دری دری    English

د جمهور رئیس له مرستیال استاد سرور دانش سره د عادلانه مشارکت شبکې د غړو لیدنه

  • دوشنبه, 26 سرطان 1396

د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش د یکشنبې په ورځ(۱۳۹۶/۴/۲۵) د عادلانه مشارکت شبکې له یو شمیر غړو سره وکتل.
یادو کتونکو د افغانستان په دولتي ادارو کې د قومونو عادلانه حضور د هیواد د اتباعو له قانوني غوښتونو څخه یاده کړه او ویې ویل چې د دغو مسایلو تحقق پر دولت د خلکو د باور د زیاتیدو او د نظام د پیاوړتیا سبب کیږي.
د هغوی په خبره، د مرکز او ولایتونو په ډېری دولتي ادارو کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو ګمارنې له ګڼو پوښتنو سره مخ دي او دا دې غوښتنه کوي چې د ملي یووالي حکومت رهبري هیات له خلکو سره د کړو ژمنو پر اساس په دولتي ادارو کې د ټولو اقوامو د عادلانه مشارکت لپاره زمینه برابره کړي.
د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش په دې لیدنه کې د یادې شبکې څخه په مننې چې دغې حساسې او سرنوشت ټاکونکې مسئلې ته یې پام دی، زیاته کړه چې په دولتي ادارو کې د فساد شتون او سلیقه يي عمل کول د ملکي خدمتونو د کارکوونکو په ټاکنه کې د عدالت د تامین او شفافیت د تامینولو پر وړاندې اساسي خنډ یاد کړ.
هغه په دولتي ادارو کې د ټولو قومونو د عادلانه مشارکت په اړه د ملي یووالي حکومت عزم ته په اشارې سره وویل، هیله ده چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون د رهبرۍ له لوري چې د کوم تدابیر نیول شوی د خلکو دغه غوښتنه پوره کړای شي.

3 باکتنه
امتیاز دادن به این مطلب
(0 رای)
کد خبر: 1454

ارسال نظر

کادرهایی که با علامت (*) مشخص شده اند وارد کردن اطلاعات در آنها الزامی می باشد. کد HTML مجاز نیست.

انځور او ویډیو