دری دری    English

د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست د دوهم مرستیال لنډ ژوند لیک

استاد سرور دانش د حاجي محمد علي زوی دی، په ۱۳۴۰ لمریز کال کې په دایکندي ولایت کې زیږیدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې په خپله سیمه او لوړې زده کړې یې د عراق، سوریې او ایران په علمي مرکزونو کې تر سره کړي دي.

د لوړو زده کړو اسناد او علمي رتبې:

د حقوقو په څانګه کې یې خپل لیسانس اخیستی.

د اسلامي ثقافت او معارف په برخه کې یې لیسانس تر لاسه کړی.

په فقه او اسلامي معارف کې یې ماسټري اخیستې ده.

په عدلیې وزارت کې یې د قانونپوه علمي او کدري رتبه اخیستې ده.

په ابن سینا پوهنتون کې یې د پوهنملۍ علمي رتبه تر لاسه کړې ده.

د دیني علومو په برخه کې تحصیلات:

عالي سطحه یې پای ته رسولې.

د فقې او اصولو خارجي دوره یې پای ته رسولې.

رسمي دندې:

استاد دانش د طالبانو د حکومت له سقوط وروسته په لاندې رسمي او اجرائي پوستونو کې دندې تر سره کړي دي:

۱ . د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال، د ۱۳۹۳ د میزان له میاشتې راهیسې.

۲ . د جمهوري ریاست د عدلي او حقوقي چارو د مشورتي بورډ ریاست ( د ۱۳۹۱ لمریز کال د کب میاشتې له لومړۍ د ۱۳۹۲ کال د میران تر میاشتې.)

۳ . د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په توګه د دوه کلونو لپاره پاتې کېدل ( د ۱۳۸۸ لمریز کال له سلواغې د ۱۳۹۰ کال تر کب میاشتې. )

۴ . د دوه کلونو لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې د وزیر په توګه او د پنځو کالو او دوه میاشتو لپاره (د ۱۳۸۳ له مرغومي د ۱۳۸۸ کال تر سلواغې) د وزیرانو شورا د قوانینو د کمېټې د مرستیال په توګه پاتې شوی.

۵ . په ۱۳۸۳ کال کې د دایکندي ولایت لومړنی والي و.

۶ . د ۱۳۸۲ کال په ژمي کې د اساسي قانون د لویې جرګې غړی و.

۷ . په ۱۳۸۲ کال کې د اساسي قانون د تدقیق کمېسیون غړی و.

۸ . په ۱۳۸۱ کال کې د اساسي قانون د تسوید او تدوین کمېسیون غړی پاتې شوی.

۹ . په ۱۳۸۱ کال کې د بېړنۍ لویې جرګې غړی و.

سیاسي او علمي فعالیتونه:

استاد دانش د افغانستان د خلکو د جهاد او مقاومت په دوره کې د زده کړو تر څنګ، د هیواد په سیاسي او فرهنګي برخه کې بیلابیلې دندې او فعالیتونه تر سره کړي دي، چې په لاندې ډول یې یادوو:

د افغانستان د لوړو زده کړو په مؤسسو کې د اتو کلونو لپاره د فقې او شرعیاتو استاد پاتې شوی.

د افغانستان په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په مؤسسو کې د حقوقو په څانګه کې له ۱۳۸۴ کال څخه تر اوسه د استاد په توګه پاتې شوی.

د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند د ۱۳۸۳ کال په کنګره کې د رهبرۍ مرستیال.

د افغانستان د لیکوالانو د فرهنګي مرکز رئیس او د یاد مرکز د تاسیس کوونکو غړی.

له هیواد څخه بهر د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند د فرهنګي کمېټې مسوول.

د سازمان نصر افغانستان فرهنګي مسوول.

د لاندې مجلو او جریدو مدیریت او مسوولیت:

د دُرّ دري مجله

سراج فصلنامه.

نګاه معاصر مجله.

وحدت اونیزه.

پیام مستضعفین مجله.

صراط مجله.

میثاق وحدت میاشتنۍ.

اخوّت مجله.

له حبل الله مجلې او انتشاراتو سره همکاري چې د شهید رهبر استاد عبدالعلي مزاري ابتکار او تلپاتې آثار و.

له څو نورو خپرونو او انتشاراتو سره قلمي همکاري.

آثار او تألیفات:

استاد دانش ګڼ آثار لیکلي دي چې له هغې ډلې څخه یوازې ۲۴ جلده یې ـ چې تألیفات او ترجمې دي ـ چاپ شوي. د بیلګې په توګه یې د ځینو نومونه اخلو:

حقوق اساسي افغانستان.

حقوق اداريافغانستان.

درآمدېبر حقوق بین الملل عمومي.

کلیاتېدر باره قانون اساسي.

مجموعه کامل قوانین اساسيافغانستان.

درآمدېبر وضع و تصویب قانون اساسيجدید افغانستان.

زن در سیاست و اجتماع.

قرائت‌هایمعاصر از اندیشه سیاسياسلام.

جایگاه زن در نظام سیاسياسلام.

مسایل طبياز نگاه فقه اسلامي.

حقوق مالکیت فکرياز نگاه فقهي.

افغانستان سقف جهان.

پنهانکاريدر اسلام.

رهبرېانقلابيدر اسلام.

یادنامه شهید عبدالخالق.

زندگینامه استاد شهید عبدالعليمزاري.

احکام زکات و فقه صدقات.

او ...

په همدې ډول د هیواد په بیلابیلو جریدو کې د استاد دانش له څلور سوو زیاتې علمي مقالې چې په بیلابیل سیاسي، فرهنګي، دیني او تاریخي موضوعاتو باندې لیکل شوي، چاپ شوي.

په همدې ډول نوموړي د سراج التواریخ، افغانستان در مسیر تاریخ، تاریخ سیاسی افغانستان، جنبش مشروطیت در افغانستان، فرهنگ و رجال هزاره‌جات، تحقیقی در باره هزاره‌ها و هزارستان، ساختار طبیعی هزاره‌جات، دین و سیاست، مجموعه کامل قوانین اساسی افغانستان، تنظیم و ترتیب مجموعه قوانین افغانستان، فهرست تاریخوار جریده رسمی افغانستان، مرامنامه و اساسنامه احزاب سیاسی افغانستان او نورو کتابونو په بیا کتنه، ترتیب، تدوین او اهتمام کې برخه لرله.

استاد دانش په دري سربېره په عربي ژبه پوره تسلط لري او له عربي ژبې یې یو زیات شمیرې کتابونه فارسي او برعکس له فارسي څخه عربي ته ژباړلي دي او په پښتو او انګلیسي ژبو هم پوهیږي.

ارسال نظر

کادرهایی که با علامت (*) مشخص شده اند وارد کردن اطلاعات در آنها الزامی می باشد. کد HTML مجاز نیست.

انځور او ویډیو