وویل شي چې د لوړو زده کړو وزارت کې د دغه کار لپاره لومړنۍ اماده ګۍ نیول شوي دي او لومړني ګامونه هم اخیستل شوي دي، خو باید دغه حرکت په جدیدت سره تعقیب شي، ځکه لا هم د نورو هیوادونو له میتودونو او نورمونو څخه زیات شاته پاتې یو.
درېیم – د پوهنتونونو د استادانو د علمي سیوې د لوړوالي دوامدار بهیر:
د درسي نصاب تر څنګ د اکاډیمیکو مرکزونو او پوهنتونو د استادانو او علمي کدرونو د علمي سویې لوړوالی هم د کیفیت د لوړوالي په برخه کې اساسي عامل دی. د لوړو زده کړو وزارت او د پوهنتونو رهبري باید داسې پروګرامونه جوړ کړي چې د استادانو علمي ظرفیت دوامدار ډول لوړ کړای شي. دغه لوړوالی له بیلابیلو لارو ممکن دی چې یو له هغو څخه د استادانو لپاره د ماسترۍ او دکتورا او علمي تخصص د لوړوالي لپاره د زمینه برابرول دي. او دوهمه لاره یې د قانون مطابق د استادانو د علمي ترفیعاتو د سیستم تطبیق او استادان په مشخصو برخو کې علمي تحقیق ته هڅول او ملزم کول دي. متاسفانه باید وویل شي چې په دغې برخه کې کم کارۍ او کم توجهۍ موجودې دي. په ډېری پوهنتونونو کې استادان د علمي ترفیع لپاره د لوړو زده کړو د قانون مطابق د تحقیق او تالیف کار ته چندان توجه نه کوي او له دغو مسایلو سره په سطحي ډول برخورد کوي. وزارت باید داسې لارې چارې وسنجوي چې ښاغلي استادان د قانون عملي کولو ته ژمن شي. علمي ترفیعات او د تحقیق لیکنه نه یوازې د استاد د علمي ظرفیت د لوړوالي سبب کیږي، بلکې په ټوله کې د هیواد د علمي ظرفیت د لوړوالي سبب کیږي او د تحقیق پایلي یې د نورو استادانو او محصلانو لپاره د استفادې او تحقیق زمینې برابروي. د استادانو د علمي ظرفیت د لوړوالي لپاره بله لار د نړۍ د بیلابیلو معتبرو پوهنتونو له اکاډیمیکو چارو څخه د استادانو د لیدونو زمینه برابرول دي. علمي سفرونه چې په وروستیو کې ورته د پام وړ فرصتونه برابر شوي، کله کله یوه سیاحتي او تفریحي سفر ته راکته کیږي. په دې برخه کې هم باید د لوړو زده کړو وزارت دغه سفرونه په جدي ډول نظارت کړي او داسې لارې چارې وسنجوي چې له علمي سفرونو څخه د علمي پراختیا لپاره ګټه واخیستل شي او د سفرونو له لاسته راوړنو باید په پوهنتونو کې استفاده وشي.
څلورم ـ په اکاډیمیکو مرکزونو کې د څېړنې او تحقیق اړتیا:
په نننۍ نړۍ کې علمي پرمختګ او انکشاف په هغې اندازه چې په زده کړو ولاړ دی، تر دې زیات پر تحقیق او تحقیقي پروژو باندې ولاړ دی او په همدې خاطر دی چې هر کال په دولتي او خصوصي برخه کې یوه زیاته اندازه بودجه د پوهنتونونو تحقیقي برخې ته ځانګړې کیږي. خو دغه هغه څه دي چې موږ په افغانستان کې ترې محروم یو او که څه نا څه تحقیقات لیدل کیږي هم، هغه تر پوهنتنونونو بهر تر سره کیږي. د لوړو زده کړو وزارت مکلف دی چې د زده کړو تر څنګ دغې اساسي او حیاتي مسئلې ته هم توجه وکړي او په خپلو پلانونو او پالیسیو کې د علمي تحقیقاتو مرکزونو ته ځانګړی اهمیت ورکړي.
پنځم ـ د قوانینو اصلاح:
په وروستیو کلونو په ځانګړې توګه د ملي یووالي حکومت په دوره کې د لوړو زده کړو اړوند یو شمیر قوانین او مقررې تعدیل، اصلاح او تصویب شوي دي، خو لا هم په قوانینو، مقررو او لوایحو کې زیاتې ستونزې موجودې دي، چې د لوړو زده کړو وزارت باید په خپلو قوانینو کې د اصلاحاتو بهیر ته چټکتیا ورکړي او د افغانستان له حکومت او ملي شورا څخه هم هیله لرو چې د لوړو زده کړو وزارت اړوند د قوانینو په تائید او تصویت کې زیاته توجه وکړي.
