دری دری    English

د جمهور رئیس مرستیال: په دولتي ادارو کې د مسلکي حقوقي ظرفیت رامنځته کول، یوه جدي اقدام ته اړتیا لري

  • چهارشنبه, 27 ثور 1396

د سې شنبې په ورځ له غرمې ورسته(۱۳۹۶/۲/۲۶) د جمهور رئیس د مرستیال استاد سرور دانش په مشرۍ د دولت د منافو په دفاع کې د دولتي د ځینو قضیاوو د چارو د څرنګوالي د ارزونې په موخه غونډه جوړه شوه او د مطرح شویو بحثونو په اړه جدي پرېکړه وشوې.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې د ۱۳۹۶/۱/۹ د نیټې د لومړۍ شمیرې مصوبې پر اساس پرېکړه شوې وه چې د جمهور رئیس د مرستیال په مشرۍ او د عدلیې او مالی د وزارتونو د وزیرانو، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د رئیس، د جمهوري ریاست د عدلي او حقوقي چارو د مشورتي بورډ د رئیس، د افغانستان اراضي ادارې د رئیس، د فساد پر وړاندې د مبارزې د ادارې د رئیس، لوی څارنوال او کابل ښاروالۍ په غړیتوب دې د دولت د ګټو په دفاع کې د دولت د قضیو د کړنو د څرنګوالي یوه کمېټه جوړه او د دولت او حقیقي او حکمي شخصیتونو ترمنځ دعوې او په همدې ډول د هیواد د خلکو تر منځ عدلیې وزارت د حقوقو دعاوي دې وارزوي او په دې اړه د حقوقي ظرفیت، د اړتیا وړ تشکیل، د دغو دوه بنسټونو د ظرفیت لوړولو او د کاري برخې ښه والي په اړه دې د قانون د حاکمیت او له فساد سره د مبارز عالي شورا ته مشخصه طرحه وړاندې کړي.
په همدې خاطر د دغې کمېټې لومړنۍ غونډه د اړوندو ارګانونو د غړو او استازو په ګډون د جمهور رئیس د دوهم مرستیال په دفتر کې جوړه شوه.
د جمهور رئیس مرستیال د دولت د قضیو د څرنګوالي د ارزوني په برخه کې د کابینې مصوبه د دولت د قضیاوو او عدليې وزارت د حقوقو ریاست د مسلکي او حقوقي ظرفیت په بیا کتنه کې نیک ګام یاد کړ او ټینګار یې وکړ چې په دولتي ادارو کې د مسلکی حقوقي ظرفیت رامنځته کول یو ضرورت دی چې تر اوسه دغې برخې ته لازمه توجه نه ده شوې.
هغه وویل، د قراردادونو امضا کول، استخدامونه او د ادارو حقوقی دعاوي یوه قوي مسلکي ټیم ته اړتیا لري چې وکړای شي په یادو قضیو کې د افغانستان له ملي ګټو دفاع وکړي.
د جمهور رئیس مرستیال د دولت د قضیاوو په اداره کې موجود وضعیت ته په اشارې ټینګار وکړ چې په دغې اداره کې هم د داخلي جوړښت له اړخه او هم له نورو څانګو سره د اړیکې له اړخه زیاتې ستونزې موجودي دي چې باید په اړه یې ژر تر ژره او د افغانستان د قوانینو مطابق په معیاري ډول اقدامات وشي.
په دغې غونډه کې د ګډونوالو د نظریاتو له مطرح کولو او هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د اړوندو ارګانونو په غړیتوب سره یو کاري ګروپ چې د جمهور یو حقوقي مشارو به هم په کې وي، و ټاکل شي او د دولت او حکمي او حقوقي شخصیتونو تر منځ دعاوي په دقیقه توګه او بشپړ جدول سره وګوري او کمېټې ته یې راپور ورکړي.
په همدې ډول پرېکړه وشوه چې د جمهور رئیس د دوهم مرستیال د یوه حقوقي مشارو په شتون کې دې یو بل کاري ګروپ جوړ او د دولت د قضییو په اړه دې ارزونې وکړې او د هغو لپاره دې یو تطبیقي پلان جوړ کړي، تر څو کمېټه په دې برخه کې لازمې پرېکړې وکړي.
په پای کې د دغې ادارې د مسلکي او حقوقي ظرفیت د لوړولو په موخه پرېکړه وشوه چې د دغې کمټې د غړو او د جمهور رئیس د دوهم مرستیال د حقوقي مشارو په شتون سره دې یو کاري ګروپ جوړ او د هیوادونو په سطحه له شته تجربو په ګټه اخیستو او د تخصصي مطالعاتو په کولو سره دې د وروستۍ پرېکړې لپاره یو مناسب موډل غوره او وړاندې کړي.

102 باکتنه
امتیاز دادن به این مطلب
(0 رای)
کد خبر: 1418

ارسال نظر

کادرهایی که با علامت (*) مشخص شده اند وارد کردن اطلاعات در آنها الزامی می باشد. کد HTML مجاز نیست.

انځور او ویډیو