﴿بسم الله الرحمن الرحيم﴾

د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت سرپرست او کاندید وزیر او ګران ورور ښاغلی جواد پیکار، د کابینې او ملي شورا محترمو غړو، د ښاري عالي شورا محترمو غړو، د اوبو او اراضۍ عالي شورا محترمو غړو، د کابل والي، د کابل محترم ښاروال، د جمهوري ریاست د عالي مقام دفتر او د جمهوري ریاست د چارو ادارې استازو، معینانو، رئیسانو او د دولتي او غیر دلتي رئیسانو او استازو، انجنیرانو، ښار جوړوونکو، رسنیو، ښاغلیو او آغلیو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته.

په پيل کې د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت د سرپرست په توګه د ګران ورور ښاغلي پریکار د ټاکل کیدو مبارکي په خپله ده او د دغه وزارت منسوبنیو ته وایم. ښاغلي پیکار لا اقل له وروستیو څلورو کلونو راپه دیخوا له نږدې پيژنم. نوموړی واقعا یو له شایسته، کاردانو، باتجربه او د فکر او طرحې لرونکو کدرونو څخه دی. د اراضي په اداره کې د نوموړه له مبتکرو او شاسیته فعالیتونو او خدمتونو څخه مننه کوم. د نوموړي د خدمت د دورې په اوږدو کې د اراضي اداره له لازم او کافي تحرکه برخورداره وه او په ټولو کاري برخو کې یوه فعاله او کارا اداره باندې تبدیله شوه. په ښار جوړونه وزارت کې د نوموړي د بریاوو هیله کوم او هیله لرم چې دغه دوه کلیدي ادارې چې له یو بل سره مدغم شوي دي، د ښاغلي پیکار په تدبیر او عالي مدیریت سره، دغه وزارت د ارزښتمنو او متبکرانه خدمتونو په منشه بدله شي.

په همدې ډول اړینه بولم چې د ښار جوړونې او مسکن وزارت له مخکیني وزیر ښاغلي سعادت منصور نادري څخه مننه وکړم. نوموړی هم د یوه لاق وزیر او باتدبیره مدیر په توګه د تېرو شاوخوا څلورو کلونو په اوږدو کې د دغه وزارت په چارو کې له هیڅ هڅې ډډه نه ده کړې او په همدې ډول زموږ ګران ورور ښاغلی روښان ولسمل چې د دغه وزارت سرپرستۍ او د معینیت مسوولیت یې پر غاړه درلود، په سم ډول مدیریت کړ. له نوموړي او د دې وزارت له معینانو، کارکوونکو او منسوبینو څخه د زړه له کومې مننه کوم.

درنو حاضرینو!

اجازه راکړئ چې د خبرو په پيل کې د یوې بلې پېښې چې زموږ هیواد ته یې ځانګړی ارزښت درلود، یادونه وکړم؛ یعنې د افغانستان په اړه د ژنیو کنفرانس چې د افغانستان او د ملګرو ملتونو سازمان په ګډه رهبرۍ د افغانستان د جمهور رئیس جلالت مآت محمد اشرف غني او جلالت مآب اجرائیه رئیس په ګډون او ۶۱ هیوادونو، ۳۵ نړیولو سازمانونو او  مدني ټولنې، خصوصي سکټور او روسنیو د استازو په حضور سره د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ په شپږمه او اوومه(د ۲۰۱۸ د نوامبر په ۲۷او ۲۸مه) د ژنیو په ښار کې تر سره شو. دا کنفرانس د افغانستان لپاره یوه بله ستره کامیابي وه. په دې کنفرانس کې نړیوالې ټولنې یو ځل بیا د سولې، اصلاحاتو او پراختیا په پرخو کې د ملي یووالي حکومت له پرمختګونو او پروګرامونو ملاتړ وکړ او تحول په لسیزه(۲۰۱۵ ـ ۲۰۲۴) پورې د هر ټول ملاتړ، مرستې او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

په اوسنیو حساسو او سختو شرایطو کې چې زموږ حکومت په امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې له ګڼو ننګونو سره مخ دی، دغه هر اړخیز ملاتړ په نړیواله ټولنه کې زموږ د هیواد لوړ ځای او د ملي یووالي د حکومت د رهبرۍ د فعالې ديپلوماسۍ نښه ده. دغه ستره لاسته راوړنه د افغانستان حکومت او شریفو خلکو ته او په ځانګړې توګه تاسو محترمینو ته د زړه له کومې مبارک وایم او په خاص ډول جلالت مآب جمهور رئیس غني ته د دې بریا مبارکي وایم چې د وروستۍ میاشتې په اوږدو کې یې د لازمو تابیاوو د نیولو لپاره چارې تر نظارت لاندې نیولې وې او په خورا ښه ډول یې مدیریت او رهبري کړل.

