دری دری    English

د جمهور رئیس مرستیال د حج، ارشاد او اوقافو له وزیر سره وکتل

  • دوشنبه, 25 ثور 1396

د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته(۱۳۹۶/۲/۲۴) د حج، ارشاد او اوقافو له وزیر فیض محمد عثماني سره وکتل. په دغې کتنه کې د یاد وزارت په پرمختګونو او په ځانګړې توګه د روان کال د فرضي حج د پروسې د پرمختګونو په اړه بحث وشو.
د حج او اوقافو وزیر وویل چې د روان کال د فرضي حج په بهیر کې پرمختګونه په ښه ډول جریان لري او تمه کیږي چې د هغو تدابیرو له امله چې نیول شوي دي، دغه پروسه تر تېرو کلونو په ښه شان او بریالي توګه تر سره شي.
د حج د وزیر په خبره ټاکل شوې ده د دغه وزارت له لوري یو پلاوی د افغانستان حاجیانو ته د اړینو خدماتو د برابرولو په موخه سعودي عرب ته ولاړړ شي او په دې برخه کې له هغو سره هوکړې ته ورسیږي.
نوموړي په حج وزارت کې د کاري اجراآتو پر وړاندې نورې ستونزې هم مطرح کړې او د جمهور رئیس له مرستیاله یې په دې برخه کې لارښوونې واوریدې.
د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش د حج، ارشاد او اوقافو وزارت د وزیر او رهبري هیات له هڅو، په ځانګړې توګه د حج پروسې د ښه وال، دغه بهیر ته د زیاتې توجه او افغان حاجیانو ته د لازمو خدماتو او اسانتیاوو د برابرولو له امله مننه او ستاینه وکړه.
استاد دانش د قراردادي چارو شفافیت او افغان حاجیانو ته د لازمو اسانتیاوو برابرول یوه جدي اړتیا وبلله او زیاته یې کړه چې د تېرو کلونو تجاربو ته په کتو سره باید د روان کال د فرضي حج بهیر تر پخوانیو هغو په ښه شان تر سره شي.

30 باکتنه
امتیاز دادن به این مطلب
(0 رای)
کد خبر: 1412

ارسال نظر

کادرهایی که با علامت (*) مشخص شده اند وارد کردن اطلاعات در آنها الزامی می باشد. کد HTML مجاز نیست.

انځور او ویډیو