دری دری    English

قره‌باغ‌ـ‌ جاغوریو سړک پر جوړولو د جمهور رئیس د مرستیال ټینګار

  • یکشنبه, 25 سرطان 1396

په هغې غونډه کې د شنبې په ورځ له غرمې مخکې(۱۳۹۶/۴/۲۴) د جمهور رئیس د مرستیال استاد سرور دانش په ریاست او د ټولکټو چارو د وزیر محمود بلیغ، په ولسي جرګه کې د غزني د ولایت د وکیلانو، د غزني د والي او د تدارکاتو د ملي کمېټې د رییس په حضور سره جوړه شوې وه، د غزني ولایت نښلوونکې لارې او په خاص ډول د قره‌باغ‌ـ جاغوریو سړک د جوړولو موضوع تر هر اړخیز بحث لاندې ونیول شوه.
د قره‌باغ‌ـ جاغوریو سړک چې پنځه اتیا کیلو متره اوږدوالی لري د غزني د ولایت په سطحه په ځانګړې توګه د دغه ولایت د پنځو ولسوالیو لپاره له حیاتي پروژو څخه شمیرل کیږي، د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې د پنځه ځله اعلان ته له سپارلو وروسته هیڅ په شرایطو برابر دواطلب شرکت یې جوړولو ته حاضر شوی دی او له همدې امله یې چارې پاتې دي.
د جمهور رئیس مرستیال په غزني ولایت کې ترانسپورتي اسانتیاوو ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې د یاد سړک جوړول خورا مهم وبلل او زیاته یې کړه، که څه هم تر اوسه د دغه سړک جوړول داوطلبۍ ته تللي دي، خو د ځینو دلایلو له امله تر اوسه تطبیق شوې نه دی، خو د دغې لارې د جوړیدو په اړه د خلکو غوښتنو ته په کتو سره باید د جوړولو لپاره یې یوه معقوله او منطقي لاره ولټول شي.
د جمهور رئیس مرستیال په یاده غونډه کې د تدارکاتو ملي کمېسیون د کړنو او موقف په اړه وویل چې د ملي تدارکاتو نوې اداره د جوړښت، ظرفیت، قانون، مقرراتو، کړنلارو، د شفافیت او د کار د دقت له اړخه له پخوانۍ ادارې سره په هیڅ صورت د مقایسې وړ نه ده. د استاد دانش په خبره، د تدارکاتو په کمېسیون چې د دولت د رهبري هیات له لوري مدیریت کیږي، ټول موارد په دقت او شفافیت سره ارزول کیږي او وروسته یې په اړه تصمیم نیول کیږي.
د جمهور رئیس مرستیال وویل چې په بهر کې چې کوم پروپاګندې خپریږي د غلط برداشت او کمو معلوماتو له امله دی.
د قره‌باغ‌ـ جاغوریو د سړک د پروژې د تطبیق په برخه کې د ستونزو په اړه د ټولګټو چارو د وزیر له راپور وروسته د غونډې ګډونوالو خپل نظریات، لیدلوري او وړاندیزونه مطرح کړل او په دغې برخه کې له مفصل بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د ټولګټو چارو وزارت دې د ملي تدارکاتو له کمېسیون سره په همغږۍ کې د دغې پروژې د تطبیق او د چارو د چټکتیا لپاره خپل مشخص وړاندیزونه هر څومره ژر چې کیږي د تدارکاتو ملي کمېسیون ته وړاندې کړي، تر څو په دغې لاره کې تصمیم ونیول شي او د قره‌باغ ـ جاغوریو د سړک د قرارداد چارې ژر تر ژره پیل شي.

90 باکتنه
امتیاز دادن به این مطلب
(0 رای)
کد خبر: 1452

ارسال نظر

کادرهایی که با علامت (*) مشخص شده اند وارد کردن اطلاعات در آنها الزامی می باشد. کد HTML مجاز نیست.

انځور او ویډیو