درنو حاضرینو!

ښار د ملتونو د تاریځ، تمدن، فرهنګ نښه او مدنیت او پرمختګ بیلګه ده. ویل کیږي چې د ښار پدیده شاوخوا اووه زره مخینې ته رسیږي او د یونان تمدن هم په دولت او ښارونو سره پیل شو، خو په لوېدیځ کې د صنعتي انقلاب او د اقتصادي، اداري، سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي بنسټونو رامنځته کولو سره د ښارونو جوړښت په پوره توګه بدل کړ او په ښاري ټولنیز ژوند کې ژور بدلونونه راغلل.

موږ په افغانستان کې هم د ښارجوړونې او شهرنیشنۍ اوږد مخینه لرو. زموږ د هیواد ځینې ښارنه څو زره کلنه مخینه لري. خو په مډرنه او عصري توګه د ښار جوړونې بهیر زموږ په هیواد کې یوازې یوه پيړۍ مخینه لري. ښاري مدیرت د لومړي ځل لپاره په ۱۳۴۰ کال کې د افغانستان د فوائد عامه وزارت په جوګاټ کې کار پیل کړ او تر هغه وروسته په ۱۳۴۶ کال کې د ښار جوړونې او کور جوړونې ریاست ته ارتقا وکړه او له یو زیات شمیر تحولاتو وروسته په ۱۳۷۱ کال کې د ښار جوړونې او مسکن وزارت ایجاد شو، له همدې امله ده چې د ښار جوړنې وزارت د حکومت په چوکاټ کې نستباً ځوان او نوپا وزارت دی او لا اوږده لاره په مخکې لري، تر څو وکړای شي پر ټولو ستونزو بریالي شي او د مډرنې ښار جوړنې پر وړاندې موانع له مخې لرې کړي. نن ورځ لکه څنګه چې تاسو ټول پوهیږئ چې زموږ د ښار جوړونې په سکتور کې ګڼې ستونزې او ننګونې موجودې دي او زموږ ښارونه په دې برخه کې له زیاتو کمیو او کاستیو رنځ وړي، د مسکن او ساختماني چارو کې له ستونزو نیولې، د اوبو او د اوبو د منابعو او فاضلابو، برېښنا، چاپیریال ساتنې او د هوا ککړتیا، ترافیکو، ترانسپورت او ښاري اقتصاد، نفوس، د کار او کار موندۍ د مدیریت تر ستونزې پورې.

نن ورځ د ملي یووالي حکومت رهبري په راس کې جلالت ماپ جمهور رئیس غني ښاري سکټور له خپل اساسۍ لومړیتوب څخه یادوي او په دې برخه کې ګڼ اقدامات تر سره شوي او په وروستیو څو کلونو کې ښې لاسته راوړنې لرو، چې غواړم دغو لاسته راوړنو ته په لنډه توګه لااقل په درې برخو کې اشاره وکړم:

۱ . د حکومت د رهبرۍ په کچه د عالي شوراګانو رامنځته کول:

د ملي یووالي حکومت په دوره کې د جمهور رئیس تر مستقمې رهبرۍ لاندې «د ښاري عالي شورا» او «د اوبو او اراضۍ عالي شورا» ایجاد شوي دي چې په دې شوراګانو کې د ښاري سکتور ټول بنسټونه غړیتوب لري او په ځانګړې توګه د ښارجوړونې وزارت چې نه یوازې د دغه سکتور کلیدي او محوري بنسټ دی، بلکې د دغه سکتور رهبري کوونکی هم دی. په دې شوراګانو کې د ښار، اوبو او اراضۍ اړوند  پالیسۍ او پروګرامونه او طرحې په تخصصي ډول تر بحث نیول کیږي او تصویبیږي.

