دری دری    English

د جمهور رئیس له مرستیال سره د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې د غړو لیدنه

  • سه شنبه, 26 ثور 1396

د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش د دوشنبې په ورځ(۱۳۹۶/۲/۲۵) د خصوصي پوهنتونونو د اتحاديې له رئیس او غړو سره وکتل. په دغې کتنه کې د یادې اتحادیې رئیس او غړو د جمهور رئیس له مرستیال سره خپلې غوښتنې مطرح کړې.
یادو کتونکو د لوړ زده کړو د پراختیا په لاره کې د جمهور رئیس د مرستیال استاد سرور دانش له هڅو په ستاینه، د فوق لسیانس د قانون د مققررې په اړه په ځانګړې توګه د ماسترۍ برخې ته د زده کوونکو د جذب په لاره د محدودیت، د لوړو زده کړو په مقرره کې د لوړو زده کړو د وزیر په ریاست د لوړو زده کړو د خصوصي موسساتو د غونډو نه جوړیدل او د فعالیت پیچلتوب او د امتحاناتو د مقررې مطابق د کانکور د امتحان اخیستل د لوړه زده کړو خصوصي پوهنتونونو پر وړاندې د اساسي ستونزو په توګه یادې کړې.
هغوی په همدې ډول وویل، په خصوصي پوهنتونونو کې د ځانګړو اشخاصو پر جذب محدودیت وضع کول، د هغو محصلانو چې په تخفیف سره پوهنتونونو کې زده کوي کوي د فیس څخه مالیه ورکول او د خصوصي پوهنتونونو او بهرنیو پوهنتونونو تر منځ د همکاریو د هوکړه لیک ته د مسوولو اداره نه توجه د نورو ستونزو په توګه یادې کړې او ټینګار یې وکړ چې دمګړۍ د لوړو زده کړو موسسې ورسره لاس او ګریوان دي.
په دې لیدنه کې د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش وویل، چې د ده په شخصي نظر په تېرو لسو کلونو کې د خصوصي پوهنتونونو د پرمختګ په لاره کې د پام وړ ګامونه اخیستل شوي، چې البته دغه ټولې لاسته راوړنې د نوي اساسي قانون په رڼا کې برابرې شوي.
هغه پر دې په ټینګار سره چې پوهه او د علم پراختیا باید د دولت په انحصار کې نه وي، د دولتي اکاډمیکو مرکزونو په څنګ کې د لوړو زده کړو د خصوصي مرکزونو شتون د علم او نورو اکاډیمیکو فعالیتونو د پراختیا لپاره مهم وبلل.
د جمهور رئیس مرستیال دې ته په اشارې سره چې په ځینو برخو کې یو لړ سنتي ستونزې شته چې د خصوصي سکټور د پرمختګ مخنیوی کوي وویل: «د حکومت ټولیزو سیاستونو له اړخه د خصوصي سکټور د پرمخګ پر وړاندې هیڅ ډول موانع نه شته، حکومت تل هڅه کړې چې په دوغو دوه برخو کې حقوقي او قانوني اسانتیاوې برابرې کړي.»
استاد دانش د دې مطلب چې په ځینو پوهنتونونو او د لوړه زده کړو په خصوصي موسساتو کې هم ستونزې موجودې دي، وویل چې له بهر څخه د علمي کادرونو جذبول هیڅ ډول قانوني ممانعت نه لري او په خصوصي پوهنتونونو کې د محصلانو د جذب لپاره هم یو ځانګړی طرزالعمل په نظر کې نیول شوی دی چې په عملی کیدو سره به یې په دغې برخه کې شته ستونزې حل شي.
هغه وویل، د خصوصي پوهنتونو او بهرنیو پوهنتونو تر منځ د همکاریو په برخه کې هم هیڅ ډول قانوني ستونزه موجوده نه ده. هغه ټینګار وکړ چې د لوړو زده کړو خصوصي پوهنتونونو په اتحادیه کې هماهنګ فعالیتونه لا زیات شي او زیاته یې کړه چې نورې غوښتنې به یې د اړوند ارګانونو له لارې تعقیب شي.

125 باکتنه
امتیاز دادن به این مطلب
(0 رای)
کد خبر: 1416

ارسال نظر

کادرهایی که با علامت (*) مشخص شده اند وارد کردن اطلاعات در آنها الزامی می باشد. کد HTML مجاز نیست.

انځور او ویډیو