دری دری    English

د جمهور رئیس له مرستیال سره د دایکندي ولایت د اشترلی ولسوالۍ د خلکو شورا دغړو لیدنه

  • شنبه, 24 سرطان 1396

د حمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش د پنجشنبې په ورځ(۱۳۹۶/۴/۲۲) د دایکندي ولایت د اشترلی ولسوالۍ له د خلکو شورا له یو شمیر غړو سره وکتل او د دغې شوار غوښتنې یې واوریدې. په پیل کې د اشترلی ولسوالۍ د خلکو شورا رئیسه هیات د یادې شورا د جوړیدو موخه بیان کړه او په ملي او نړیوالو سیاسي مسایلو کې یې د جمهور رئیس د مرستیال له پر ځای او خردمندانه موضوع ګیریو څخه ملاتړ اعلان کړ.
د دغې شورا غړو د مرکزي سیمو د اداري واحدونو د تعدیل او د دشت برجي د بهسازۍ له طرحو، د کاتب پيژندنې د علمي سمینار له جوړونې او د ملي او نړیوالو مسایلو په اړه د جمهور رئیس د مرستیال له برخورد او موضع ګیرو څخه ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه چې د دې شورا تر څنګ د اکثریت ښاریانو ملاتړ له ځان سره لري.
په همدې ډول د دغې شورا غړو د غیر مسوولیو وسله والو ډلو شتون، د روغتیايي مرکزونو کمښت، په پوهنې سکټور کې د ښوونخیو او د درسي توکو کمښت، د نښلوونکو لارو نه جوړونه، د تحصیلیافته ځوانانو لپاره د کاري فرصتونونه نشتوالی او نور مسایل د اشترلی د خلکو د اساسي ستونزو په توګه یاد کړل او د ملي یووالي د حکومت د رهبرۍ د توجه غوښتنه یې وکړه.
یادې شورا په دې لیدنه کې د یادې ولسوالۍ د معارف وضعیت، د اختلافاتو حل او د غیر مسوولو ډلو د موجودیت مخنیوی، کرنې او د برېښنا سکټونو ته توجه، په مناسبو ځایونو کې د برېښنا او اوبو د بندونو جوړول او تحصیلي بورسونو ته د دغې ولسوالۍ د ځوانانو لاسرسی د یادې شورا له نورو غوښتونو څخه یادې کړې.
یادو مشرانو ټینګار کاوه چې د اشترلی ولسوالۍ خلک همیشه د سیمه ییز او مرکزي حکومت ملاتړي پاتې شوي دي، خو لا هم دغه ولسوالي د دایکندي ولایت له محرومو او شاته پاتې ولسوالیو څخه ده، چې تر اوسه دغې برخې ته د سیمه ییزې او مرکزي ادارې پام نه دی شوی.
د جمهور رئیس مرستیال په دغې لیدنه کې د اشترلی ولسوالۍ د خلکو ټولنیزې شورا له جوړیدو څخه په ستاینه، په یادې ولسوالۍ کې د دغه شان شورا رامنځته کیدل یو بې مخینې حرکت وباله او زیاته یې کړه چې د شورا بریالیتوب د دغې شورا د غړو پر فعالیت پورې اړه لري.
د جمهور رئیس مرستیال د ټولنیزو شوراګانو رامنځته کیدل د خلکو د یووالي او همپالنې لپاره یو نیک حرکت وباله او زیاته یې کړه چې هیله مند دی چې د اشترلی ولسوالۍ د خلکو شورا وکړای شي له سیمه ییزو او مرکزي ادارو سره په همغږۍ کې د یادو ولسونو ګټې خوندي کړي او د ټولنیزو ستونزو په رفع کولو کې یوه ښه الګو و اوسي.
د جمهور رئیس مرستیال د ټولنیزو شورا ګانو په قانونمند او نظام‌مند کیدو په ټینګار سره وویل چې په ټولنیزو شوراګانو کې باید جمعي پرېکړې او جمعې فکر حاکم وي او د ټولنیزو شوراګانو مسوولان باید اجازه ور نه کړي چې ځیني سیاسي مسایل د ټولنیزو شوراګانو په جمعي پرېکړو تاثیر وکړي. په پای کې د جمهور رئیس مرستیال ژمنه وکړه چې د یادې شورا له غوښتنو او مطالباتو ملاتړ کوي او د اړوندو ارګانونو له طریقه به د یادې شورا غوښتنې تعقیب شي.

3 باکتنه
امتیاز دادن به این مطلب
(0 رای)
کد خبر: 1450

ارسال نظر

کادرهایی که با علامت (*) مشخص شده اند وارد کردن اطلاعات در آنها الزامی می باشد. کد HTML مجاز نیست.

انځور او ویډیو