دری دری    English

د برښنايي پيژندپاڼو د ویش د رهبري کمېټې لومړنۍ غونډه تر سره شوه

  • چهارشنبه, 21 سرطان 1396

د الکټرونیکي تذګرو د ویش د رهبري کمېټې غونډه نن سه شنبه(۱۳۹۶/۴/۲۰) د جمهور رئیس د مرستیال استاد سرور دانش او د ملي یووالي حکومت د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په حضور کې، د نفوسو احوال د ثبت د مرکزي ادارې د مسوولینو په شتون سره تر سره شوه.
د جمهوري ریاست د ۱۳۹۶/۲/۲۲ نیتې په ۶۹ ګڼه فرمان کې د الکټرونکي تذکرو د ویش په اړه ویل شوي چې د الکټرونیکي تذکرو د بهیر د ښه والي او د دغه پروګرام د پلي کولو پر وړاندې ستونزو او معضلاتو ته د رسیده ګۍ او د ویش د بهیر د سم نظارت په موخه د جمهور رئیس د مرستیال استاد سرور دانش او د ملي یووالي د حکومت د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په ریاست کمېټه جوړه شوه. د فرمان پر اساس د جوړې شوې کمېټې لومړنۍ ناسته نن سه شنبې تر سره شوه او په کې په یو لړ مسایلو بحث وشو.
د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د الکټرونیکي تذکرو د ویش په اړه د حکومت پر ژمنتیا په ټینګار سره وویل چې د الکټرونیکي تذکرو ویش یوه ستره ملي پروژه ده چې د دولت او ملت هر اړخیز ملاتړ ته اړتیا لري.
د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش په دغې غونډه کې د وینا پر مهال د الکټرونیکي تذکرو ویش او په دغې برخه کې شته ستونزې لومړیتوب یاد کړ او زیاته یې کړه چې د ملي یووالي حکومت رهبري د الکټرونیکي تذکرو د ویش په اړه په خپلې ژمنې ولاړه ده.
په دې ناسته کې د نفوسو احوال د ثبت ادارې سرپرست همایون محتاط غونډې ته د یادې ادارې په اړه د استخدام، تدارکاتو بهیر، د اړتیا وړ اسنادو د برابرولو او مالي مسایلو په اړه د خپلو اجراآتو په اړه معلومات وړاندې کړل.
په همدې ډول په دغې غونډه کې د نفوسو احوال د ثبت ادارې د وړاندیز پر اساس د الکټرونیکي تذکرو د رهبري په کمېټه کې د کورنیو چارو وزارت، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، د ماليې وزارت، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د جمهوري ریاست د چارو ادارې غړیتوب تائید شول.
د جمهور رئیس مرستیال او اجرائیه رئیس په ورسپارل شویو چارو کې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې له اجراآتو په ستاینه، د الکټرونیکي تذکرو د ویش لړۍ پر چټکتیا او په دغه بهیر کې شته ستونزو ته رسیده ګۍ باندې ټینګار وکړ او د پر وخت او ښو اجراآتو په اړه یې اړینې لارښوونې وکړې.

99 باکتنه
امتیاز دادن به این مطلب
(0 رای)
کد خبر: 1448

ارسال نظر

کادرهایی که با علامت (*) مشخص شده اند وارد کردن اطلاعات در آنها الزامی می باشد. کد HTML مجاز نیست.

انځور او ویډیو