﴿بسم الله الرحمن الرحيم﴾

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس جلالت مآب محمد اشرف غني، د جمهوري ریاست لومړي معاونیت ته کاندید ګران ورور امرالله صالح، ګران ورو الحاج غضنفر، د ملي شورا محترمو رئیسانو، د ملي شورا محترمو غړو، د سیاسي احزابو محترمو رهبرانو، ملي او سیاسي شخصیتونو، درنو حاضرینو ښاغلیو او آغلیو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته.

په پیل کې د هغو ټولو کسانو چې خپل خوږ ژوند یې د ازادۍ او استقلال او د افغانستان له دښمنانو سره په مبارزه کې له لاسه ورکړی، په ځانګړې توګه د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو او د انسانیت ضد حملو د مظلومو شهیدانو روح ته دعا کوم. په همدې ډول د هیواد د میړنیو شهیدانو د ملي یوالي د شهید عبدالعلي مرازي، ملي قهرمان احمدشاه مسعود، د سولې د لارې شهید استاد برهان الدین رباني، شهید حاجي عبدالقدیر او د دې خاورې د نورو نوموتو شهیدانو روح ته دعا کوم او ویاړو چې د دوی لارې او ارمانونو ته ادامه ورکوو.

ګرانو هیوادوالو! درنو حاضرینو!

نن ورځ د هیواد د سیاسي فصل په پیل کې قرار لرو. د ټیم اساسی مسایل او خطونه د هیواد جلالت مآب جمهور رئیس په تفصیل سره وویل. زه یوازې څو ټکي په لنډ ډول ستاسو سره شریکوک:

۱ . زموږ ټاکنیز ټیم او د ننګونو د رفع کولو لپاره هڅې

موږ د تېرې لسیزې د دوامداره بحرانو د ګذار په دوره کې قرار لرو او لا هم د دې خاورې د تېر ترخه او له غم ډک تاریخ رواني فشارونو لاندې قرار لرو. لا هم بحران پای ته نه دی رسیدلی او موږ لا هم د ستونزو او ننګونو په یوه ګرداب کې واقع یو. لاندې موارد یوازې د ستونزو یوه برخه ده:

۱ . تروریزم او د افراطیت هیولا؛

۲ . د خلکو اقتصادي ستونزې او فقر؛

۳ . په بیلابیلو برخو کې د توازن نه رعایتول؛

۴ . قومي او ټولنیز درزونه؛

۵ . د خلکو او قدرت تر منځ بې باوري؛

۶ . د هیواد په کورنیو چارو کې د بهرنیو هیوادونو لاسوهنې؛

۷ . د فساد او مافیا کړۍ؛

۸ . ړندې استخبارتي معادلې؛

۹ . د اقتصادي زیربناوو ویجاړی؛

خو دغو ټولو ستونزو او ننګونو کله هم موږ مایوسه کړي نه یو، بلکې تر پخوا یې لا ژمن کړي یو او له ستونزو، تشو او کمیو څخه په درس اخیستو او د اوسنیو ستونزو د درک پر اساس اود ستونزو د حل په خاطر میدان ته راوتلي یو. له همدې امله له زیاتو خبرو او بحث وروسته مو یو ژمن، مقتدر، مسلکي، او متخصص او پاکس نفسی او له فساد څخه پاک  ټیم جوړ کړ چې د سترو ملي ارمانونو او روښانه اهدافو لرونکی دی.

دغه ټیم چې له نیکه مرغه د فروپاشۍ او له نړیدو څخه د راوتلو کامیابه کارنامه له ځان سره لري، په تېرو څو کلونو کې توانیدلی چې د یوه اباد، ازاد او سر لوړي افغانستان اساس کیږدي او د وروستیو کلونو د لاسته راوړنو په ساتلو سره د پام وړ تحولات رامنځته کړي دي.

