دری دری    English

د جمهور رئیس له مرستیال سره د دایکندي ولایت د علماوو شورا او ولایي شورا د غړو لیدنه

  • دوشنبه, 26 سرطان 1396

د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته(۱۳۹۶/۴/۴۵) د دایکندي ولایت د علماوو شورا او د ولایتي شورا له یو شمیر غړو سره وکتل. په دغې لیدنه کې د یاد ولایت په ستونزو په ځانګړې توګه د اشترلی ولسوالۍ د سولې پروسې په اړه خبرې اترې وشوې.
د یادو مشرانو په خبره د اشترلۍ ولسوالۍ د سولې پروسه د پام وړ مثبتې نقطې ته رسیدلې ده او له حکومته د سیمې د خلکو تمه دا ده چې هغه وروستۍ او په دغې ولسوالۍ کې ناامنیو او ستونزو ته د پای ټکی کیږدي. یادو مشرانو د پولیسو د تشکیل له کموالي، د نورو ولایتونو په شان د معاشاتو نه لوړیدل او د کافي امکاناتو او تجهیزاتو نه شتون د خپلو نورو ستونزو په توګه یاد کړل او توجه غوښتنه یې وکړه.
د جمهور رئیس مرستیال هم په دغې لیدنه کې له هغو کسانو چې د امنیت او سولې په تامین کې هڅې کوي او شهید سید طاهر سجادي څخه په نیکۍ سره یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې په رښتیا هم د سولې د لارې شهید دی او زموږ د ټولو دنده ده چې دغه بهیر کامیاب کړو.
هغه له سیمه ییزې ادارې سره د پخوانۍ هوکړې مطابق د اشترلی ولسوالۍ د سولې پروسې د تطبیق غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې یادې پروسې د تطبیق په برخه کې د حکومت له لوري هیڅ ستونزه نه شته.
د جمهور رئیس مرستیال په همدې ډول وویل چې دی په خپله د نا امنیو او ورڅخه د راپورته شویو ناخوالو څخه خبر دی او په جدي توګه د دغې قضیې د حل غوښتونکی دی. هغه د دایکندي ولایت د علماوو شورا او ولایتي شورا د نورو ستونزو د حل په اړه هم ژمنه وکړه.

4 باکتنه
امتیاز دادن به این مطلب
(0 رای)
کد خبر: 1455

ارسال نظر

کادرهایی که با علامت (*) مشخص شده اند وارد کردن اطلاعات در آنها الزامی می باشد. کد HTML مجاز نیست.

انځور او ویډیو