دری دری    English

د جمهور رئیس مرستیال د ملکي هوايي چلن د ادارې له رئیس سره وکتل

  • دوشنبه, 25 ثور 1396

د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش د یکشنبې په ورځ(۱۳۹۶/۲/۲۴) د ملکي هوايي چلن ادارې له رئیس سره وکتل. په دغې کتنه کې د دایکندي ولایت والي معصومې مرادي هم حضور درلود.

د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش په دغې لیدنه کې د نورو موضوعاتو تر څنګه د ملکي هوايي چلن د ادارې له ریاسته وغوښتل چې د دایکندي د هوايي ډګر لپاره د سږ کال منظور شوې بودجې پر اساس، د یاد هوايي ډګر د جوړولو چارې پیل کړي.

استاد دانش ترانسپورتي خدماتو د خلکو عاجلې اړتیا او د دایکندي ولایت لرې والي ته په اشارې سره وویل، چې تمه لري چې د دایکندي ولایت د هوايي ډګر چارې د قانوني مراحلو له بشپړولو وروسته، ژر تر ژره پیل شي.

د ملکي هوايي چلن ادارې رئیس د دغې ادارې نورو اړتیاوو او ستونزو ته په اشارې، ژمنه وکړه چې د قانوني مراحلو له طی کولو وروسته، هڅه کوي چې د دایکندي د هوايي ډګر چارې په بیړه پیل کړي، تر څو د یاد ولایت خلک ترانسپورټي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي. 

52 باکتنه
امتیاز دادن به این مطلب
(0 رای)
کد خبر: 1413

ارسال نظر

کادرهایی که با علامت (*) مشخص شده اند وارد کردن اطلاعات در آنها الزامی می باشد. کد HTML مجاز نیست.

انځور او ویډیو