دری دری    English

د جمهور رئیس مرستیال د میدان ولایت د بهسودو او د غزني د جاغوریو له مشرانو سره وکتل

  • یکشنبه, 24 ثور 1396

د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش د شبنې په ورځ له غرمې وروسته(۱۳۹۶/۲/۲۳) د میدان ولایت د بهسودو او د غزني ولایت د جاغوریو له مشرانو، علماوو او متنفذینو سره وکتل. په دغې لیدنه کې یادو مشرانو د خپلو سیمو اړوند ستونزې د جمهور رئیس له مرستیال سره مطرح کړې.

د میدان ولایت د بهسودو ولسوالسوالۍ مشرانو په دایمرداد، حصه اول بهسود او حصه دوم بهسود کې ولسوالیو کې د کوچیانو او په همدې ډول د کوچي تر نوم لاندې د وسله والو مخالفینو د شتون راپور ورکړ او له حکومت او په ځانګړې توګه له امنیتي ارګانونو یې وغوښتل چې د هر ډول احتمالي تاوتریخوالي مخه ونیسي.

د بهسودو ولسوالۍ مشرانو ټینګار وکړ چې باید په دغه ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو شمیر زیات شي او د آب درې ـ بهسودو تر مرکزه د سړک د جوړیدو په اړه یې د اړوندې ادارې له نه توجه نا رضایتي وښوده او زیاته یې کړه، د ګردن دیوال سړک د لومړي فاز چارې چې د قرارداد وخت یې هم پای ته رسیدلی دی ډېر سست روان دی او تر اوسه د دغه سړک اړوند سیمو کې د استملاک پروسې ته هم رسیده ګي نه ده شوې.

یادو مشرانو په دواړو ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو له کمښته، په دولتي ادارو کې د زده کړو ځوانانو نه جذب، د میدان ولایت په ادارو کې د اقوامونو د مشارکت تامینول او د حصه دوم بهسود د ولسوالۍ مدیریتي ضعف یې د ستونزو په توګه مطرح کړل.

په همدې ډول په یوه جلا کتنه کې د غزني د جاغوریو ولسوالۍ مشرانو او متنفذینو په داسې حال کې په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي خداداد عرفاني هم حضور درلود، په بیلابیلو برخو کې د یادې ولسوالۍ د خلکو ستونزې مطرح کړې. په دغې کتنه کې یاد مشرانو له نا امنه ولسوالیو سره د جاغوریو د څیرمه سیمو د امنیت تامینول او د قره فاغ ـ جاغوریو د سړک جوړول د ستونزو په توګه مطرح کړل او د ملي یووالي حکومت په ځانګړې توګه د اړوندو ارګانونو په توجه یې ټینګار وکړ.

د جاغوریو مشرانو د غزني ولایت په ادارو کې د قومونو مشارکت تامینول هم د خپلې اساسي غوښتنې په توګه مطرح کړل.

په مقابل کې د جمهور رئیس مرستیال د میدان د بهسودو او د غزني د جاغوریو ولسوالیو له مشرانو له دې امله مننه وکړه چې د خپلو سیمو ستونزو ته یې پام دی او هغه یې تر مرکز رارسولي او زیاته یې کړه، د خلکو له لوري د ستونزو مطرح کول او د هغو تعقیبول کولی شي چې د خدمت او ستونزو د رسیده ګۍ لپاره ګټور تمام شي.

د جمهور رئیس مرستیال یادو مشرانو ته وویل چې ستونزې به یې د اړوندو ارګانونو له لوري تعقیب شي.

46 باکتنه
امتیاز دادن به این مطلب
(0 رای)
کد خبر: 1411

ارسال نظر

کادرهایی که با علامت (*) مشخص شده اند وارد کردن اطلاعات در آنها الزامی می باشد. کد HTML مجاز نیست.

انځور او ویډیو