دری دری    English

د جمهور رئیس مرستیال: د زیربناوو د پراختیا او امنیت تر څنګ پوهنه او لوړې زده‌کړې د افغانستان د حکومت لومړیتوب دی

  • چهارشنبه, 27 ثور 1396

د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش د سې شنبې په ورځ(۱۳۹۶/۲/۲۶) د طلوع افتاب د لوړو زده کړو د خوصوصي موسسې د رهبرۍ هیات له غړو سره وکتل او د لوړو زده کړو په پراختیا کې یې د حکومت په ملاتړ او پام ټینګار وکړ. 
په دغې لیدنه کې چې د نورو تحصیلي بنسټونو مسوولانو هم حضور درلود، د طلوع افتاب د لوړو زده کړو عالي خصوصي موسسې چارواکو د جمهور رئیس له مرستیاله د لوړو زده کړو د پراختیا په خاطر د مننې تر څنګ د خصوصي سکټور په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو په برخه کې یې د حکومت د جدي همکاري غوښتنه وکړه. 
دغو کتونکو بې وزله کسانو ته د دغې موسسې له لوري د بې فیسه بوروسونو د ورکړې خبر هم ورکړ او زیاته یې کړه، چې دا موسسه تل له با استعداد ځوانانو سره چې د زده کړو د دوام توان نه لري مرسته کوي. 
هغو په همدې ډول ژمنه وکړه چې دولتي بنسټونو ته په ځانګړې توګه د جمهور رئیس د دوهم مرستیال دفتر به هم د بورسونو په ورکړه کې همکاري وکړي. 
د دغه تحصیلي بنسټ یادو غړو تحصیلیافته ځوانانو ته د کاري زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې که د بې کارۍ روان وضعیت دوام وکړي، په راتلونکي کې په یوې ټولنیزې ستونزې بدلیدای شي. 
په مقابل کې د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش د لوړو زده کړو د خوصوصي موسسو زیاتوالی د نوي نظام په ځانګړې توګه د هیواد د اساسي قانون پر اساس د رامنځته شویو استانتیاوو له امله وباله او زیاته یې کړه، د دولتي اکاډیمیکو مرکزونو تر څنګ د خصوصي تحصیلي بنسټونو شتون د لوړو زده کړو په برخه کې موثر دی. 
د جمهور رئیس مرستیال وویل د ملي یووالي حکومت ژمن دی چې د پخوا پر خلاف، د امنیت د تامین او د زیربناوو د پراختیا تر څنګ، پوهنې او لوړو زده کړو ته د بل اساسي لومړیتوب په توګه وګوري. 
د جمهور رئیس د مرستیال په خبره، ټاکل شوې ده د جمهور رئیس په مشرۍ یوه عالي شورا رامنځته شي تر څو د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې پروګرامونه او ستراتيژۍ جوړې او عملي کړي. 
د ظرفیت لوړول، د علمي کادرونو جذب او مجربو استادانو جذب او د معیاري کانکور پر اساس د زده کړیالانو جذب نور هغه موارد و چې د جمهور رئیس مرستیال له هغوی وغوښتل چې د لوړو زده کړو په بنسټونو کې ورته توجه وکړي. 
هغه په همدې ډول وویل، هغو رښتو ته چې ټولنه ورته اړتیا لري توجه، د ښه تحصیلي نصاب درلودل او د ښو او لازمو وسایلو او تجهیزاتو درلودل نورې اړتیاوې وې دي چې د زده کړندویانو فکري لوړوالي کې ګټور تمامیدای شي.

44 باکتنه
امتیاز دادن به این مطلب
(0 رای)
کد خبر: 1419

ارسال نظر

کادرهایی که با علامت (*) مشخص شده اند وارد کردن اطلاعات در آنها الزامی می باشد. کد HTML مجاز نیست.

انځور او ویډیو