دری دری    English

استاد دانش: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په کمېسیون کې دې د اصلاحاتو بهیر چټک شي

  • دوشنبه, 25 ثور 1396

د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش د یکشنبې په ورځ(۱۳۹۶/۲/۲۴) د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون له رئیس نادر نادري سره وکتل او د دغه کمېسیون د چارو پر څرنګوالي او د دغه کمېسیون پر وړاندې په شته ننګونو یې یې بحث وکړ.

نادري وویل، وروستۍ هڅې کوي چې د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون له موجوده ننګونو څخه چې دغه کمېسیون ورسره مخ دی، لرې کړي یا یې وروستۍ کچې ته ورسوي، خو په دغې برخه کې د دولتي ادارو جدي همکاریو او په همدې ډول د ملي یووالي حکومت د رهبرۍ جدي ملاتړ ته اړتیا ده.

د جمهور رئیس مرستیال د نادري له لوري د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د ستونزو پر حل په خوښۍ، له هغه وغوښتل چې اصلاحات چټک کړي.

استاد په همدې ډول وویل، د اصلاحاتو بهیر د چټکوالي په خاطر د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسیون کمیشنران دې معرفي شي او د ملي خدماتو قانون تعدیل لومړیتوب دی چې باید ژر تر ژره ورباندې کار وشي.

نادري د اصلاحاتو د بهیر د چټکتیا تر څنګ ژمنه وکړه چې هڅه به وکړي دې برخه کې د جمهور رئیس د مرستیال لارښوونې ژر تر ژر اجرايي کړي.

9 باکتنه
امتیاز دادن به این مطلب
(0 رای)
کد خبر: 1414

ارسال نظر

کادرهایی که با علامت (*) مشخص شده اند وارد کردن اطلاعات در آنها الزامی می باشد. کد HTML مجاز نیست.

انځور او ویډیو