د جمهوري ریاست مرستیال استاد سرور دانش، د ستندرد ملي ادارې نوی سرپرست داکټر محمد موسی علمی د یکشنبې په ورځ له غرمې مخکې (د ۱۳۹۷ د دلوې په ۲۱مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې په یاده اداره کې جوړ شوي وو، د ستندرد ملي ادارې کارکوونکو ته معرفي کړ.

د جمهور رئیس مرستیال په خپله وینا کې وویل چې په اوسني عصر کې باکیفیته تولید، صنعت، تجارت او محصول ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې د ستندرد اهمیت له هیچا څخه هم پټ نه دی. نوموړي زیاته کړه چې ستندرد یوه علمي، تخنیکي او مسلکي پروسه ده چې په اوس وخت کې د نړۍ په ټولو هیوادونو کې د ملي ستندردونو، تخنیکي مقرراتو، منطقوي ستندردونو او نړیوالو ستندردونو په توګه تدوین، تصویب او اجرا کیږي.

استاد دانش وویل چې تر اوسه د آیسو له لوري شاوخوا ۲۶زره ستندردونه تصویب شوي دي چې په نړیواله کچه د ستندرد د اهمیت بیانوونکي دي. نوموړي زیاته کړه، چې د ستندرد اهمیت ته په پام سره په ۱۳۸۶ کال کې د ستندرد ملي اداره رامنځته شوه. هغه زیاته کړه  که څه هم دغه اداره نسبتاً ځوانه ده، خو په دې برخه کې یې د پام کارونه تر سره کړي دي.

د جمهور رئیس مرستیال د منابعو په لګولو کې د صرفه جويۍ، له مستهلک یا مصرف کوونکي څخه ملاتړ ، د چاپیریال ساتنه او روغتیا او د ښه ارتباط جوړلو په شمول د ستندرد نړیوالو اهدافو ته په اشاره وویل چې په افغانستان کې هم ستندرد د همدغو موخو لپاره رامنځته شوې ده. نوموړي ټینګار وکړ د هیواد په قوانینو کې د ستندردسازۍ اصلي اهداف د ملي کیفیت زیربنا د انکشاف رامنځته کول، د تجارتي مالونو د کیفیت ښه والی، تولیدي محصولات او خدماتي پروسو ښه والی، د مصرفي نورمونو تثبیت او د مصرف کوونکي د صحت او مصوونیت تامینول او د چاپیرل ساتل دي.

استاد دانش وویل چې د ستندرد ملي اداره خورا مهمې دندې پر غاړه لري چې خلکو په ژوند او د تولیداتو او خدمتونو د کیفیت ښه والي او تر ټولو مهمه بیا دا چې د روغتیا او چاپیریال د ساتنې په برخه کې اساسي رول لري، له همدې امله د ستندرد ملي اداره مهم مسوولیت پر غاړه لري.

نوموړي اشاره وکړه چې د ښار جوړونې او کور جوړونې د معیارونو تائید، د ستراتيژیو او پالیسیو طرحه او ترتیب، دولتي او غیر دولتي مراجعو ته د تخنیکي مشورو او لارښوونو ورکول، د ستندردونو اقتباس، د ستندردونو په اړه پر خپل وخت اطلاع ورکول او ځواب ویل، د مترولوژي د ملي سیستم رامنځته کول، د لابراتوالي خدمتونو وړاندې کول، د توليدي محصولاتو لپاره د کیفیت د تصدیق پاڼې ورکول، د مصرفي نورمونو تثبیتول او د ستندرد سازۍ نور مسایل د دغې ادارې له مهمو دندو څخه دي، چې  نوې رهبري باید ورته پاملرنه وکړي.

د جمهور رئیس مرستیال وویل چې د کیفیت د زیربنا او د ستندرد سازۍ د اړوند چارو د انسجام لپاره د بیلابیلو ادارو د استازو په ګډون او جمهوري ریاست د دوهم مرستیال په ریاست او د ستندرد ملي ادارې په سکرتریت د ستندرد ۱۹ کسیزه شورا رامنځته شوې چې دنده یې د ستراتيژيو، پالیسیو، پلانونو، ملي ستندردونو، کدونو، نورمونو او تخنیکي مقرراتو او پلانونو او د ستندرد د قیمتونو او لوایحو او کړنلارو تصویب دی.

استاد دانش وویل چې د ستندرد عالي ادارې له لاسته راوړنو چې تېرو شو، د دولتي او غیر دولتي ادارو تر منځ د هماهنګۍ نه شتون، د ادارو تر منځ وظیفوی تداخل، د ظرفیتونو ټیټوالی او د مسلکي او باتجربه کدرونو نشتوالی، د کافي بودجې او امکاناتو نه شتون، د ادارې په رهبرۍ کې بې ثباتي، د پلان ګذارۍ فقدان او د لارې د نقشې نه شتون د دې ادارې له اساسي ستونزو څخه دي.

په دې مراسمو کې ویس هدایت، محمد موسی علمي او د ستندرد ملي ادارې مخکیني سرپرست عبدالخالق بابر د ستندرد او ستندرد سازې په اړه خبرې وکړې او ښاغلي علمي د یادې ادارې د فعالولو په برخه کې د جمهور رئیس د مرستیال ټینګار ته په پام وویل چې هڅه کوي چې د ستندرد ملي ادارې د مسوول په توګه به خپل قانوني مکلفیتونه په سم ډول تر سره کړي.