دری دری    English

د جمهور رئیس مرستیال: د افغانستان له دولته د امریکا او نړیوالې ټولنې ملاتړ دوام لري

  • سه شنبه, 29 حمل 1396

د جمهور رئیس مرستیال د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته(۱۳۹۶/۱/۲۸) په کابل کې د ناروې هیواد له سفیرې میرمن ماري سکاري سره وکتل. په دغې کتنه کې د افغانستان له دولته د نړیوالې ټولنې د سیاسي ملاتړ دوام، د ټاکنو اړوند مسایل، د امنیتي ځواکونو تجهیز او تقویه، له فساد سره مبارزه او د اداري اصلاحاتو موضوعات تر بحث لاندې ونیول شول.
په پیل کې د جمهور رئیس مرستیال په تېره یوه نیمه لسیزه کې په بیلابیلو برخو کې د افغانستان له دولت او خلکو سره د ناروې هیواد له همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ناروې هیواد د دیموکراسۍ په ملاتړ، د بشري حقونو په تامین او خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په برخو کې د نړۍ له نمونه هیوادونو څخه دی.
استاد دانش په بیلابیلو برخو په ځانګړې توګه له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغان دولت او نړیوالې ټولنې د سیاسي همکاریو د دوام په اړه وویل، چې د نړیوالو همکارانو په توګه د افغانستان له دولت څخه د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو ملاتړ د پخوا په شان ادامه لري.
د جمهور رئیس مرستیال وویل، د افغانستان دولت سره له دې چې له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو او سولې په تامین ټینګار لري، خو له تروریسم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د دولت پرېکنده ستراتيژي واضحه ده او په دې برخه کې هیڅ شک او شبهه موجوده نه ده.
هغه دې ته په اشارې سره چې د افغانستان د حکومت او نړیوالو همکارانو او په ځانګړې د پرېکنده ملاتړ قواوو تر منځ مشترک پروګرام جوړونه تر پخوا پیاوړې شوې، وویل چې له تروریسم سره د مبارزې په برخه کې چې په ملي سطحه ځینې نظري اختلافات مطرح کیږي، سیاسي مصرف لري.
استاد دانش د افغان ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا په برخه کې د نړیوالې ټولنې او نړیوالو قواوو پر زیاتو همکاریو په ټینګار سره وویل، چې د افغانستان حکومت هم د افغان امنیتي ځواکونو د لا پیاوړتیا، تجهیز او له فساد سره د مبارزې په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي دي، چې له امله یې مالي چارې تر یوې اندازې تر کنټرول لاندې راغلي، خو لا هم کافي نه دي او دغه بهیر لا هم مخ پر وړاندې روان دی.
د جمهور رئیس مرستیال د ټاکنو په اړه وویل چې تر راتلونکو ورځو پورې د الکټرونیکي ټاکنو د تر سره کولو د سنجش او ارزولو لپاره ټاکل شوی هیات د خپل کار نتایج د ملي یووالي حکومت ته وړاندې کوي او تر هغه وروسته به د ټاکنو په اړه وروستی تصمیم ونیول شي.
د جمهور رئیس د مرستیال په خبره، د افغانستان حکومت او ټاکنیز کمېسیونونه په یوه واحد نظر سره د ټاکنو د شفافیت د تضمینولو، د دغه شان بهیر په تر سره کولو کې د لږ پیسو لګولو په خاطر په الکټرونکیي ټاکنو ټینګار کوي.
هغه زیاته کړه، د الکټرونیکي تذکرو چارو پيل د ټاکنو بهیر د برښنايي کیدو بهیر بشپړیدل وبلل او زیاته یې کړه، چې د ټاکنیزو حوزو د ټاکلو په اړه ټاکنو خپلواک کمېسیون طرحه حکومت ته رسیدلې او په اړه یې لومړنۍ ارزونې هم تر سره شوي دي.
د جمهور رئیس مرستیال د ټاکنو بهیر په برخه کې د ملګرو ملتونو او د افغانستان د نړیوالو همکاریو رول او تجربې مهمې وبللې او زیاته یې کړه: «د ټاکنو بودجې د برابرولو لپاره چې د ملکرو ملتونو له خوا هر ډول میکانیزم او لاره چاره په نظر کې ونیول شي، د افغانستان د ملي یووالي حکومت لپاره د منلو وړ ده.»
په دې لیدنه کې په کابل کې د ناروې هیواد سفیرې میرمن ماري سکاري په بیلابیلو برخو په لکه د ټاکنو د تر سره کولو، له فساد سره مبارزه په ځانګړې توګه په امنیتي ارګانونو کې او له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا په اړه د افغانستان د حکومت پرمختګونو وستایل.
هغې وویل، ناروې د افغانستان له خلکو او دولت سره مرستو ته ژمنه ده او د وارسا او بروکسل په کنفرانسونو کې د ناروې هیواد اعلان کړې ژمنې د افغانستان د ملي یووالي له حکومت سره د ناروې هیواد د مرستو د قاطع ملاتړ نښه ده.
هغې د ټاکنو په اړه وویل، د افغانستان نړیوال همکاران به د افغانستان د ټاکنو د الکټرونیکی کیدو د ارزونې هیات له نتایجو ملاتړ وکړي، خو هغه څه چې د افغانستان نړیوالو همکارانو ته مهم دي، دا دي چې باید ټاکنې په ازاده، عادلانه او شفافه توګه تر سره شي.
د ناروې هیواد سفیرې د ټاکنو د بودجې د میکانیزم د بهیر پر شفافوالي په ټینګار سره وویل، چې ټاکنې په افغانستان کې د دیموکراسۍ بهیر پیاوړی کوي او د قدرت د سوله ییز لیږد یوازینۍ لار ده او نړیواله ټولنه به په دغې برخه کې د افغانستان له دولت او خلکو سره ملاتړ وکړي.
هغې په امنیتي ارګانونو کې د اصلاحات له راوستو او فساد سره د افغان حکومت له مبارزې ملاتړ وکړ او ټینګار یې وکړ چې د امنیتي ځواکونو د ظرفیت لوړولو په برخه کې به د نړیوالو ټولنې همکارۍ ادامه ولري.

47 باکتنه
امتیاز دادن به این مطلب
(0 رای)
کد خبر: 1375

ارسال نظر

کادرهایی که با علامت (*) مشخص شده اند وارد کردن اطلاعات در آنها الزامی می باشد. کد HTML مجاز نیست.

انځور او ویډیو