د جمهور رئیس دوهم مرستیال استاد دانش د صنعت او تجارت د نوي سرپرست وزیر په توګه د اجمل احمدي د معرفۍ په مراسمو کې، د دغه وزارت رهبري موظفه وبلله چې د قانون د احکامو مطابق له ټولو قانوني امکاناتو او صلاحیتونو څخه په استفاده،  د سرمایه ګذارۍ، صنعتي فعالیتونو، د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو رقابتونو، متوازن تجارت او د هیواد د صادراتو ډیریدو زمینه برابره کړي، تر څو د تجارت او صنعت د رونق لپاره مناسب تسهیلات برابر شي.

د جمهور رئیس مرستیال امنیتي، اداري فساد، د عدالت په تامین او د قانون په حاکمیت کې د عدلي او قضايي سکټور ضعف، د برېښنا انرژۍ په تامین کې موجودې ستونزې او د هیواد د ترانسپورتي شبکو نه شتون د صنعت او تجارت د رشد پر وړاندې اساسي ستونزه یاده کړه.

په دې پروګرام کې چې د شنبې په ورځ له غرمې مخکې(د ۱۳۹۷ د سلواغې په شلمه) د تجارت او صنعت په وزارت جوړ شو، د جمهور رئیس مرستیال زیاته کړه چې د مالي، تجارتي او ګمرکي فعالیتونو په اړوندو ادارو کې د فساد شتون، د فساد د دولت مالي بنسټ ضعیف کړی او د متشبثینو د فعالیتونو د پرمختګ مانع ګرځيدلي دي.

استاد دانش د صنعت او تجارت وزارت له نوې رهبرۍ څخه وغوښتل چې د وزارت د ظرفیت د لوړولو ته د پاملرنې تر څنګ، د یادو ستونزو او ننګونو په لرې کولو کې هم له ټولو امکاناتو کار واخلي. نوموړي ټینګار وکړ، تر څو چې دغه ننګونې له منځه لاړې نه شي په تجارتي او صنعتي برخو او کسب او کار کې هیڅ پرمختګ او رونق نه شي رامنځته کیدای.

د جمهور رئیس مرستیال د یادو ستونزو تر څنګ وویل چې افغانستان په وچه پورې ایسار هیواد دی او د سیمې یو شمیر هیوادونه او ګاونډیان له دغه وضعیت څخه د خپلو سیاسي موخو لپاره استفاده کوي او هڅه کوي، چې موږ مجبور کړي څو د دوی سیاسي غوښتنو ته تسلیم شو، چې کله به هم دغه څه عملي نه شي.

نوموړي وویل چې د دغو ستونزو سره، د ملي یووالي حکومت په خپله کاري دوره کې په تجارتي او اقتصادي برخو لاسته راوړنې لرلي دي. ده وویل چې حومت په تجارتي او اقتصادي، د وخت سره مناسبو پالیسیو او قوانینو، سیمه ییزو همکاریو او له خصوصي سکټور سره د همکاریو په برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي.

د یادولو وړ ده چې د شاوخوا څلور سوه تقنیني سندونو له ډلې څخه چې د ملي یووالي د حکومت په دوره کې یا طی مراحل شوی دي او یا تر کار لاندې دي،  له اتلس مواردو زیات یې د تجارت وزارت اړوند دي او د پالیسیو اړوندو اسنادو د تصویب په برخه کې د صنعت او تجارت وزارت هم مهم ګامونه پورته کړي دي.

استاد دانش وویل چې له نړیوال تجارتي سازمان سره د افغانستان الحاقیدل او سیمه ییزو همکاریو جلبولو ته هڅې، د دې سبب شوې چې هیواد د یو شمیر ګاوڼدیو له انحصار څخه ووځي. هغه وویل چې په دې برخه کې د صنعت او تجارت وزارت د نړیوالو معاهدو تر څنګ، له بیلابیلو هیوادونو سره تر دېرشو زیات هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي او همدا اوس هم یاد وزارت له شلو ډېرو هیوادونو کې تجارتي اتشې لري.

د جمهور رئیس د مرستیال په خبره، د دولت سیاست د دې لامل شوی چې د هیواد پرمخ مهمې تجارتي هوايي لارې پرانیستلې شي. د چابهار ترانیزیټي بندر، د لاجورد لارې تجارتي دهلیز، د افغانستان، هندوستان، قزاقستان، ترکیې، عربستان، متحده عرب اماراتو، اندونیزیا او چین تر منځ هوايي لارې، د دې سبب شوي چې همدا اوس د لسګونو میلیونو په ارزښت د افغانستان تجارتي توګه بهر ته صادر شي.

استاد دانش د دولت او خصوصي سکټور د هر اړخیزو همکاریو په اړه وویل چې دمګړۍ هیواد د یوه قوي او فعال خصوصي سکټور شاهد دی او د ستونزو او تشو سره، د دولت او خصوصي سکتور تر منځ د هر اړخیزو مثبتو همکاریو د روحیې شتون له امله د صنایعو، تولیداتو او په همدې ډول د پانګونې او تجارت په برخو کې د پام وړ پرمختګ شاهدان یو.

استاد دانش د وزارت او تجارت د کاندید او سرپرست وزیر په توګه د ښاغلي احمدي ټاکل کیدل، په خپله احمدي او د وزارت همکارانو ته یې تبریک ووایه او ویې ویل چې ښاغلي احمدي د هیواد له تحصیل کرده کدرونو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې د جمهور رئیس د ستر سلاکار په توګه کار کړی او خپل لیاقت او کارایی یې ثابته کړې ده.

نوموړي په همدې ډول د یاد وزارت له پخواني وزیر ښاغلي همایون رسا څخه په ښه ډول یادونه وکړه او ویې ویل چې د ملي یووالي د حکومت په څو کلنه دوره کې یې زیاتې هڅې کړي دي او د پام وړ پروګرامونه یې تنظیم او عملي کړي دي.