د قوانینو په کمېټه کې د لویو لارو د حمل او نقل د نړیوال سیستم(TIR system) د تطبیق مقرره، د ښاري ځمکې د نوي تنظیم او د هغې د انکشاف طرحه او په همدې ډول د رواني روغتیا د مقررې طرحه تائید شوه.

د قوانینو کمېټې په ناسته کې چې د یکشنبې په ورځ د ۱۳۹۷ د سلواغې میاشتې په ۲۱مه د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال او د یادې کمېټې د رئیس استاد سرور دانش په ریاست جوړه شوه، د ناستې د ګډونوالو له لوري د لارو د نړیوال حمل او نقل سیسم (TIR system) د تطبیق مقرره تر ارزونې لاندې ونیول شوه. دغه مقرره د ترانسپورت وزارت او عدلیې وزارت په ګډه همکارۍ جوړه شوې ده. د افغانستان حکومت هڅه کوي چې د دغې مقررې په وروستۍ کولو او تطبیق سره به د سړکونو د حمل او نقل د نړیوال سیستم (TIR system) په ګډون ټولو ترانسپورتي شرکتونو ته اسانتیاوې برابرې شي او د حمل او نقل د نړیوال سیستم څخه په استفاده به یوشان ګمرکي رویه تطبیق شي. د دغې مقررې د څلورمې مادې مطابق د ترانسپورت وزارت له نورو اړوندو ادارو  او وزارتونو سره په همکارۍ دې د دې مقررې د احکام د تطبیق نظارت پر غاړه لري.

د ناستې ګډونوالو د یادې مقررې د موضوعاتو لکه د مقررې په متن کې د منظور شوې کمېټې د اصلاحاتو، دندو او واکونو، د اړوندو ادارو تر منځ د همکارۍ او هماهنګۍ څرنګوالی او د دغې مقررې د احکامو د تطبیق په بهیر کې د مکلفیتونو په اړه بحث او خبرې وکړې. بالاخره د کميټې له لوري د سړکونو د حمل او نقل نړیوال سیستم د تطبیق د مقررې طرحه تائید شوه او د عدلیې وزارت ته لارښوونه وشوه چې د دغې طرحې مرحلې بشپړې کړي.

د اجنډا په بله برخه کې، د ښاري ځمکې د تنظیم  او تازه انکشاف د تنظیم مقرره چې د کابل د ښاروالۍ له لوري جوړه شوې ده، د عدلیې وزارت د استازي له لوري غونډې ته وړاندې شوه او د غونډې غړو د یادې مقررې د اهدافو او تطبیق د څرنګوالي، د خلکو رول او همکارۍ او د اړوندو ارګانونو د هماهنګۍ په اړه بحث او خبرې وشوې. د کابل د ښاورالۍ استازي د ښار د پلاني سیمو انکشاف او د اساسي زیربناوو او د ټولګټو تاسیساتو رامنځته کول، د غیر پلاني سیمو د پلاني کولو، د بهتره ښاره خدمتونو وړاندې کول او د ښاري ماسترپلان د تطبیق لپاره زمینه برابرول د دغې طرحې له اصلي اهدافو څخه یاد کړل. نوموړي وویل چې د دغې طرحې له طریقه به تر پروژې لاندې د سیمو خلک په خپلو ځایونو کې پاتې شي او هم د ښاري خدمتونو او عام المنقعه تاسیساتو د ایجاد زمینه برابره کړي. د ښاري ځمکو د نوي تنظیم او د هغه د انکشاف د مقررې طرحه د کمېټې د غړو له لوري تائید شوه او د عدلیې وزارت به هغه طی مراحل کړي.

د رواني روغتیا د مقررې طرحه د ناستې د وروستي اجندا په توګه د عدلیې وزارت د استازي له لوري ناستې ته وړاندې شوه او غړو د نظریات له وړاندې کولو وروسته تائید شوه. د قوانینو کمېټې د عدلیې وزارت ته وړاندېز وکړ چې ناستې د غړو پیشنهادي نظریات د طرحې په متن کې شامل او طی مراحل کړي.

د عامې روغتیا وزارت په یاده ناسته کې د دغې مقررې د طرحې اصلي موخه د رواني ناروغانو له حقوقو ملاتړ او ورته د مناسبو خدمتونو وړاندې کول یاد کړل. د رواني روغتیا د مقررې طرحه په پنځو فصلونو او شپږ ویشتو مادو کې ترتیب او تنظیم شوې ده.