دری دری    English

د جمهور رئیس مرستیال: د حج ملي پروسه کې دخیل ټول دولتي ارګانونه باید خپلې دندې پر وخت او دقت تر سره کړي

  • شنبه, 24 سرطان 1396

د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش د حج، ارشاد او اوقافو وزارت، اریانا هوايي شرکت او نورو اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د د حج، ارشاد او اوقافو وزارت او د دوی تر منځ د لاسلیک شویو شرطنامو او قراردادونو مطابق خپلې دندې او مکلفیتونه په ټاکل شوي وخت او سم ډول تر سره کړي، تر څو د حج ملي پروسه تر پروسږ کاله په ښه ډول تر سره شي.
د حج ملي کمېټې په غونډه کې د ۱۳۹۴ د سرطان میاشتې په ۲۱مه د جمهور رئیس د مرستیال او د یادې کمېټې د رئیس استاد سرور دانش تر ریاست لاندې د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني د حج د پروسې په اړه د راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل چې سعودي عربستان د مقرراتو مطابق د حاجیانو لپاره د ویزې اخیستل هغه وخت ممکن دي، چې د حاجیانو د لیږد د الوتنو پروګرام بشپړ او په سیستم کې درج شي. هغه ټینګار وکړ چې د اریانان هوايي شرکت باید هر څومره چې ژر کیږي خپل د الوتونو سکیجول وروستی کړي، تر څو د ویزې د اخیستو چارې په اسانۍ سره تر سره شي.
د اریانا هوايي شرکت تجارتي مرستیال عبدالعلي فروغ په دې غونډه کې ډاډ ورکړ چې د دغه شرکت د الوتنو سکیجول به ډېر ژر وروستی شي. په دې غونډه کې د حج او اوقافو وزیر د ولایتي کمېټو د حق الزحمې او ضروري او عاجلو چارو د اجرا کیدو په خاطر د پروازي زونونو او ولایتونو د خدماتو د لګښت د اجرايي کیدو په اړه د حج ملي کمېټې ته راپور ورکړ.
فیض محمد عثماني په همدې ډول د وخت د کموالي له امله د د استثنايي سهمیو د بهیر له پڅوالي اندېښنه وښوده. د جمهور رئیس مرستیال ټینګار وکړ چې د جمهور ریاست د چارو اداره دې هر څومره چې ژر کیږي د شهیدانو د ورثې لیست وروستی او د حج او اوقافو وزارت ته ولیږي، تر څو پروګرامونه پر خپل وخت تر سره شي.

6 باکتنه
امتیاز دادن به این مطلب
(0 رای)
کد خبر: 1449

ارسال نظر

کادرهایی که با علامت (*) مشخص شده اند وارد کردن اطلاعات در آنها الزامی می باشد. کد HTML مجاز نیست.

انځور او ویډیو