په کابل کې د بریتانیا سفارت شارژدافیر مایک نیداو ریاناکیس د جمهور رئیس له مرستیال سره په کتنه کې د سولې پروسې، د سولې مشورتي لوري جرګې او د جمهوري ریاست د ټاکنو پر موضوعاتو بحث وکړ.

د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش په دې کتنه کې د افغانستان له دولت او خلکو سره همکارۍ کې د نړیوالو همکارانو رول او د ټاکنو او سولې په شان موضوعاتو ته د دوی د توجه له امله مننه وکړه او ویې ویل: «تېره ورځ په ارګ کې د جمهور رئیس تر رهبرۍ لاندې په مصالحې د رهبرۍ عالي شورا ناسته تر سره شوه او په کې ټینګار وشو چې د دولت او ټولې ډلې او سیاسي کړۍ باید د سولې په برخه کې واحد دریځ ولري او مذاکره به په ټولو مرحلو کې په واحدې اجندا سره حضور پیدا کړي.»

د جمهور رئیس مرستیال زیاته کړه، نن ورځ دا هیلې رامنځته شوي چې د سولې په پروسه کې ټول دخیل لوري تر یوه جتر لاندې د دولت په محوریت سره د سولې خبرې تعقیبوي او دا د سولې په برخه کې یو ښه پرمختګ دی. نوموړي په همدې ډول وویل: «ټینګار پر دې دی چې د دوحې په خبرو کې مذاکره کوونکی هیات د موثریت او همه شمولیت دوه اصلونو ته په پام سره، د مصالحې د عالي شورا د رهبرۍ له لوري وټاکل شي.»

استاد دانش هم د سولې د مشورتي لویې جرګې په اړه وویل چې د سولې د مشورتي لویې جرګې له جوړیدو څخه اساسي هدف د سولې د پروسې په اړه د هیواد د وګړو د نظریاتو راټولول دي. نوموړي زیاته کړه، د لویې جرګې غړي د ولایتي شوراګانو او خلکو له لوري ټاکل کیږي او له دې مشورې اخیستو څخه د حکومت هدف د خلکو مشوره اخیستل دي او دغه مشورتي جرګه د سولې له مذکراتو سره هیڅ تضاد نه لري.

په کابل کې د بریتانیا سفارت ښارژدافیر په دې لیدنه کې ټینګار وکړ چې دولت یې د حکومت له لوري د مصالحې د رهبري شورا د رامنځته کولو څخه ملاتړ کوي او د سولې په مذکراتو کې د حکومت پر محوري نقش رول لري. نوموړي د سولې خبرو د بهیر د چټکتیا په هدف د حکومت له لوري د لویې مشورتي جرګې له جوړلو څخه ملاتړ کوي.

استاد دانش په یاده کتنه کې د جمهوري ریاست د ټاکنو په اړه وویل چې د حکومت رهبري هیات د ټاکنو د نوي قانون تطبیق ته مکلف دی او  ټاکنو د کمېسیونونو پر خپلواکۍ ټینګار لري او د تخنیکي، مالي همکاریو او مشوره ورکولو ته اماده دی، تر څو د ټاکنو کمېسیونونه وکړای شي د ټاکنو قانون په اساسي توګه تطبیق کړي.

د جمهور رئیس مرستیال وویل چې د ټاکنو قانون د سیاسي احزابو او د ټاکنو اړوندو مدني بنسټونو د پیشنهاد پر اساس تعدیل شوی او د ټاکنو کمېسیونونه مکلف دي چې دغه قانون تطبیق کړي.

د بریتانیا سفارت شارژدافیر د ټاکنو په اړه وویل چې د بریتانیا دولت د افغانستان د خلکو د همکار په توګه د ټاکنو له کمېسیونونو سره هر ډول همکاریو ته اماده دی، تر څو شفافې ټاکنې تر سره شي.