دری دری    English

د جمهور رئیس مرستیال په کابل کې د دارالقرآن له عامه کتابتونه لیدنه وکړه

  • شنبه, 26 حمل 1396

د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش د دوهم معاونیت له نورو غړو سره یوځای د چهارشنبې په ورځ(د ۱۳۹۶د وري په ۲۴مه) د دارالقرآن له عامه کتابتونه لیدنه وکړه او د همکاریو ژمنه یې وکړه. د یادې کتابخانې مسوول حجه الاسلام و المسلمین حیدر محقق ورسي د کتابتون د مراجعینو، څېړونکو او زده کوونکو او د کتابتون د نورو خدماتو په اړه د راپور د وړاندې کولو تر څنګ د جمهور رئیس له مرستیال سره د کتابتون عمومي ستونزې شریکې کړې.
د جمهور رئیس مرستیال د کتابتون د مسوولانو له هڅو څخه په مننې، د دارالقرآن کتابتون یو علمي او فرهنګي بنسټ یاد کړ او ټینګار یې وکړ چې نور علمي او ښوونیز بنسټونه هم باید د یادو خدمتونو د وړاندې کولو تر څنګ، د محصلانو تر منځ تحقیق او څېړنه عامه کړي.
نوموړي په افغانستان د کتابتونونو او کتاب د کاروبار پر وړاندې د پرتو ستونزو او د خلکو اساسي اړتیاوو د بیانولو ترڅنګ هیله څرګنده کړه چې د دغه شان کتابتونو په تاسیسولو به د خلکو په ځانګړې توګه د محصلانو ستونزې کمې شي.
د جمهور رئیس مرستیال له کتابتون سره د اور ضد سیستم د فعالولو او د نویو کتابونو د اخیستلو په برخه کې مرسته وکړه او ژمنه یې وکړه چې د تعمیر په جوړولو او رغولو او د نورو ستونزو په حلولو کې به همکاري وکړي.
نوموړي د اندیشه بنسټ له لوري د نشر شویو اثارو څو جلده کتابونه دارالقرآن کتابتون ته ډالۍ کړل.
د دارالقران کتابتون په بیلابیلو رشتو کې تر سلو زرو زیات جلده کتابونه لري، چې د کابل په کچه له مهمو او غني کتابخانو څخه شمیرل کیږي چې تر ډېره یې د خلکو ستونزې حل کړي دي.

13 باکتنه
امتیاز دادن به این مطلب
(0 رای)
کد خبر: 1373

ارسال نظر

کادرهایی که با علامت (*) مشخص شده اند وارد کردن اطلاعات در آنها الزامی می باشد. کد HTML مجاز نیست.

انځور او ویډیو