دری دری    English

د اتفاق ښارګوټي مشرانو د دیارلسمې ناحیې د ښوونځیو ستونزو ته د توجه له امله د جمهور رئیس له مرستیاله مننه وکړه

  • شنبه, 26 حمل 1396

د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش د چهارشنبې په ورځ(د ۱۳۹۶ د وري په ۲۴مه) د کابل ښار د اتفاق ښارګوټي له مشران او متنفذینو سره وکتل. یادو مشرانو د جمهور رئیس مرستیال ته د فیض محمد کاتب هزاره د ښوونځي د وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ او خپلو ستونزو ته یې د رسیده‌ګۍ غوښتنه وکړه.
یادو مشرانو د فیض محمد کاتب هزاره لومړني ښوونځي ته د جمهور رئیس د مرسیتال استاد سرور دانش له ځانګړې پاملرنې مننه وکړه او له نوموړي یې وغوښتل چې د یاد ښوونځي د ودانۍ جوړولو او نورو عمومي ستونزو ته هم توجه وکړي.
د جمهور رئیس مرستیال د اتفاق ښارګوتي د خلکو د مهمې اړتیا او د یادې سیمې د خلکو او فیض محمد کاتب هزاره د ښوونځي په اړه د طلوع نیوز ځانګړي او دقیق راپور په اړه ستاینه وکړه.
طلوع نیوز په وروستیو کې د سید الشهدا او فیض محمد کاتب هزاره د ښوونځیو په اړه راپور وړاندې چې تر هغه وروسته د جمهور رئیس مرستیال د پوهنې وزیر ته لارښوونه وکړه چې په خپله سیمې ته لاړ شي او ستونزې له نږدې وګوري.
د جمهور رئیس مرستیال په همدې ډول د فیض محمد کاتب هزاره ښوونځي او د دیارلسمې ناحیې ستونزو ته د رسیده‌ګۍ په برخه کې د پوهنې د وزیر له هڅو ستاینه وکړه او لارښوونه یې وکړه چې ډېر ژر به د جمهور رئیس د دوهم مرستیال د دفتر او د فیض محمد کاتب هزاره د سیمې استازي د پوهنې له وزیر سره یو ځای، د ښوونځي د تعمیر او نورو عمومي ستونزو د حل په خاطر له ارزونو وروسته، عملي اقدامات وکړي.
د جمهور رئیس مرستیال د دغې سیمې د خلکو د ستونزو په حل کې د خلکو انسجام مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې د خلکو هماهنګۍ او اتحاد کولی شي د سیمې د عام المنفعه پروژو په تکمیل کې موثر تمام شي.
په پای کې د جمهور رئیس مرستیال ژمنه وکړه چې د خلکو غوښتنې به د اړوندو ارګانونو له طریقه تعقیب شي.

66 باکتنه
امتیاز دادن به این مطلب
(0 رای)
کد خبر: 1372

ارسال نظر

کادرهایی که با علامت (*) مشخص شده اند وارد کردن اطلاعات در آنها الزامی می باشد. کد HTML مجاز نیست.

انځور او ویډیو