دری دری    English

د جمهور رئیس مرستیال: د خلکو له اساسي حقونو ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی

  • دوشنبه, 28 حمل 1396

د ملي یووالي حکومت د قوانینو کمېټه غونډه د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته(د ۱۳۹۶د وري میاشتې په ۲۷مه) د جمهور رئیس د مرستیال او د یادې کمیټې د رئیس تر ریاست لاندې جوړه شوه. په دغې غونډه کې د غونډو، اعتصابونو او لاریونونو د قانون طرحې او په همدې ډول د پُستي خدماتو د تنظیم د قانون طرحې په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
د جمهور رئیس مرستیال د غونډې په پیل کې د غونډو، اعتصابونو او لاریونونو د قانون طرحې د ارزولو پر مهال وویل چې په افغانستان کې د اساسي حقوقو او مدني ازادیو ساتل له اساسي لاسته راوړنو څخه ده چې د افغانستان خلکو یې د تر لاسه کولو لپاره دوامداره مبارزه کړې او قربانۍ یې ورکړي دي.
هغه وویل چې د اساسي قانون د حکم پر اساس د وګړو اساسي حقوق، د اصولو او قواعدو له هغې مجموعې څخه عبارت دي چې په هیڅ صورت سره نه شي کیدای چې پر ضد یې توافق وشي، بلکې د ساتنې او پراختیا لپاره یې هم دولت او هم د مدني او بشري حقونو مدافعین مسوول دي.
د جمهور رئیس مرستیال د عمومي نظم او امنیت ساتنې ته په اشارې سره، زیاته کړه چې د قوانینو او مقررو وضع او یا تعدیل باید د یوه میکانیزم پر اساس تر سره شي چې د خلکو د اساسي حقوقو او عمومي نظم تر منځ یو منطقي تعادل رامنځته کړي، تر څو عدالت په ښه شکل تطبیق او تامین شي.
د غونډې د اجنډا مطابق د غونډو، اعتصابونو او لاریونونو د قانون طرحه د غونډې د ګډونوالو له لوري و ارزول شوه، چې د ګډونوالو د څرګندونو او د نظریاتو له بیانولو وروسته، پرېکړه وشوه چې د عدلیې او کورنیو چارو وزارتونو، لویې څارنوالۍ، د مدافع وکیلانو ټولنې، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د استازي او بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د استازي په ګډون دې یو پلاوی جوړ، څو دغه طرحهیو ځل بیا له سره تر اخیره و ارزوي او د وروستۍ پرېکړې په موخه یې بیا د قوانینو کمېټې ته وړاندې کړي.
د غونډو، اعتصابونو او لاریونونو د قانون طرحه د هیوادوالو د لاریونو او غونډو د امنیت د تامین او عامه نظم او امنیت د رعایت په موخه په درې فصلونو او ۳۵مادو کې ترتیب شوې ده.
په همدې ډول د اجنډا مطابق د پُستي خدماتو د تنظیم د قانون طرحه هم په غونډه کې تر بحث لاندې ونیول شوه چې د غونډې د غړو د نظریاتو له ارایې وروسته تائید شوه او پرېکړه وشوه چې لومړی دې اصلاحي نظریات د مالیې، اقتصاد او مخابراتو وزارتونو د معیینانو او عدلیې وزارت له لوري د قانون د طرحې په متن کې ځای او وروسته دې د نورو قانوني مراحلو د بشپړولو په موخه د کابینې غونډې ته وړاندې شي.

128 باکتنه
امتیاز دادن به این مطلب
(0 رای)
کد خبر: 1374

ارسال نظر

کادرهایی که با علامت (*) مشخص شده اند وارد کردن اطلاعات در آنها الزامی می باشد. کد HTML مجاز نیست.

انځور او ویډیو