د کب نهمه د هیواد د امنیتي ځواکونو ملي ورځ د افغانستان ټولو خلکو او د هیواد د امنیتی او دفاعي ځواکونو منسوبینو ته مبارک وایم. په دې ورځ د غازي شاه امان الله خان د افغانستان د آزادۍ تصمیم ونیوه او په دې توګه د افغانستان په تاریخ کې یوه عطف نقطه رامنځته کړه. د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت کابینې په ۱۳۹۵کال کې د کب نهمه د امنیتي ځواکونو ځواکونو د نمانځنې او پیاوړتیا په موخه «د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملي ورځې» په نوم تصویب کړه، تر څو موږ د شاه امان الله خان د وخت په شان یو ځل بیا د پاشل کیدو له ګواښ سره مخ نه شو. 

ډېر خوشحاله یو چې نن ورځ د امنیتي قواوو هر سرتیری د افغانستان د استقلال، ارزي تمامیت، عزت او سرلوړی اتل دی، هر یو غازی امان الله خان دی، چې د هیواد د پرمختګ او تعالي لپاره له خپلې ټولې شتمنۍ تیریږي او د افغانستان په هر ګوډ کې هر شیبه د سرښندۍ لپاره تیار دی. تاریخ به دغه زړه‌ورتوب، ایثارګرۍ او سرښندنه کله هم هیره نه کړي او زموږ د امنیتي ځواکونو د شهیدانو او د هیواد د ازادۍ او استقلال د لارې د ټولو مجاهدانو خاطرې او یاد به د تل لپاره ژوند و اوسي.

د هیواد امنیتي او دفاعي قواوو په ډېره لږه موده کې وکړای شول چې ستر ویاړ رامنځته کړي او د خپلو مټو پر زور د هیواد سیاسي نظات ته باوري او مطمینه تکیه‌ګاه برابره کړي. د افغانستان امنیتي بنسټونه د افغانستان د ټولو خلکو، د بشري حقونو د ارزښتونو او نورو ټولو لاسته راوړنو مدافعین دي. په همدې خاطر د هیواد دښمنان له هغې ویرې چې د هیواد له امنیتي ځواکونو او ځوانانو یې لري، کله د امنیتي بنسټونو د انحلال او پوځ د له منځه تللو خبره کوي. موږ نن په ویاړ سره اعلانوو چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان د خلکو اصلي مدافعین او د نظام، اساسي قانون او د وروستیو کلونو د لاسته راوړنو اصلي ضمانت کوونکي دي. له همدې امله وایو چې ټول هغه کسان چې د پوځ او یا د هر بل قانوني بنسټ د انحلال غوښتونکي دي، خپل دا خوب به له ځان سره ګور ته یوسي.

یو ځل بیا د امنیتي ځواکونو د ملي ورځې او په همدې ډول د هیواد د عزت او آزادۍ د لارې د شهیدانو په ویاړ یادوونه او نمانځنه کوو او د ټولو شهیدانو روح ته دعا کوم. هیله مند یم چې د دې خاورې د سرلوړو اتلانو هیلو او ازامانو ته به د عمل جامه واغوندو او خدای دې توفیق راکړي چې د افغانستان د خلکو په خدمت او له خپلو امنیتي ځواکونو سره په څنګ کې و اوسو.

سرور دانش

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوري ریاست دوهم مرستیال