شپږم ـ بورسونه:
په وروستیو کلونو کې د افغانستان دولت د دوستو هیوادونو له تحصیلي بورسونو څخه زیاته ګټه پورته کړې ده او تر اوسه سلګونه بلکې زرګونه تنه استادانو، محصلانو په بیلابیلو هیوادونو د بورسونو له فرصته ګټه پورته کړې او په ځینو مواردو کې محصلان د افغانستان د دولت په خپله بودجه بهرنیو هیوادونو ته استول شوي دي. دغو بورسونو د هیواد د علمي ودې او ظرفیت د لوړونې په برخه کې د پام وړ رول لوبولی دی، چې په دغې برخه کې له ټولو مرسته کوونکو هیوادونو، په ځانګړې توګه له هندوستان، پاکستان، ایران، ترکیې، قزاقستان، چین روسیې او نورو هیوادونو څخه د افغانستان د دولت په استازیتوب مننه کوم. خو د افغانستان د دولت په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو د وزارت په وظایفو کې په دغو برخو کې ستونزې او کمۍ موجودې دي چې باید ژر تر ژره یې د حل لپاره هڅې وشي. بورسونه باید په عادلانه توګه د شایستګۍ پر اساس وویشل شي. د رشتو په ټاکنه کې باید د هیواد اړتیاوې په نظر کې ونیول شي او په بهرنیو هیوادونو کې با کیفیته پوهنتونونه وټاکل شي او د تحصیل په جریان کې پر محصلانو جدي نظارت وشي، تر څو وکړای شو له بورسونو څخه د پام وړ استفاده وکړو.
اووم ـ په لوړو زده کړو کې د خصوصي سکټور اهمیت:
د افغانستان د اساسي قانون مطابق په نوي دوره کې خصوصي سکټور ته د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې ونډه اخیستو ته زمینه برابره شوې او دمګړې موږ د خصوصي لوړو زده کړو یوه لسیزه تجربه لرو. په دغې موده کې د لوړه زده کړو په برخه کې خصوصي سکټور له دولتي هغه سره اوږه په اوږه وړاندې تللی دی او دمګړۍ لسګونه پوهنتونونه او د لوړه زده کړو خصوصي موسسې د لسګونه زره زده کړیالانو په درلودو سره فعالیت کوي. خو په تاسف باید وویل شي چې په دغې برخه کې هم د حکومت له لوري او هم د خصوصي موسساتو له اړخه له ستونزو سره مخ یو. د لوړو زده کړو د دولتي موسساتو منسوبین، له خصوصي موسساتو سره په منفي لید او یا د رقیب په لید ورته ګوري، نه د یوه همکار او یاد د هیواد د لوړو زده کړو د یوې برخې په توګه او له بل لوري خصوصي لوړې ده کړې هم په همغې اندازه په حال د پرمختګ او پراختیا کې دي، په کومه اندازه چې له ستونزو، کمیو او کله کله له قانوني او اکاډیمیکو تخطیو سره مخ دي، خو په لوړو زده کړو وزارت کې د بودجې او د تشکیل له اړخه هغومره ظرفیت موجود نه دی چې د لوړو زده کړو له خصوصي موسساتو سره هم همکاري وکړي او هم د هغوی له فعالیتونو څخه جدي او مسلکي نظارت وکړي. د لوړو زده کړو وزارت نه شي کولی په یوه ریاست او محدود تشکیل سره له ټولو خصوصي موسساتو نظارت وکړي. خو حل لاره هم دا نه ده چې موږ د خصوصي موسساتو پر مخ د لوړو زده کړو وزارت دروازه بنده کړو او یا د پراختیا او یا ارتقا لپاره یې جواز صادر نه کړو او بې ځایه سخت ګیرۍ وکړو او له هغو څخه داسې امکانات او شرایط وغواړو چې په خپله په دولتي پوهنتونو کې هم موجود ونه اوسي. یوازینۍ حل لار دا ده چې په لوړو زده کړو وزارت کې ظرفیت رامنځته کړو. نن ورځ د خصوصي موسساتو چارې دومره پراخې شوې چې باید په لوړو زده کړو وزارت کې ورته یو معینیت له څو ریاستونو سره رامنځته کړو. نن ورځ خصوصي موسسې د موسسو د شمیر او د محصلانو له اړخه له دولتي موسساتو که زیاتې نه دي، لا اقل یو بل سره نږدې دي او په دغه شان وضعیت کې به غیر منطقي وي چې موږ په دغه شمیر خصوصي موسساتو ته په وزارت کې نه مناسب تشکیل ولرو، نه بودجه او نه هم اکاډیمیکه توانمندي. باید درک کړو چې نن موږ په هغې دوره کې نه یو هر څه د دولت او حکومت په انحصار کې و اوسي. خصوصي سکټور په ټولو برخو کې د دولت با اعتباره او قوي همکار دی او نن موږ په دولت کې هغه توان هم نه لرو چې پوهه او پوهنیزې چارې په خپل انحصار کې ونیسو. موږ باید نن له خصوصي سکټوره منندوی و اوسو چې د دولت یوه درنه وظیفه یې پر غاړه اخیستې ده او په ډېر ښه شان هغه تر