دری دری    English

د جمهور رئیس مرستیال: په نورو برخو کې د اصلاحاو راوستلو لپاره عدلي او قضايي اصلاحات اړین دي

  • سه شنبه, 20 سرطان 1396

د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش نن دوشنبه(۱۳۹۵/۴/۱۹) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د قانون حاکمیت د څانګې مسوولې میرمن رومانا سجریګر سره وکتل.
په دغې لیدنه کې په عدلي او قضايي ارګانونو کې اصلاحات، له فساد سره مبارزه او د عدلي او قضايي اصلاحاتو ملي پروګرام د میکانیزم تطبیق تر لاندې ونیول شول.
په پیل کې د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش دې ته په اشارې سره چې عدلي او قضايي سکټور په ټولو هیوادونو په ځانګړې توګه په افغانستان کې اساسي رول لري وویل: «عدلي او قضايي اصلاحات د نورو برخو د اصلاحاتو لپاره بنسټ جوړوي.»
د جمهور رئیس مرستیال د اصلاحاتو په برخه کې د افغانستان د دولت او د ملګرو ملتونو د سازمان ګډ پروګرام ته په اشارې سره وویل: «اوس هغه وخت رارسیدلی چې د عدلي او قضايي اصلاحاتو لپاره د افغانستان د دولت او د ملګرو ملتونو سازمان په ځانګړې توګه دغه سازمان د استازولۍ تر منځ همکارۍ تر بل هر وخت پراخې شي.»
استاد دانش وویل، د عدلي او قضايي اصلاحاتو ملي پروګرام د افغانستان د حکومت له لوري تصویب شوی او ډېر ژر به یې د اړوندو ارګانونو له لوري د یاد پروګرام د عملي کولو لپاره عملي هڅې پیل شي.
د جمهور رئیس د مرستیال په خبره، د ظرفیت لوړول او بنسټیز اصلاحات، د قوانینو اصلاح او له فساد سره مبارزه د عدلي او قضايي اصلاحاتو د ملي پروګرام اساسي لومړیتوبونه شمیرل کیږي.
هغه د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د قانون د پراختیا او پیاوړتیا او د عدلي او قضايي سکټور د اصلاح په برخه کې د ملګروملتونو سازمان تجربوته په اشارې سره وویل، د لا زیاتو همغږیو په موخه باید د افغانستان د دولت او د ملګرو ملتونو د سازمان تر منځ د عدلي او قضايي اصلاحاتو د پروګرام د تطبیق لپاره نوی میکانیزم رامنځته شي.
د جمهور رئیس مرستیال هیله څرګنده کړه چې ملګري ملتونه دې په عدلي او قضاي برخو کې د لا زیاتو اصلاحاتو د راوستو په موخه د افغانستان په څنګ کې و اوسي او د تطبیقوونکو ادارو ملاتړ دې وکړي.
په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د قانون د حاکمیت د څانګې مسووله رومانا سچریګر په بیلابیلو برخو کې د اصلاحتو په راوستو کې د جمهور رئیس د مرستیال د رول په ستاینې سره وویل چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر له نظره له فساد سره د مبارزې لپاره تر هر څه لومړی باید کارنده او خپلواک عدلي او قضايي سکټور مجود و اوسي.
هغې د عدلي او قضايي اصلاحاتو د ملي پروګرام د تدوین او تصویب په برخه کې د افغانستان د حکومت له هڅو په ستاینه، له افغانستان سره په دغې برخه کې د نړیوالو همکارانو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د ملاتړ او همکارۍ ډاد ورکړ.

102 باکتنه
امتیاز دادن به این مطلب
(0 رای)
کد خبر: 1445

ارسال نظر

کادرهایی که با علامت (*) مشخص شده اند وارد کردن اطلاعات در آنها الزامی می باشد. کد HTML مجاز نیست.

انځور او ویډیو