۲ . مهمې لاسته راوړنې چې باید ساتنه یې وشي

کله چې د ملي یووالي حکومت د هیواد واک په لاس کې واخیست، د نړیدو او شړیدو ویره موجوده وه او موږ په واقعي معنا په بحران کې د ډوب افغانستان واک واخیست. په تېرو څلورو کلونو کې له ټولو ستونزو او ننګونو سره چې موجودې وي، مهمې لاسته راوړنې مو لرلي دي، چې غواړم یوازې یوې برخې ته اشاره وکړم:

۱ . د امنیتي سکتور اصلاح او د هیواد د دفاعي ځواکونو پیاوړتیا؛

۲ . د اقتصادي او سیاسي مافیا او د فساد ګرو ځپل او تضعیفول؛

۳ . په عدلي او قضايي سکتور کې اصلاحات؛

۴ . د استخدام په پروسه او اداره کې اساسي اصلاحات؛

۵ . د هیواد د حقوقی او قانوني زیربناوو رامنځته کول او له څلور سوو د زیاتو تقنیني سندونو تدوین او تصویبول؛

۶ . د کانکور او د تحصیلي بورسونو په پروسو کې د شفافیت رامنځته کول؛

۷ . د هوايي او ځمکنینو دهلیزونو په رامنځته سره د ګاونډیو هیوادونو په انحصار شویو ترانیزیتي لارو باندې د هیواد د وابستګۍ له منځه وړل ؛

۹ . په نړیواله کچه د هیواد د څیرې بیا رغول او په یوه قابل احترام حقوقي شخصیت د هغه اړول؛

۱۰ . په هدفمنده او پلان شوې توګه د هیواد د اوبو مهار په برخه کې د ګامونو پورته کول؛

د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې د یوه تحول او اساسي تغییر بنسټ ایښودل شوی دی او د حکومتدارۍ، تجارت او اقتصاد، زیربناوو، کانونو، انرژۍ، ځمکوالۍ، ښاري پراختیا او نورو موضوعاتو په بیلابیلو برخو کې جامع او دقیق پلانونه او پالیسۍ ترتیب او اجرا شوي دي. زه نن ورځ په ډاډ سره ویلی شم چې هیڅ حکومت نه زموږ د حکومت په اندازه له ستونزو او ننګونو سره مخ و او نه یې زموږ د حکومت په اندازه لاسته راوړنې لرلې دي.

۳ . د راتلونکې لپاره طرحې

خو لا هم د باثباته او آباد افغانستان د جوړولو لپاره لا هم اوږده او کږه وه لاره په مخ کې لرو. موږ هغه تجربه چې په وروستیو کلونو کې تر لاسه کړې په هیواد کې د ټولنیز عدالت او متوازن انکشاف تحقق ته ژمن او مصمم یو. موږ لاندې ناتمام برخې د خپل ماموریت یوه برخه بولو او د عملي کولو لپاره به یې هڅې وکړو:

۱ . له اقتصادي مافیا او فساد سره د مبارزې دوام؛

۲ . په ټولو ملي بهیرونو کې د اصلاحاتو دوام؛

۳ . د پانګونې زیاتولی او د کورنیو سرچینو او تولیداتو او تجارت پراختیا؛

۴ . د فقر او بې کارۍ کموالی او د معیشت د ښه والي لپاره هڅې؛

۵ . د هیواد په چارو کې د بهرنیو هیوادونو د لاسوهنو بندول؛

۶ . ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو ته د ټولو خلک لاسرسی او د کیفیت لوړول یې؛

۷ . له تبعیض سره مبارزه او په ټولو برخو کې د توازن رامنځته کول؛

۸ . د اوسني حکومت د نابشپړو کارونو د بشپړولو لپاره هڅې؛

۹ . د قانونیت او نظم او د یوه پیاوړي دولت رامنځته کول او د هغو درزونو چې له منځه وړل چې بهرنیانو او داخلي کړیو رامنځته کړي دي چې زموږ ملي وحدت او ملي باور ته یې ضربه رسولې ده.

۱۰ . تر ټولو مهمه دا چې سولې ته د خپلې ټولنې د حیاتي اړتیا په توګه ګورو او له هیڅ هڅې به ډډه ونه کړو. جګړه له زیاتو قربانیو او ورانیو پرته بله نتیجه نه لري. خو د دیموکراسۍ ارزښتونه او د تېرو اتلسو کلونو لاس ته راوړنې به د هیڅ شي قرباني نه کړو.

