دری دری    English

د حج ملي کمېټې غونډهد حج پروسې او عتبات عالیات زیارت د ارزولو په موخه تر سره شوه

  • چهارشنبه, 23 حمل 1396


د حج ملي کمېټې غونډه د جمهور رئیس د مرستیال او د یادې کمېټې د رئیس استاد سرور دانش تر ریاست لاندې جوړه شوه. په دغې غونډه کې د حج، ارشاد او اوقافو وزیر، د عامې روغتیا وزیر، د کډوالو او بیرته راستنیدوکو چارو وزیر او د غونډې د نورو غړو ادارو او وزارتونو استازو هم ګډون کړی و. په دغې ناسته کې د فرضي حج ملي کمېټې د عمرې او عتبات عالیات زیارت په اړه د حاجیانو د چارو د تنظیم، د معتمرینو او زیارت کوونکو د مقررې مطابق بحث وشو او لازمې پرېکړې وشوې.
د حاجیانو، معتمرینو او زیارت کوونکو د چارو د تنظیم مقرره د حاجیانو لپاره د ښو او پر وخت خدماتو، معتمرینو  او زیارت کوونکو ته د مناسبې زمینې برابرولو او د وزارتونو او اړوندو ادارو تر منځ د هماهنګۍ د رامنځته کولو په خاطر، د روان کال د وري میاشتې په پنځمه د قانوني مراحلو له طی کولو وروسته، په رسمي جریده کې خپره شوې، چې د حج ملي کمېټې غونډه هم د دغې مقررې د احکامو د تطبیق په موخه جوړه شوه.
د دغې غونډې په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د جمهور رئیس مرستیال ته د حج د سږ کال پروسې په اړه راپور ور کړ. ښاغلي عثماني د فرضي حاجیانو د لیږدلو د پروګرامو او هماهنګیو په اړه وویل، د عربستان هیواد د حج وزارت سره د شوي پروتوکول پر اساس د افغانستان د حاجیانو سهمیه ۳۰زرو ته لوړه شوې. هغه وویل، سږ کال د پروسږ کال په پرتله زیات تدابیر نیول شوي، تر څو حاجیان وکړای شي په اسانۍ سره د حج مناسک تر سره کړي.
په دغې غونډه کې د حاجیانو سهمیه هم و ارزول شوه، چې د غونډې د ګډونوالو له خوا ورته یو طرزالعمل وړاندیز شو او د حج او اوقافو وزارت باید د یادې کړنلارې مطابق سهمیې وټاکي.
په دغې غونډه کې حج په پروسه کې د ګډوالو پر سهمیه هم بحث وشو چې پرېکړه وشوه د حج او اوقافو وزیر او د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر د حاجیانو، معتمرینو او زایرینو د چارو د تنظیم د مقررې د نهمې مادې د مقررې پر اساس د سږ کال د حج په مراسمو کې د هر ولایت برخه داسې تنظیم کړي، چې د دغو حاجیانو د لیږدولو پروګرام په مرکز کې په زیاتو اسانتیاوو سره تر سره شي.
د اجنډا مطابق د سږ کال د فرضي حج په پروسه کې  د توریستي او زیارتي شرکتونو برخه اخیستل هم و ارزول شول، چې د حاجیانو، معتمرینو او زیارت کوونکو د چارو د تنظیم د مقررې د ۱۹ او څلورمې مادې مطابق د عمرې حج او زیارتونو په پروسو کې د خصوصي سکټور برخې ته لازمه توجه شوې او د چارو تنظیم یې د حج، اوقافو او ارشاد وزارت ته محول شوې. په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د زماني محدودیت له امله سږ کال د فرضي حج په پروسه کې د خصوصي سکټور برخه اخیستل ناشوني دي او د حج او اوقافو وزیر ته دنده ورکړل شوه چې د راتلونکي کال د حج په پروسه کې د خصوصي شرکتونو برخه وټاکل شی.
په دې غونډه کې د عتبات عالیات د زیارت کوونکو په اړه هم جدي بحث وشو او عراق هیواد ته د زیارت کوونکو د ویزې د ستونزو او نورو تدابیرو په اړه خبرې وشوې او بالاخره پرېکړه وشوه چې د حج، اوقافو او ارشاد وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د ملکي هوايي چلند اداره باید هر څومره ژر چې کیږي د یادې موضوع په اړه د عراق هیواد له لوري سره تفاهم ته ورسیږي، تر څو د عتبات عالیات د زیارت کوونکو ستونزې ژر تر ژره لرې شي.

107 باکتنه
امتیاز دادن به این مطلب
(0 رای)
کد خبر: 1369

ارسال نظر

کادرهایی که با علامت (*) مشخص شده اند وارد کردن اطلاعات در آنها الزامی می باشد. کد HTML مجاز نیست.

انځور او ویډیو