دری دری    English

د جمهور رئیس مرستیال: د مرکزی سیمو د اداري واحدونو تعدیل د خلکو له اساسي اړتیاوو څخه دي

  • چهارشنبه, 23 حمل 1396

د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش د دوشنبې په ورځ(د ۱۳۹۶ د وري میاشتې په ۲۱مه) د میدان ولایت د بهسودو ولسوالۍ د دوهمې حصې له مشرانو، ځوانانو او محصلانو سره وکتل. په دغې لیدنه کې د یادې ولسوالۍ مشرانو له استاد دانش سره خپلې غوښتنې مطرح کړې.
یادو کسانو د ښوونځیو کموالی، نښلوونکو لارو ته د مسوولو ارګانونو او چارواکو نه توجه، د روغتیايی مرکزونو کموالی او برښنا نه شتون د میدان د بهسودو د وهمې حصې ولسوالۍ له اساسي ستونزو څخه یادې کړې او ویې غوښتل چې دولت باید د دوی غوښتنو ته رسیده ګي وکړي.
هغوی په همدې ډول د مرکزي ادارو د اداري واحدونو د تعدیل په برخه کې د ملي یووالي حکومت له پروګرام څخه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د مرکز بهسود ولسوالۍ خلک غواړي چې دغه د بهسودو دوهمه حصه په دوه جلا ولسوالیو ووېشل شي.
د بهسودو د دوهمې حصې مشرانو د ملي یووالي حکومت له رهبري هیاته وغوښتل چې د نفوسو، جغرافیوي پراخیتا او د
واحدونو د تعدیل موضوع د خلکو د اړتیا مطابق او د نفوسو او جغرافیوي وسعت په نظر کې اړتیا وړ خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي مسایلو ته په کتو سره، د موجود اداري واحد تغییر په صورت کې باید د اداري واحد نوی مرکز په کمرک نومې سیمه کې وټاکل شي.
وروسته د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش د مرکز بهسود ولسوالۍ د خلکو د غوښتنو له اوریدو وروسته، وویل چې په دې برخه کې به د سیمې د خلکو د غوښتنو مطابق عمل او اقدام وشي.
استاد په مرکزي سیمو کې د اداري واحدونو تعدیل د خلکو له اساسي اړتیاوو څخه یاده کړه او زیاته یې کړه چې هڅه کوي د اداري نیولو سره رامنځته شي.
هغه ټینګار وکړ چې نوي اداري واحدونو په برخه کې به د خلکو مشورو او غوښتونو ته ډېره توجه وشي او هر اقدام به د خلکو په غوښتنه او ملاتړ تر سره شي.

13 باکتنه
امتیاز دادن به این مطلب
(0 رای)
کد خبر: 1370

ارسال نظر

کادرهایی که با علامت (*) مشخص شده اند وارد کردن اطلاعات در آنها الزامی می باشد. کد HTML مجاز نیست.

انځور او ویډیو