د جمهوري ریاست دوهم مرستیال استاد سرور دانش، د سولې په هدف له افراطیت سره د مبارزې د هم اندیشۍ په دوهمه ناسته کې چې د کابل په پوهنتون کې د سولې، رسنۍ او ښې حکومتدارۍ د انسټیټوټ له لوري جوړه شوې وه، وویل چې سوله یوازې په څو سیاسي اشخاصو پورې نه اړوندیږي، بلکې د سولې د پروسې مالکان د افغانستان خلک او حکومت دی.

د جمهور رئیس مرستیال وویل چې په اوسني وضعیت کې اساسي اصل د دولتي بنسټونو، سیاسي نظام، د اساسي قانون او له مدني ټولنو د ملاتړ په ګډون د رسنیو، د ځوانانو او ښځو د مدني شبکو، د مدني ټولنو د ارزښتونو په ګډون د سیاسي ازادیو، د بیان د ازادیو د ښځو او بشر د حقوقو او نورو ارزښتونو د ساتلو وخت دی.

استاد دانش ټینګار وکړ چې حکومت د افغانانو په رهبرۍ د سولې پر خبرو ټینګار لري او د دولت پر محوریت ـ چې د یوازينۍ مشروع او قانوني بنسټ په توګه کولی شي د ټولو افغانانو استازولي وکړي ـ باید سترګې پټې نه شي.

د جمهور رئیس مرستیال ټینګار وکړ چې د سولې په پروسه کې باید د افغانستان د ټولو خلکو غږ واوریدل شي، وویل چې دغه زمینه یوازې دولت برابرولی شي او هیڅ شخص او یا ډله نه شي کولی چې د هیواد د ټولو قومونو استازولي وکړي. نوموړي وویل چې اوسنۍ سوله د اتلس کاله واړندې د بن له کنفرانس سره په ماهیت کې تفاوت لري او نن ورځ سوله یوازې په قومي شخصیتونو او سیاسي احزابو پورې نه مربوطیږي، بلکې د افغانستان په ټولو خلکو پورې اړوندیږي.

استاد دانش زیاته کړه، چې نن ورځ د حکومت او دولت او د جنګ او سولې مالک د افغانستان خلک او د افغانستان مدني ټولنې یعنې ځوانان، ښځې، رسنۍ او نور مدني بنسټونه دي.

د جمهور رئیس مرستیال دې ته په اشاره چې افغانستان د موقتو او انتقالي حکومتونو او د ډول ډول اساسي قوانینو د ازمویلو لابراتوار نه دی، وویل چې د سیاسي نظام تغییرول او د اساسي قانون تر پښو لاندې کول، نه یوازې دا چې د ثبات لامل نه کیږي، بلکې هیواد اختلافاتو، شخړو او بې ثباتیو ته ټیل وهي.

د نوموړي په خبره، د سولې هر ډول هوکړه باید د اوسني اساسي قانون او د نظام په جوړښت کې تنظیم شي او په اساسي قانون کې هر ډول تعدیل هم باید له قانوني لارو او د دولتي حاکمیت په چوکاټ کې تر سره شي نه د انارشۍ، فروپاشۍ او د دولت د بې حاکمیتۍ په فضا کې.

د جمهور رئیس مرستیال وویل چې حکومت له خپلو خلکو هیڅ پټه پالیسي نه لري او په دې برخه کې د افغانستان دولت او ملت ګډ دریځ لري.

په دې ناسته کې د جمهوري ریاست سلاکار ابولحسن، د اجرائیه ریاست سلاکار یوسف نیازي، د کابل پوهنتون استاد ‌ډاکټر ایاز نیازي او د ایران له پوهنتون څخه استاد رحیم پور ازغدي هم له افراطیت سره د مبارزې او د منځلاري اسلام په اړه خبرې وکړې.

په دغې ناسته کې د جمهوري ریاست دوهم مرستیال د ۱۳۹۷ کال معتدل شخصیت وباله او د یوه نشان یا مجسمې په ورکولو سره یې له نومومړي څخه قدرداني وکړه.

د سولې، رسنۍ او ښې حکومتوالۍ انسټیټوټ د میانه روۍ او له افراطیت سره د مبارزې په برخه کې د یوه خپلواک بنسټ په توګه د نرم فرهنګۍ له طریقه د خلکو بیلابیلو اقشارو ته د خبرو اترو د زمینې د برابرولو په برخه کې فعالیت کوي.