سره کوي. دا په داسې حال کې ده چې په نورو هیوادونو کې خصوصي سکټور ته د حکومت له لوري اړینې اسانتیاوې او اعتبارات برابریږي، خو موږ د هغوی لپاره نه مرسته او نه ملاتړ لرو او نه هم د همکارۍ او همدلۍ یوه مناسبه روحیه. ډېر خوشحاله یم چې نن د لوړو زده کړو وزارت سرپرستي هغه څوک پر غاړه اخلي، چې د خصوصي موسساتو د رهبرۍ له متن څخه راپورته شوی. ښاغلی ډاکټر عبداللطیف روشان ځوان عالم، با انرژۍ او په ملي او نړیواله کچه د اکاډیمیکو تجربو لرونکی دی او خپله ډاکټري یې د لوړو زده کړو د رهبرۍ په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د جنوبي کالیفورنیا له پوهنتون څخه تر لاسه کړې ده. زه له هغه څخه جدا غواړم چې د اساسي قانون د احکامو مطابق، د لوړو زده کړو قانون او د خصوصي موسساتو مقرره د خصوصي موسساتو په همکارۍ په لومړیتوب کې راولي او په دغې برخه کې پر شته ستونزو دقیق او هر اړخیز نظارت وکړي.
اتم ـ د سولې، امنیت او ملي یووالي په تامینولو کې د لوړو زده کړو او معارف رول:
وروستی مطلب چې غواړم ستاسو محترمینو په وړاندې بیان کړم دا دی چې لکه څنګه چې معارف او لوړې زده د نن او سبا ځوانو نسلونو د تعلیم او تربیې مرکز دی، د هیواد د سیاسي، فرهنګي، ټولني او حتا امنیتي وضعیت په ښه والي او د هیواد د رنګارنګ ننګونو او ناهنجاریو پر وړاندې مبارزه کې ځانګړی رول لري. موږ کولی شو له خپلو پوهنتونونو او د خپل ځوان نسل په تربیه کولو سره داسې ټولنه جوړه کړو چې پر عدالت، سولې، امنیت، هوساینې او ارامۍ ولاړه وي او داسې ملت رامنځته کړو چې واحد هویت ولري او له هر ډول تبعیض، تعصب، کینې، نفرت، تاوتریخوالي او جګړې څخه دېر لرې و اوسي.
موږ مسلمانان یو او په پوهنتونونو کې زموږ ځوانان ټول مسلمانان دي او کله هم خپل دیني ارزښتونه له نورو مسایلو سره نه معامله کوي، خو په ورته وخت نباید ځینو ته اجازه ورکړو چې د پوهنتونونو په ټولګیو کې د کینې او نفرت تخم وشیندي او یا تندروانه ایډیولوژۍ خپرې کړې. موږ باید اجازه ور نه کړو چې زموږ په پوهنتونونو کې قومي، مذهبي، ژبني او سمتي مسایلو ته لمن ووهل شي او یو شمیر سیاستوال زموږ له ځوانانو ابزاري ګټه پورته کړي او تاوتریخوالي ته لمن ووهي.
درنو حاضرینو! خویندو او وروڼو!
اجازه راکړئ جې په دې رابطه له تاسو سره ځینې مسایل مطلب شریک کړم. د انساني ټولنې او بشري ډلو خصوصیت دا دی چې له مشترکاتو او نامشترکاتو ترکیب شوي. له یوې خوا وحدت، یووالی او مشابهت او مشترکات دي او له بل لوري تفاوتونه او قومي، ژبني، توکمي، مذهبي، سیاسي او فرهنګي جلاوالي. موږ باید انساني ټولنه داسې مدیریت کړو چې یووالي د یادو تفاوتونو او وحدتونو په شتون کې وساتل شي. موږ نه شو کولی چې ټول تفاوتونه نادیده ونیسو او تل په وحدت، یووالي او همفکرۍ تاکیدو وکړړو او یا برعکس یووالي، اتحاد او وحدت کامله له نظر وغورځوو او یوازې پر تنوع او تعدد بایندې تاکید وکړو او همیشه او تل د بیلوالي او تفرقې خبره وکړو. الله ج نه دي غوښتي چې ټل یو ډول خلق کړي، بلکې په قران کریم کې د رنګونو، ژبو، نژادونو تفاوته له نعمتونو څخه بلل شوي او په همدې ډول خدای ج نه دي غوښتي تل په جلاوالي او تفاوت ټینګار وکړي، بلکې په کراتو یې مشترکات او یووالی یاد کړی او ټول خلک یې یووالي او وحدت ته رابللي دي. ځکه نو بهترین او تر ټولو ښه دریځ دا دی چې موږ باید تفاوتونه هم په رسمیت وپيژنو او احترام ورته وکړو او هم وحدت، یووالي او مشترکې منابع او منافع هم په نظر کې ولرو او ټینګار پرې وکړو. پر یوه لوري ټینګار او افراط، د نفرت، بحران، تاوتریخوالي او جګړې سبب کیږي او استبداد رامنځته کوي. په نړیواله کچه داسې ده چې د ټولو ملتونو او دولتونو حقوقو ته په برابره توګه احترام کیږي او پر مشترکو ټکو او ګټو تاکید چې د نړیوالې سولې او ثبات سبب کیږي، که دغه شان ونه کړي او د دولتونو د ګټو مخالف حرکت وشي، نو د نړۍ په سطحه د جنګونو او تاوتریخوالي سبب کیږي.
