دری دری    English

د جمهور رئیس مرستیال د خاص اروزګان ولسوالۍ له مشرانو او متنفذینو سره وکتل

  • شنبه, 26 حمل 1396

د جمهور رئیس دوهم مرستیال استاد سرور دانش د ۱۳۹۶ د وري میاشتې په ۲۲مه د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ له مشران، علماوو، فرهنګیانو او معززینو سره وکتل. په دغې کتنه کې یادو مشرانو د دغې ولسوالۍ د خلکو د ستونزو په اړه راپور وړاندې کړ.
په دغې کتنه کې چې د یاد ولایت پخوانیو والیانو هم حضور درلود، په یاده ولسوالۍ کې بیلابیلو خدماتو ته د خلکو د لاسرسي په اړه معلوما وړاندې شول او له حکومت سره د یادې ولسوالۍ د خلکو د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکول شو.
یادو مشرانو د خدماتو په وړاندې کولو او د امنیت په تامینولو کې د سیمه ییزې ادارې د مدیریتي ضعف او ناتوانیو څخه په اندېښنې، د ملي یووالي له حکومته په ځانګړې توګه له مسوولو ارګانونو وغوښتل چې د خلکو ټولو غوښتنو په ځانګړې توګه د امنیت غوښتنې ځانګړې توجه وکړي.
د خاص اروزګان ولسوالۍ مشرانو له خلکو سره د سیمه ییزو چارواکو پر ښې اړیکې په ټینګار سره وویل، له خلکو سره د چارواکو هماهنګي نه یوازې دا چې د یادو چارواکو مکلفیت دی، پر دولت د خلکو د باور لپاره هم زمینه برابروي.
په مقابل کې د جمهور رئیس مرستیال له یادو متنفذینو او مشرانو له دې امله مننه وکړه چې له سیمه ییزې مرکزي ادارۍ ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه چې د دولت او ملت تر منځ د باور رامنځته کولو لپاره د خلکو درک او درایت ډېر مهم دی.
د جمهور رئیس مرستیال د خاص اروزګان د خلکو پر وړاندې د پرتو ستونزو په اړه وویل، ټولې غوښتنې به یې د اړوندو ادارو له لوري تعقیب شي.

52 باکتنه
امتیاز دادن به این مطلب
(0 رای)
کد خبر: 1371

ارسال نظر

کادرهایی که با علامت (*) مشخص شده اند وارد کردن اطلاعات در آنها الزامی می باشد. کد HTML مجاز نیست.

انځور او ویډیو