د غزني ولایت د جاغوریو ولسوالۍ یو شمیر مشرانو، متنفذینو او د خلکو استازو د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته د جمهور رئیس له دوهم مرستیال استاد سرور دانش سره په کتنه کې د جاغوریو ولسوالۍ د امنیت تامین او په یاده ولسوالۍ کې د عادلانه ټاکنو د تر سره کولو په تړاو خپلې غوښتنې مطرح کړې.
کتونکو، د غزني ولایت په خاص ډول د جاغوریو ولسوالۍ د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او دې ته په اشاره چې د غزني ولایت میشتو قومونو د کلونو په اوږدو کې له یو بل سره نیکې اړیکې درلودلي دي، په دې ولایت په ځانګړې توګه په جاغوریو ولسوالیو کې قومي شخړې د نه زغم وړ وبللې.
د جاغوریو مشرانو ټینګار وکړ، دا چې د جاغوریو ولسوالۍ له نا امنو سیمو سره په ګاونډ کې پرده ده او دغه مسئله له ډېرې مودې راهیسې د خلکو د اندېښنې سبب شوې؛ خو د جاغوریو خلک د ولسي پاڅونوالو په قالب کې له سیمه ییزې ادارې سره په همغږۍ او د دولت په ملاتړ ـ چې د خلکو د امنیت د تامین اصلي دنده پر غاړه لري ـ د خپلو سیمو د دفاع لپاره راپورته شوي دي.
کتونکو له مرکزي دولت او د غزني له سیمه ییزې ادارې څخه وغوښتل چې د یادې ولسوالۍ د امنیت د تامین لپاره باید لا زیات اقدمات وکړي.
کتونکو په همدې ډول د افغانستان له حکومت او د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل چې په غزني ولایت کې د عادلانه، شفافو او قانوني ټاکنو لپاره، د افغانستان د نورو ولایتو په شان د قانون مطابق ټاکنې تر سره کړي.
په مقابل کې د جمهور رئیس مرستیال استاد دانش د جاغوریو ولسوالۍ د خلکو د مطالباتو او په ټوله کې په غزني ولایت او جاغوریو ولسوالۍ کې د امنیتي ګواښونو د ښه مدیریت لپاره دیادو مشرانو له هڅو قدرداني وکړه.
د جمهور رئیس مرستیال دې ته په اشاره چې د هیواد د ټولو وګړو د امنیت نیول د حکومت له اصلي دندو او مکلفیتونو څخه ده، وویل چې مرکزي حکومت ژمن دی چې د جاغوریو په ولسوالۍ او د هیواد په نورو سیمو کې د امنیتي ګواښونو مخه ونیسی.
استاد دانش زیاته کړه چې د جاغوریو ولسوالۍ اوسیدونکي باید له پخوا هڅه وکړي چې د یاد ولایت له نورو خلکو او قومونو سره په اتحاد او همدلۍ کې ژوند وکړي او له هر هغه حرکت څخه چې په غزني ولایت کې د قومي تاوتریخوالي سبب کیږي، مخنیوی وکړي.
استاد دانش د شفافو، عادلانه او سراسري ټاکنو تر سره کول د ټاکنو خپلواک کمېسیون له اصلي دندو یاده کړه او په غزني ولایت کې د رامنځته شوې ستونزې په اړه یې وویل چې د دغې ستونزې د حل لپاره باید منطقي حل لاره ولټول شي.