۴ . د یوه دیموکراتیک او ارزښتمن رقابت لپاره زموږ پالیسۍ

له لوی خدای ج څخه په استعانت او د هیواد د شهیدانو د قربانینو په مرسته او د افغانستان د بیداره او شریفو خلو له بې دریغه ملاتړ څخه په استفاده، د هیواد د جوړونۍ او صولۍ په برخه کې بله مرحله پیلوو. هیڅ درد، رنځ او بدبختي به موږ نا هیلي نه کړي. موږ پر خپل خان په باور او پوره ډاډ او امید سره د ټاکنیزو سیلایو ډګر ته راوځو. موږ له ټولو ټاکنیزو ټیمونو سره د قانون او اخلاقو په رڼا کې رغوونکی رقابت کوو. د دې ټیم ډیری غړي د کلونو په اوږدو کې تر نن ورځې پورې زموږ د حکومت همکاران وو او هر یو د حکومت په قوت او ضعف کې شریک دي. که څه هم ښه به وه چې ټول هغه شخصیتونه چې په بیلابیلو ټیمونو کې ویشل شوي په یوه ټیم کې راټول شوي وای او د هیواد د ناوړه وضعیت لپاره یې په ګډه کار کړی وای، خو په کوچنیو او جزئی مسایلو کې بیلابیلو برداشتونه د دې سبب شول چې په څو برخو وویشل شي او په بیلابیلو ټیمونو کې ځای پر ځای شي.

موږ په هر صورت سره غواړو دغه مسیر په تساهل او مدارا او ټولو ټاکنیزو ټکټونو ته په احترام ووهو. موږ تر بل هر چا په هیواد کې د دیموکراتیکو بهیرو بنسټیزه کیدو او د انساني راتلونکې جوړولو ته ځان ژمن بولو. له همدې امله که څه هم ځینو ټیمونو او کسانو له بده مرغه له همدا اوسه د غیر قانوني کمپاینونو په پیلولو سره پر حکومت او زموږ پر ټیم د نیوکو لړۍ پیل کړې او غواړي له دې طریقه خپلې تشې او ناتوانۍ پټې کړي، خو موږ د خپل ټیم له ټولو ملاتړو او طرفدارانو څځه غواړو چې له هر ډول توندۍ او قومي، ژبنۍ، مذهبي، حزبي او سمتي نفرت اچولو او رکیکو الفاظو له کارولو ډډه وکړي او هر ډول بد اخلاقۍ په بزرګوارانه توګه نادیده ونیسي. موږ به د خلکو شخصي حریم ته احترام ولرو او یوازې په هغه صورت به له ځانه دفاع وکړو چې تور راباندې پورې شي. موږ باید خپلو ټولو خلکو ته حق ورکړو چې په ازادانه توګه انتخاب وکړي. انتخاب د هر چا حق او ملي تکلیف دی.

وروستۍ خبره دا چې د اته نوي کامیاب ټیم به موږ یو. موږ راغلیو یو چې خپل نا تمامه کارونه بشپړ کړو. موږ په همدې ډول تحول ته ژمن یو. موږ دولت جوړوونکی ټیم یو. موږ د قانون، اقتصاد او امنیت ټیم یو او د قانون د حاکمیت، نظم او دیسیپلین او اقتصادي، سولې او امنیت او اقتصادي هوساینې او بسیانیې خواته حرکت وکړو. موږ به د هیواد د اساسي قانون له ارزښتونو څخه ساتنه وکړو او د هیواد د شریفو او عزتمندو خلکو په ملاتړ سره به پیاوړی او ټیګ دولت جوړو کړو، هغه دولت چې له هر ډول غیر قانوني حرکاتو او ټولنیزو درزونو څخه مخنیوی وکړي او ملي باور، ملي وحدت او ثبات به تر بل هر وخت پیاوړ کړو.

ژوندی دې وي افغانستان او تل دې وي د افغانستان خلک

ستاسو له پاملرنې مننه

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته.