دری دری    English

د جمهور رئیس مرستیال د ختیځ زون له مشرانو او متنفذینو سره وکتل

  • چهارشنبه, 30 حمل 1396

د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش د سې شنبې په ورځ(د ۱۳۹۶د وري میاشتې په ۲۹مه) د ختیځ زون د ولایتونو له مشرانو او متنفذینو سره وکتل. د ختیځ زون مشرانو او متنفذینو په دغې کتنه کې د یادو ولایتونو د خلکو ستونزې او مشکلات د جمهور رئیس له مرستیال سره شریک کړل.
یادو مشرانو په ختیځ زون کې د داعش ترهګرې ډلې د فعالیتونو له پراخیدو په اندېښنې سره، په یادو ولایتونو کې د داعش ډلې په نابودۍ په ټنګار سره وویل چې دولت باید دغې ستونزې ته جدي توجه وکړي. یادو متنفذینو په شرقي ولایتونو کې د افغان دولت او نړیوالو همکارانو له وروستیو اقداماتو په ځانګړې توګه په اچین ولسوالۍ د داعش د ورکولو له عملیاتو ملاتړ وکړ او د لغمان، نورستان، ننګرهار او کونړ ولایتونو ته یې د ملي یووالي حکومت د رهبرۍ جدي غوښتنه وکړه.
د ختیځ زون یادو متنفذینو د کابل ـ جلال اباد لویې لارې د دوهم سړک جوړول خپله مهم غوښتنه یاده کړه او ټینګار یې وکړ چې د کابل ـ جلال آباد لارې لومړی سړک هم بیارغونې ته جدي اړتیا لري چې باید ورته توجه وشي.
یادو مشرانو په مشرقي ولایتونو کې د پاکستانیو کلدارو کارول یوه ستره ننګونه یاده کړه او له حکومته یې وغوښتل چې د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د پاکستانیو کلدارو د کارونې د بندیدو لپاره موثر اقدامات تر سره کړي.
یادو مشرانو د چاپیریال ساتنې په موخه د کونړ د ځنګلونو د خپلسري وهلو او د طبیعي منابعو د حیف او میل مخنیوی او د کونړ د حجارۍ او نجارۍ فابریکې بیارغول، د نورو اړینو غوښتنو په توګه مطرح کړې.
د ختیځو ولایتونو مشرانو د دوآب ـ منډول سړک د قرارداد ارزول، په نورستان کې د کوردر ـ پارون سړک جوړول او په لغمان کې د بادپښ سړک رغول د یادو ولایتونو له عاجلو اړتیاوو څخه یاد کړل او د ملي یووالي حکومت له رهبرۍ یې وغوښتل چې د خلکو دغو غوښتنو ته توجه وکړي.
مشرانو وویل چې د نورستان ولایت شاواخوا نوي سلنه وکړي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او حکومت په ځانګړې توګه د عامې روغتیا وزارت باید د نورستان ولایت خلکو ته د روغتیايي خدمتونو د رسولو په برخه کې عملي اقدامات تر سره کړي.
د شرقي زون مشرانو په دولتي ادارو کې د یادو ولایتونو د تحصیل کرده کدرونو د استخدام خبره هم وکړه.
د جمهور رئیس مرستیال د ختیځ زون ولایتونو د مشرانو له راتګه په ستاینه او مننې سره هغوی ته ښه راغلاست ووایه او له مرکزي حکومت سره په بیلابیلو برخو کې د یادو ولایتونو د خلکو له همکارۍ یې ستاینه وکړه او د افغانستان په تحولاتو کې یې مشرقي زون د خلکو رول خورا مهم یاد کړ او ویې ویل چې د افغانستان مشرقي د ټولو قومخونو ګډ کور دی.
د جمهور رئیس مرستیال زیاته کړه چې حکومت د خلکو ستونزې درک کړي دی او په جریان کې دی او د هیواد په سطحه د ټولو خلکو د ستونزو د هوارولو لپاره هڅې کوي. استاد دانش د داعش په نوم ترهګره ډله د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره ستر ګواښ وباله او زیاته یې کړه چې د افغانستان حکومت د داعش ترهګر ډلې او د دوی د پناه ځایونو له منځه وړلو ته ژمن دی.
د جمهور رئیس مرستیال وویل، د ملي یووالي حکومت هیڅ ترهګرې ډلې ته وخت نه ورکوي چې په افغانستان کې د ورانوونکو موخو لپاره پټنځایونه جوړ کړي. هغه ټینګار وکړ چې حکومت به د داعش تروریستي ډلې له ویرې له کډه شویو کورنیو سره مرسته وکړي.
استاد دانش زیاته کړه، د ملي یووالي حکومت له رامنځته کیدو وروسته مهمو اقتصادي او بنسټیزو انکشافي پروژو ته ځانګړې توجه شوې ده. د هغه په خبره، دمګړۍ په ۳۴ ولایتونو کې مهمې انکشافي پروژې یا تر کار لاندې او یا یې تطبیقي پلان تر کار لاندې دی چې په تطبیق او عملي کیدو سره به یې د مشرقي ولایتونو د خلکو ګڼې ستونزې حل او خلک به د هوسا ژوند څښتنان شي.
په پای کې د جمهور رئیس مرستیال وویل چې د مشرقي ولایتونو د خلکو ستونزې به د اړوندو ادارو له لارې تعقیب شی.

141 باکتنه
امتیاز دادن به این مطلب
(0 رای)
کد خبر: 1376

ارسال نظر

کادرهایی که با علامت (*) مشخص شده اند وارد کردن اطلاعات در آنها الزامی می باشد. کد HTML مجاز نیست.

انځور او ویډیو