دری دری    English

د جمهور رئیس د مرستیال له لوري د علامه شهید سید اسماعیل بلخی نمانځنه

  • یکشنبه, 25 سرطان 1396

د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش د شنبې په ورځ له غرمې وروسته(۱۳۹۶/۴/۲۴) د علامه سید اسماعیل بلخي د شهادت د نهه څلویښتم تلین او د نوموړي د احترام په خاطر د هغه مزار ته ورغی او د ګلو ګیډۍ یې ورباندې کېښوده. 

په دغو مراسمو کې چې د کابینې یو شمیر وکیلانو، د ملي شورا غړو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو او د علامه سید اسماعیل بلخي لور صدیقې بلخي، یو شمیر فرهنګیانو او سیاسي فعالانو حضور درلود، د جمهور رئیس مرستیال علامه بلخي د عدالت او ازادۍ مبارز، دین او فرهنګ دوسته سیاستمدار او انقلابي شاعر یاد کړ او د هغه خاطرې، مجاهدې او مبارزې یې وستایلې. 

د جمهور رئیس مرستیال وویل: «دلته راغلیو یو تر څو د علامه بلخي د عدالت غوښتونکو مبارزو د ستایلو تر څنګ د افغانستان د سیاست د تاریخ، فرهنګ او ادب د ستر انسان ارمانونو ته خپله ژمنتیا ښکاره کړو.» 

د استاد دانش په خبره، که څه هم نن ورځ د هغه د سیاسي مبارزو له دورانه اویا کاله تیریږي او تازه او نوی سیاسي، ټولنیز او فرهنګي رویکرد رامنځته شوی، خو باید ووایو چې د دغو ټولو تغییراتو سره سره زموږ وخت لا هم بلخي ته اړتیا لري. موږ باید هر وخت د هغه افکار ولولو او د خپل وخت لپاره ترې الهام واخلو. 

هغه وویل، علامه بلخي له خپل وروسته مبارزانو او مبارزو ته الهام ورکوونکی دی او د ثور د اوومې له کودتا وروسته ډیری فرهنګي کړیو او سیاسي سازمانونو د شهید بلخي له فکر او لارې الهام اخیستی او مبارزې یې پیل کړي دي.

استاد دانش د شهید بلخي د افکارو د بیا رغولو په برخه کې د افغانستان د نصر سازمان رول او فعالیت او د هغه د افکار نشر ته په اشارې سره وویل چې د شهید مزاري عدالتغوښتونکی غورځنګ د مهم او ستر حرکت په توګه چې زموږ د ټولنې او تاریخ سرنوشت یې تغییر کړو د شهید له افکارو او فرهنګی مبارزو څخه الهام اخیستی او په حقیقت کې د ازادۍ غوښتنې او انقلاب د هغې روحیې ادامه ده چې د شهید بلخي له لوري یې بنسټ ایښودل شوی دی.» 

استاد دانش ټینګار وکړ چې که څه هم د شهید مزاري په وخت کې رامنځته شوي سیاسي ادبیات او کوم فکرونه، شعارونه او غوښتې چې مظرح شوې، د شهید بلخي د دورې له غوښتونو سره کاملا توپیر درلود او ځانته خاصې برجستګۍ لري، خو د تاریخي تسلل له اړخه دواړه ګرانبیه تاریخي میراثونه دي چې مشترک بستر او پسمنظر او واحد ارمانونه او اهداف لري او له شک پرته په دې منځ کې د شهید مزاري عدالت غوښتونکي حرکت تکمیل شوی او د شهید بلخي د ازادي غوښتونکي قیام د شهید بلخي د قیام تکمیل شوی، پراخ شوی او ماندګاره بڼه ده. 

