دری دری    English

د جمهور رئیس مرستیال د دایکندي ولایت د ناومیش ولسوالۍ له مشرانو سره وکتل

  • سه شنبه, 26 ثور 1396

د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش د سې شنبې په ورځ(۱۳۹۶/۲/۲۶) د دایکندي ولایت د ناومیش ولسوالۍ له مشران، فرهنګیانو او ځوانانو سره وکتل. یادو مشرانو په دغې کتنه کې د خپلې سیمې د خلکو یو شمیر ستونزې د جمهور رئیس مرستیال سره مطرح کړې.
په دغې لیدنه کې چې د دایکندي ولایت یوه سناتور هم حضور درلود، یادو مشرانو د ناومیش ولسوالي د هیواد له محرومترینې سیمې یاده کړه او زیاته یې کړه، چې د ناومیش ولسوالۍ په څیرمه سیمو کې د ناامنیو او جګړو له امله د دغې سیمې خلکو په تېره یوه لسیزه کې هیڅ ډول خدماتو لاسرسی نه درلود.
د ناومیش ولسوالۍ مشرانو وویل چې د د وروستیو کلونو په اوږدو کې د دغې سیمې ښوونځیو او د روغتیا برخې ته هیڅ توجه نه ده شوې او خلک اړینو خدماتو ته لاسرسی نه لري او دغه ولسوالۍ د ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو د کمښت له امله له جدي ستونزې سره مخ ده.
د یادو مشرانو په خبره، د سړکونو، پلونو او پلچکونو جوړول، د باغدارۍ، او د کلیو پراختیا ته توجه یې نورې اساسي ستونزې دي، چې باید سیمه ییزه اداره، په ځانګړې توګه مرکزي حکومت او مسوولې ادارې باید ورته جدي پام وکړي.
په مقابل کې د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش د دغو مشرانو مننه وکړه چې د خپلې سیمې د ستونرو په اړه جدي دي او هغه یې تر مرکزه رارسولي دي. استاد زیاته کړه، چې د ناومیش ولسوالۍ تاسیسیدل به خلکو ته د خدماتو په رسولو کې د پام وړ رول ادا کړي.
د جمهور رئیس مرستیال وویل، له سیمه ییزې ادارې سره د خلکو هماهنګي او د ستونزو ته د ولایتي ادارې رسیده ګي اړینه ده او هڅه کوي چې ناومیش د ولسوالۍ د خلکو ستونزې د اړوندو ادارو له لوري په جدیت سره تعقیب کړي.
د یادولو وړ ده چې ناومیش ولسوالۍ د هلمند په ولایت کې نوې تاسیس شوې ولسوالي ده چې د اداري چارو مسوولیت یې د جمهور رئیس د فرمان پر اساس دایکندي ولایت ته سپارل شوي. تر اوسه په دغې ولسوالۍ کې اداري واحدونه له ستونزو سره مخ دي او یوازې ځینې ادارې یې فعالې شوي دي او نورې ټولې لا غیر فعالې دي.

27 باکتنه
امتیاز دادن به این مطلب
(0 رای)
کد خبر: 1417

ارسال نظر

کادرهایی که با علامت (*) مشخص شده اند وارد کردن اطلاعات در آنها الزامی می باشد. کد HTML مجاز نیست.

انځور او ویډیو