موږ باید هم په ملي کچه او هم د پوهنتونونو او پوهنیزو مراکزو په سحطه باید پوه شو چې څه ډول همګوني او هم‌پالنه رامنځته او مدیریت کړو. زموږ د مدیریت هنر باید په دې کې و اوسي چې ځنګه کولی شوی د دغو دوو متضادو او مناقضو خصوصیتونو تر منځ توازن او تقارب رامنځته کولی شو.
د پوهنتونونو له عالیقدرو استادانو او محصلانو څخه غواړم چې موږ نن ورځ په خورا حساسو او سختو شرایطو کې قرار لرو. دښمن هڅه کوي چې د تحمیلي او نا اعلان شوي جنګ او چاودونو او ځانمرګو تر څنګ، له رواني اړخه هم زموږ ملت تضعیف کړي. له یوه اړخه کوښښ کوي چې د حکومت او خلکو تر منځ واټن رامنځته کړي او له بل لوري هڅه کوي چې زموږ د قومونو او بیلابیلو ټولنیزو او فرهنګي ډلو تر منځ بې باوري او آن کینه او نفرت او تفرقه واچوي. یوازینی ځای چې له دغو توطیو او دسیسو سره په کې مقابله کولی شو، هغه ښوونځی او پوهنتون دی. زموږ ځوانان دې په پوهنتونونو او لیلیو کې اجازه نه ورکوي چې دښمن تر هر نامه لاندې چې وي له زهرو ډک تبلیغات وکړي او خدای مه کړه پخواني تاوتریخوالي یو ځل بیا تکرار شي. زموږ ځوانان باید د قومي، مذهبي او ژبنیو تنوعاتو تر څنګ پر ملي هویت، ملي وحدت، ملي مشترکو ګټو او فرصتونو او ګواښونو او د ټول هیواد په پرمختګ، سولې او سرتاسري امنیت فکر وکړي. موږ له هر قوم او مذهب څخه چې یو او په هره ژبه چې خبرې کوو، یو ملت یو او دا مو ښودلې ده چې د خپلو ملي ګټو د دفاع په خاطر په یوه لیکه کې دریږو.
د خبرو په پای کې باید دا ټکی هم یاد کړم چې موږ د ملي یووالي حکومت په رهبرۍ کې د پوهنې او لوړو زده کړو سکټور ته لومړیتوب ورکړی دی. څو ورځې وړاندې چې له جلالتماب جمهور رئیس غني سره مې خبرې وکړې، تصمیم دا دی چې د برېښنا، نښلوونکو لارو په شان د سترو ملي او سیمه ییزو پروژو تر څنګ د پوهنې او لوړو زده کړو سکټور ته هم جدي توجه وشي او په نږدې راتلونکې کې به د یوې عالي شورا په تشکیل کې د لوړو زده کړو او معارف ستونزو ته رسیده ګي وشي. په همدې خاطر د لوړو زده کړو وزارت له تازه رهبرۍ څخه غواړو چې خپل پروګرامونه په جدیت سره پیل او تعقیب کړي او باید ډاډمن و اوسي چې په ټوله معنا د ملي یووالي حکومت رهبري ستاسو ملاتړ کوي.
په پای کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست او کاندید وزیر ښاغلي ډاکتر روشان ته د مبارکۍ تر څنګ د بریا هیله کوم او د هیواد ټولو شهیدانو، د وروستیو پېښو شهیدانو په خاص ډول د ملي امنیتي ځواکونو د شهیدانو پاکس روح ته د دعا لاسونه پورته کوم.
زنده باد افغانستان
تل دې وي د افغانستان د خلکو ملي یووالی

6 باکتنه