دری دری    English

د جمهور رئیس له مرستیال سره د شیعه علماوو شورا د دیني چارو د تنظیم کمېټې د غړو لیدنه

  • شنبه, 24 سرطان 1396

د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش نن(۱۳۹۶/۴/۲۲) د شیعه علماوو شورا د دیني او امنیتي چارو د تنظیم د کمېټې له غړو سره وکتل. یادو علماوو د جمهور رئیس له مرستیال سره د مذهبي مراسمو د امنیت د تامین په اړه خبره وکړې.
یاد مشرانو د دیني ځایونو او خلکو د امنیت په تامین کې د خلکو او امنیتي ځواکونو متاقبلو اړیکو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د مذهبي اماکنو او مذهبي مراسمو د امنیت د تامین لپاره به له امنیتي ځواکونو سره ډېرې همکارۍ وکړي.
د یادې کمېټې غړو وویل چې په همدې موخه یې یوه طرحه اماده کړې ده چې خدای وکړي اجرايي پړاوونه یې ژر پیل شي. د جمهور رئیس مرسیتال استاد سرور دانش د خلکو او مذهبي اماکنو د امنیت ټینکول د حکومت دنده یاده کړه او ټینګار یې وکړ چې د دیني مرکزونو د امنیت د تامین لپاره د امنیتي ارګانونو او خلکو تر منځ همکارۍ اړیني دي چې د یوې مشخصې همکاهنګۍ پر اساس باید ټینګې شي.
د جمهور رئیس مرستیال وویل، چې په تېرو کلونو کې د مذهبي اماکنو او مراسمو د امنیت مسئله د ملي امنیت شورا له لوري تر ارزونې لاندې نیول کیده او په همدې موخه د مذهبي مراسمو د امنیت د تامین لپاره طرحه مخکې له مخکې جوړه او منظور شوې ده.
استاد دانش د یادې کمېټې له لوري وړاندې شوې طرحه هم ګټور وبلله او زیاته یې کړه چې د اړوندو ارګانونو له طریقه به یې د تطبیق بهیر تعقیب شي.

5 باکتنه
امتیاز دادن به این مطلب
(0 رای)
کد خبر: 1451

ارسال نظر

کادرهایی که با علامت (*) مشخص شده اند وارد کردن اطلاعات در آنها الزامی می باشد. کد HTML مجاز نیست.

انځور او ویډیو