د هیواد د بیلابیلو قومونو یو شمیر استازو د شنبې په ورځ له غرمې مخکې د جمهور رئیس له دوهم مرستیال استاد سرور دانش سره وکتل او هغه غوښتنې چې د ملي یووالي له حکومت څخه یې لرلې، له نوموړي سره مطرح کړې.
په دې لیدنه کې د سید محمد علي جاوید د سادات، قرلُق، بیات، تیموري، قبچاق، خلیلي، مغول او غوري قومونو په استازیتوب خبرې وکړې او په برېښنايي تذکرو کې د یادو قومونو د نومونو د ذکر کولو په تړاو غوښتنه یې وسره مطرح کړه.
ښاغلي جاوید ټینګار وکړ چې ډېر ‌ذکر شویو قومونو د افغانستان په مخکینو حکومتونو کې د خپلو هویتونو پر اساس تذکرې تر لاسه کړي دي او د ملي یووالي حکومت څخه هم د دوی غوښتنه دا ده چې تر دې وروسته هم باید دغه شان ادامه پیدا کړي.
نوموړي زیاته کړه، هغه قومونه چې د تابعیت په تذکرو کې د خپلو خپلواکو هویتونو د ذکر غوښتنه لري، حکومت کولی شي د یوه کمېسیون په رامنځته کولو سره، هغه وڅېړي او په اړه یې پرېکړه وکړي.
په مقابل کې د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش، ټینګار وکړ چې د هویت پيژندل د افرادو د بشري حقونو اصلي رکن دی او په ټولو هیوادونو کې د حکومت له لوري په نظر کې نیول کیږي او د قانون مطابق تطبیق کیږي.
د جمهور رئیس مرستیال د قومونو زیاتوالی د افغانستان ټولنیزه سرمایه او د تنوع سمبول وبلل او زیاته یې کړه چې د هیواد د قومونو د جلاوالي او تکثر تر څنګ، باید د افغانستان د خلکو تر منځ یووالي او انسجام پیاوړی شی.
استاد دانش په اساسي قانون کې د قومي تنوع پیژندل، په دغه قانون کې د قوت د ټکي په توګه یاد کړل او د اساسي قانون د ارزښتونو د یو شان او عادلانه تطبیق باندې یې ټینګار وکړ.
د جمهور رئیس مرستال د کتونکو غوښتنو ته په اشاره، ژمنه وکړه چې غوښتنې به یې تعقیب کړي.