د کابل ښار تېره ورځ د یوه خونړۍ پېښې شاهد و، چې په کې د تروریستي ډلې وسله والو بریدګرو پر دوه دولتي ودانیو بریدو وکړ او د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکي یې شهیدان او ټپیان کړل.

تروریستي ډلې د غیر نظامي کسانو او عامه ځایونو په هدف ګرځولو سره له وینۍ توییدنې او د افغانانو له وژلو پرته بله موخه نه لري. د فواید عامې وزارت پر کارکوونکو او د معلولو کسانو او شهیدانو د ورثې پر ملاتړې ادارې برید، د تروریستي ډلو له لوري د غیرنظامیانو د هدف ګرځولو ښکاره بیلګه ده.

دغه ډول خونړۍ او وحشیانه  بریدونه د تروریستي ډلو هر ډول ادعاوې غلطې ثابتوي او دا پیغام رسوي چې دغه ډلې د افغانستان د خلکو د دښمنانو د خوشحالولو لپاره له هیڅ ډول جنایت او وینې توییدنې مخ نه اړوي.

زه په کابل کې د دوشنبې ورځې د جنایتګارانه برید د غندلو تر څنګ، له ټولو هغو کورنیو سره چې خپل عزیزان یې په یاد برید کې له لاسه ورکړي دي غمشریکي او همدردي کوم. د دغې تروریستي پېښې شهیدانو ته د ستر خدای له دربار څخه جنت الفردوس او د د قربانیانو خپلوانو ته صبر او زغم او هغو عزیزانو ته چې په دې برید کې ټپیان شوي دي، عاجله شفا غواړم.

تروریستي ډلې د افغانستان د خلکو له بهرنيو دښمنانو سره په معامله کې تل هڅه کړې چې د غیرنظامیانو او ملکیانو په هدف ګرځولو سره، وحشت او ترهه خپره کړي، تر څو د وینې توییدنې او تاوتریخوالي له طریقه خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي. خو د افغانستان خلک د تروریستانو د هر ډول وحشیانو کړنو پر وړاندې په مقاومت او استاده‌ګۍ سره هیڅکله هم اجازه نه ورکوي چې دغه د بیګانه وو مزدوران د افغانستان د خلکو ژوند او سیاسي نظام بې ثباته کړي.

باید هیره نه شي چې له زړه‌ورو امنیتي ځواکونو ـ چې وتوانیدل چې د دغه برید له امله د رامنځته کیدونکې فاجعې له پراخیدو مخنیوي وکړي او د سلګونو کسانو ته چې په دې برید کې ګیر پاتې وو، وژغوري ـ د زړه له کومې مننه او قدرداني وکړم.

د افغانستان خلک که په همدې ډول له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ ته ادامه ورکړي، له شک پرته د هیواد دغه سرښندونکي به د خلکو لپاره له تروریزم او افراطیت سره د مبارزې باوري تیګه‌ګاه و اوسي.

سرور دانش

د افغانستان د اسلامي جمهوریت دوهم مرستیال

د ۱۳۹۷ د مرغمومي ۴مه