دری دری    English

د جمهور رئیس مرستیال د دایکندي ولایت له فرهنګیانو او مدني فعالانو سره وکتل

  • چهارشنبه, 23 حمل 1396

د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش د سې شنبې په ورځ(د۱۳۹۶د وري میاشتې په ۲۲مه) د دایکندي ولایت د مدني او ښوونیزو بنسټونو له غړو، محصلانو او ځوانانو سره وکتل.
یادو کتونکو چې د دایکندي ولایت د بیلابیلو مدني، فرهنګي او وګړیزو بنسټونو استازیتوت یې کاوه په فرهنګي، ښوونیزو، ورزشي، د ځوانانو د ظرفیت لوړولو او تاریخي ابدو د ساتنې او نورو مسایلو په اړه خپلې غوښتنې مطرح کړې.
په دې کتنه کې د دایکندي ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وړاندیز وکړ چې د دې لپاره د دایکندي ولایت د خلکو د عنعنانو، فرهنګ او کرنې د پراختیا او د محصولاتو د کیفیت د لوړونې په خاطر د بادام ګل له جشنوارې چې په وروستیو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د فرهنګي او هنري جشنوارې په توګه ثبت شوې ده، ملاتړ وشي.
هغه وویل، د بادام ګل جشنواره چې ډېره ژر به په دایکندي ولایت کې تر سره شي، د ښځو د لاسي صنایعو، تیاتر، شعر، موسیقۍ او نورو فرهنګي او هنري پروګرامونو پر مټ د دهقانانو او کرنې د تشویق لپاره مناسبه زمینه برابروي.
د دایکندي ولایت فرهنګي او مدني فعالانو د ولایت په مرکز کې د محصلانو او د پوهنې علاقمندانو ته د یوه کتابتون جوړول جدي اړتیا وبلله او له حکومته یې وغوښتل چې دغه اسانتیا رامنځته کړي.
په دې کتنه کې د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش د فرهنګي او مدني فعالانو ګډ‌ې هڅې او هماهنګۍ، په سیمه ییزه اداره کې د ښې همکارۍ بیلګه وبلله او زیاته یې کړه: «د خلکو غوښتنو او مشکلاتو ته رسیده‌ګي د سیمه ییزو ادارو سره د خلکو د هماهنګي او همکاري تر زیاتې اندازې ممکنوي،په ځانګړې توګه د هغو بنسټونو له طریقه چې په بیلابیلو برخو کې فعالیتونه کوي.»
استاد دانش له دولتي ادارو سره د خلکو او مدني او وګړیزو بنسټونو د همکاریو پر زیاتیدو په ټینګار سره، په دایکندي ولایت کې د بادام ګل جشنواره د اقتصاد او کرنې په برخه کې د سیمه ییزو ظرفیتونو د معرفۍ لپاره یو مناسب فرصت وباله او زیاته یې کړه چې حکومت د دغې جشنوارې ملاتړ کوي.
د جمهور رئیس مرستیال د دایکندي ولایت د فرهنګي او مدني بنسټونو د نورو غوښتونو په اړه وویل چې غوښتنې به یې د اړوندو اړارو له طریقه تعقیب شي.

102 باکتنه
امتیاز دادن به این مطلب
(0 رای)
کد خبر: 1368

ارسال نظر

کادرهایی که با علامت (*) مشخص شده اند وارد کردن اطلاعات در آنها الزامی می باشد. کد HTML مجاز نیست.

انځور او ویډیو