۲ . د ښاري سکتور په برخه کې د نویو قوانینو او پالیسیو تصویبول:

زموږ په ښاري سکتور کې درې مهمې ادارې لکه د ښار جوړونې وزارت، د کابل او ولایتونو ښاروالۍ او د اراضي خپلواکه اداره، د ملي یووالي د حکومت په دوران کې په درې خورا فعالو او متحرکو ادارې بدلې شوې دي او هغه ستونزې او ننګونې چې پخوا موجودې وې، د درې واړو ادارو له مخې لرې شوې. په لومړنۍ مرحله کې د ښار جوړونې او اراضي د لارې ټولې نقشې پالیسۍ تدوین او تصویب شوې او په دوهمه مرحله کې د دغه سکتور اړوند ټول قوانین تصویب شول. دغه قوانین د تېرې یوې لسیزې په اوږدو کې تل د بحث وړ وو، خو د تېر حکومت په دوران کې دغه قوانین طی مراحل نه شول. اما په دې دوره کې د جمهور رئیس او د اړوندو ادارو د مسوولینو د جدیت له امله په خورا ښه ډول او په مډرنو معیارونو او قواعدو سره بشپړ او نافذ شوي دي، لکه د استملاک قانون، د ځمکوالي د چارو د تنظیم قانون، د ښارجوړنې قانون، د ښاروالۍ قانون او نور اړوند قوانین او مقررې.

د دغو قوانینو اهمیت له دې اړخه زیات دی چې په ښاري سکټور کې هیڅ ډول د وړاندې کولو وړ نه دي، مګر دا چې له مخکې په یوه روښانه حقوقي چارچوکاټ کې د استفادې شرایط او معیارونه یې مشخص شوي وي. له نیکه مرغه ښاغلی پیکار حقوقدان دی او زیاتې حقوقي مطالعې او تجربې په خاص ډول د عامه حقوقو او اداري حقوقو په برخه لري، چې د ښار جوړونې او اراضۍ ادارې په راس کې د نوموړي شتون د ښاري سکتور د حقوقي ننګونو په حل کولو کې زیاته مرسته وکړي.

۳ . د اراضي ادارې او د ښار جوړونې او مسک وزارت ادغام:

په وروستي اقدام کې او په اداري سیستم کې د سالمو اصلاحاتو او تشکیلاتي پړسوب او موازي ادارو د له منځه وړلو په موخه د حکومت د رهبرۍ له لوري پرېکړه وشوه چې د اراضي اداره او د ښار جوړونې او مسکن وزارت له یو بل سره مدغم شي. دا پرېکړه یو مهم ګام او د دولت په اساسي تشکیلاتو کې د اصلاحاتو د بهیر پيل دی او هیله لرو چې دوام وکړي او په نورو موازي او مشابه ادارو باندې هم تطبیق شي. موږ ټول پوهیږو چې زموږ د دولت اساسي تشکیلات ډېرې ستونزې لري او د دولت د اساسي تشکیلاتو د قانون د تصویب په اړه د حکم له تېردیو وروسته هم، حکومت او ملي شورا نه دي توانیدلي چې د دولت د اساسي تشکیلاتو قانون تصویب کړي، خو د مشابه ادارو د مدغم او د موازي ادارو حذف په اړه د حکومت وروستۍ پرېکړه، کولی شي د دولت د معیاري تشکیلاتو لپار زمینه برابره کړي.

درنو حاضرینو!

خو له دغو ټولو جدي هڅو او اقداماتو سره، چې تر اوسه تر سره شوي دي، د ښاري سکتور د بهري په خاص دول د ښار جوړونۍ او اراضۍ وزارت د رهبرۍ توجه درې نورو مهمو ټکو ته جلبوم:

۱ . د مسلکي او تخصصي ظرفیت لوړول د دغه سکتور په ځانګړې توګه د ښار جوړونې د وزارت له اساسي او حیاتي اړتیاوو څخه ده. موږ نن ورځ له نیکه مرغه د ښاري سکتور اړوند رشتو کې تکړه ځوان کدرونه لرو چې تر اوسه نه یو توانیدل د هغوی له زده کړو او تجربو څخه استفاده وکړو. د ښار جوړونې وزارت باید کدرونه وپيژني او په شفاف ډول یې جذب کړي، په ځانګړې توګه په ولایتونو کې  چې د دغه وزارت استازولۍ لا هم په ډېری مواردو کې متخصص او زده کړي کدرونه نه لري.

۲ . د ښاري سکتور د اړوندو بنسټونو ترمنځ د لازمې هماهنګۍ او انسجام راوستل یوه بله اړتیا ده چې باید ټول ورته توجه وکړي. په دې سکتور کې د ښار جوړونې وزارت، د اوبو او برېښنا وزارت، مخابرات، معارف، د عامې روغتیا وزارتو او د ښاروالۍ، د اراضي، برښنا، اوبو رسولو، چاپیریال ساتنې او وروته نورې ادارې شاملې دي. په تېر کې موږ ټول شاهد وو چې د دغو ټولو بنسټونو او ادارو تر منځ همغږۍ موجودې نه وې او کله کله د وظیفوي مداخلو او د موازي او تکراري فعالیتونو، د یو بل کړنې خنثا کولې. د ښار جوړونې وزارت باید د ښار سکتور د رهبري کوونکي بنسټ په توګه باید هڅه وکړي چې د دغو ټولو ادارو په منځ کې اړینه همغږي رامنځته کړي او په همدې ډول د دولتی ادارو تر څنګ، د خصوصي سکتور د برخه اخیستو او مشارکت او د خلکو همکارۍ ته د زمینې برابرو ته توجه وکړي.

۳ . درېیم ټکی دا دی چې د ښار او ښاري ژوند فرهنګ سازۍ ته پام وکړي. موږ د ښار په اړه له دوه مرتبطو عاصرو سره مخ یو: یو ښار جوړونه ده او بل شهرنیشنیني. موږ په شهرنیشنیۍ کې هم مادي او فزیکي عناصرو ته اړتیا لرو اوهم معنوي او فرهنګي عناصرو ته. د ښار مادي عناصر باید د ښارجوړونې وزارت او اړوند نور بنسټونه باید برابر او تامین کړي، لکه: د ښاري خدمتونو وړاندې کول، د زیربنايي پروژو او پروګرامونو مدیریت، ترافیک، ترانسپورت، اوبو، برېښنا، مسکن او نور. خو د ښار معنوي عناصر یعنې د ښاري ژوند فرهنګ، که څه هم د ښاري سکټور دنده نه ده، بلکې د دولتي او غیر دولتي بنسټونو دنده ده، خو د ښار جوړونې وزارت او ښاروالۍ دا دنده لري چې د ښاري ژوند فرهنګ سازي مدیریت کړي.

موږ که نن  ورځ په ښارونو کې له ستونزو سره مخ یو، که په ښاري خدمتونو کې ناکامۍ لرو، په شهرنیشنۍ کې له زیاتو ناکامیو سره مه یو او باید ووایو چې د ښاري ژوند په فرهنګ کې ناکامۍ د ښار جوړونې له ناکامیو په کراتو خطرناکې دي.

له بل لوري د ښار مادي عناصر لکه د ترانسپورت، ارتباطاتو او ساختماني ټکنالوجي، مصرفي توکي او نورو ښاري تجهیزات په اساسنۍ او چټکۍ سره تر لاسه کیدای شي او په چټکۍ سره هم تحول مومي او په ټولنه کې رایجیږي، خو ښاري ژوند معنوي عناصر یعنې د ښاري ژوند فرهنګ په اسانۍ او چټکۍ سره نه رامنځته کیږي او په اسانۍ سره هم تحول نه کوي، بلکې وخت ته اړتیا لري، تر څو په یوه ارزښت، هنجار او اخلاق بدل شي او د ټولو په ذهن او روان کې کیني.

له همدې امله د ښار جوړونې او اراضي وزارت او ښاروالۍ د رایجو فعالیتونو تر څنګ، د مناسبو فرهنګي تشکیلاتو په ایجادولو سره باید داسې مناسبې لارې چارې وسنجوي چې پر اساس یې زموږ په ټولنه کې ښاري ژوند فرهنګ او اخلاق بنسټیز شي.

په پای کې یو ځل بیا د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت د سرپرست په توګه د ښاغلي پیکار د ګومارل کیدو مبارکي وایم او خلکو او هیواد ته د خدمت په لاره کې ورته د زیاتو بریاوو هیله کوم او له ټولو همکارانو، کارمندانو او منسوبینو څخه غواړم چې د یوه واحد ټیم په توګه د وزارت له رهبرۍ سره همکاري وکړي او خپل ګران ملت ته د خدمت په لاره کې له هیڅ هڅې ډډه ونه کړي.

ستاسې له پاملرنې مننه

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته.