په کابل کې د امریکا د سفارت مرستیال ګرن دیکر د شنبې په ورځ له غرمې وروسته (د ۱۳۹۷ د سلواغې په ۲۰مه) د جمهوري ریاست له دوهم مرستیال استاد سرور دانش سره وکتل. په پیل کې د جمهور رئیس مرستیال استاد دانش له تروریزم سره په جګړه او د افغانستان په بیارغونه کې د امریکا د دولت او خلکو له همکاریو څخه قدرداني وکړه او د دواړو هیوادونو تر منځ د دوه اړخیزو ستراتيژیکو همکاریو پر لا پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

استاد دانش د جمهوري ریاست په ارګ کې د جمهوري ریاست د ټاکنو له یو شمیر نوماندانو، د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیانو له استازو او د سیاسي احزابو له رهبرانو او استازو سره د تېرې ورځې جوړې شوې مشورتي ناستې ته په اشاره، وویل چې پر ټاکنیزو اصلاحاتو او د ټاکنو د قانون پر تعدیل ټول لوري موافقه لري.

د جمهور رئیس مرستیال په همدې ډول وویل چې د جمعې د روځې په مشورتي ناسته کې د ټاکنیزو اصلاحاتو او د ټاکنو قانون د تعدیل اړوند عمومي موضوعاتو باندې ټولو تفاهم درلود او په همدې ډول پر یو شمیر اختلافي موضوعاتو به د نن او سبا د بیلابیلو لوريو په ګډون مشورتي ناستو کې اړینې پرېکړې وشي.

په هغو ناستو کې به ـ چې د ټاکنیزو اصلاحاتو او د ټاکنو د قانون د تعدیل په اړه د بحث په موخه جوړیږي ـ د جمهوري ریاست، سیاسي احزابو، د ټاکنو اړوند د مدني بنسټونو او د افغانستان د حکومت استازي ګډون وکړي.

په دې لیدنه کې د امریکا د سفیر مرستیال د ټاکنیزو اصلاحاتو او د قانون د تعدیل په برخه کې د افغانستان د حکومت له هڅو څخه ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د دغو اصلاحاتو په عملي کیدو سره به په ټول هیواد کې د ټاکنو پروسه په شفاف ډول تر سره شي. نوموړي وویل چې د افغانستان نړیوال همکاران په ځانګړې توګه د امریکا دولت او په همدې ډول په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولي، د قوانینو د اصلاح او تعدیل په ځانګړې توګه د ټاکنییزو اصلاحاتو په برخه کې د جمهور رئیس پر مرستیال پوره باور لري.

په همدې ډول د جمهور رئیس مرستیال د سولې د مذکراتو په اړه هم وویل چې د افغانستان د حکومت او خلکو له نظره که چیرته په دې پروسه کې د طالبانو افراطي برداشتونه وساتل او تائید شي، نه یوازې دا چې سوله نه تامینیږي، بلکې د طالبانو په اړه د خلکو پخوانیو تجربو ته په پام به بله جګړه شروع شي.

نوموړي د مسکو ناستې په اړه ـ چې حکومت او د افغانستان خلک په کې شتون نه درلود ـ  د خلکو، مدني بنسټونو، رسنیو او د ښځینه فعالانو منفي غبرګونونه یوه ښکاره بیلګه یاده کړه او ویې ویل چې د سولې هڅې هغه وخت نتیجه ورکوي چې د افغانستان د دولت په محوریت، د طالبانو او حکومت د مخامخ خبرې وشي، غیر له دې به د سولې د هر ډول هوکړې تطبیق او عملي کیدل له ننګونو سره مخ وي.

د امریکا د سفیر مرستیال هم د سولې په برخه کې د جمهور رئیس د مرستیال د لیدلوري په تائید سره وویل چې د سولې پروسې لپاره باید یو میکانیزم جوړ شي، چې د افغانستان حکومت د هغه میکانیزم په مرکز کې ځای ولري.