دری دری    English

د جمهور رئیس مرستیال د تخار او بغلان ولایتونو له مشرانو او متنفذینو سره وکتل

  • دوشنبه, 25 ثور 1396

د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش نن دوشنبه(۱۳۹۶/۲/۲۵) د تخار او بغلان ولایتونو له مشرانو، متنفذینو او معززینو سره وکتل.

د دواړو ولایتونو مشرانو د جمهور رئیس له مرستیال سره د تخار او بغلان ولایتونو د بیلابیلو سیمو ستونزې سره مطرح کړې او د ملي یووالي د حکومت له رهبرۍ یې وغوښتل چې ستونزو ته یې رسیده‌ګي وکړي.

متوازن انکشاف، د تحصیلي بورسونو عادلانه ویش، د ځوانانو د بې کارۍ ستونزې ته رسیده‌ګي او د ټولګټو پروژو عملي کول د یادو مشرانو له اساسي غوښتنو څخه وې چې د جمهور رئیس له مرستیال استاد سره دانش سره یې شریکې کړي.

د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش په دې لیدنه کې د خپلو سیمو ستونزو ته توجه او تر حکومته د هغو د رسولو له امله یا یاد مشرانو مننه او ستاینه وکړه او د خلکو او حکومت تر منځ اړیکې د خلکو د ستونزو په پيژندنه او حل کې موثرې وبللې.

د جمهور رئیس مرستیال ټینګار وکړ چې سیمه ییزې ادارې باید د خدمتونو د رسونې او د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې وروستۍ هڅې وکړي. په پای کې د جمهور رئیس مرستیال ژمنه وکړه چې ټولې غوښتنې به یې د اړوند ادارو له لارې تعقیب شي. 

49 باکتنه
امتیاز دادن به این مطلب
(0 رای)
کد خبر: 1415

ارسال نظر

کادرهایی که با علامت (*) مشخص شده اند وارد کردن اطلاعات در آنها الزامی می باشد. کد HTML مجاز نیست.

انځور او ویډیو