استاد دانش وویل چې د علامه فیض محمد کاتب، علامه سید اسماعیل بلخي، ابراهیم خان ګاوسوار او داسې نورې څیرې د یوه تاریخ او یوه فرهنګ نه شلیدونکۍ کړۍ دي. خو د شهید استاد مزاري حرکت او مقاومت دغه کړۍ له یو بل سره ونښلولې او له دغو ټولو یې په تاریخ کې ورک شوی هویت له سره جوړ کړ او د نویو مفکورو پر اساس یې د افغانستان د استبداد، انحصار ګرا او حذف کوونکي تاریخ مسیر تغییر کړ.

د استاد دانش په خبره شهید بلخي د افغانستان په قلمرو کې د سیاسي مبارزو تر څنګ د نوي دیني فکر او انقلابي ادبیاتو بنسټګر هم دی. هغه په ډېرو سختو فرهنګي شرایطو کې په پوره میړانه ژور نوی فکري ادبي انقلاب رامنځته کړ. 

استاد دانش د علامه بلخي ټولنیزې روا دارۍ او د یو بل منلو مفکورې ته په اشارې سره وویل چې د علامه بلخي له پرباره افکارو څخه په الهام اخیستو د هر هغه ساسي حرکت چې د سیاسي نظام او خلکو د روحیې د تضعیفیدو سبب کیږي باید ډډه وکړو او ملي یووالي یو اصل او د قومونو تر منځ نفرت یوه فاجعه وبولو او د افغانستان د خلکو تر منځ د یووالي او وحدت د روحیې په ټینګولو کې له هیڅ هڅې ډډه ونه کړو. 

د جمهور رئیس مرستیال وویل، موږ د ملي یووالي په حکومت کې ملي یووالي، ملي وفاق، عدالانه مشارکت چې د شهید بلخي او زموږ د نورو شهیدانو هیله ده، ژمن یو او د عملی کیدو لپاره یې هڅې کوو او د هر ډول نفرت اچونې سره د مبارزې تر څنګ په اوسنیو شرایطو کې له تروریسم سره مبارزې او د سولې او امنیت ټینګولو، ښې حکومتدارۍ، د یو شان قانون پلي کولو، د شفافیت تامین او له فساد سره مبارزې، د سیاسي ثبات ساتل او د نظام او د ملي یووالي حکومت دوام، د دیموکراسۍ تقویې او د راتلونکي پارلماني او جمهوري ریاست ټاکنو د تر سره کولو، د برېښنايي تذکرو ویشلو لپاره پوره هڅې کوو. 

استاد دانش د شهید بلخي معنویت، عرفان، شجاعت، زغم او ساده ژوند کولو ته په اشارې سره وویل چې زموږ له ډلې هر فرد د دغه ستر مقام لرونکي شهید له شخصیته د ښو مسایلو اخیستو ته اړتیا لرو. 

د جمهور رئیس مرستیال ټینګار وکړ چې زموږ خلک په اوس وخت کې هم د علامه شهید سید اسماعیل بلخي سیاسي او ټولنیزو مبارزو دوام او د هغه د مبارزو او فداکاریو ستاینې او د افکارو، نظریاتو او اخلاقیاتو واکاویو ته اړتیا لري. هغه وویل چې باید اجازه ور نه کړو چې د جګړې، تاوتریخوالي او سیاسي پلیته نړۍ کې زموږ د سیاسي، فرهنګي او ادبي مبارزو ستر او با افتخاره میراثونه له یاده و ایستل شي.  

د جمهور رئیس مرستیال زیاته کړه: سږ کال مو تصمیم نیول چې د شهید بلخي قبر ته په ورتلو سره او ګلو ګېډۍ په ايښودو سره د دغه تاریخي شخصیت له نهه څلویښتم تلین څخه ستاینه او نمانځنه وکړو. هیله مند یو چې راتلونکی کال چې د شهید بلخي پنځوسم تلین کیږي تر دې زیات په ښو او بهترو امادګیو سره ونمانځو. 

91 باکتنه
امتیاز دادن به این مطلب
(0 رای)
کد خبر: 1453

ارسال نظر

کادرهایی که با علامت (*) مشخص شده اند وارد کردن اطلاعات در آنها الزامی می باشد. کد HTML مجاز نیست.

انځور او ویډیو