د امرکیا د ملي دیموکراتیک انسټیټوټ(NDI) د اسیايي برخې رئیس پیټر منسکاس او مرستیالې میرمن ماریا رایسا کانټیرو د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته د جمهوري ریاست له دوهم مرستیال استاد سرور دانش سره په کتنه کې په راتلونکو ټاکنو، د سولې پروسې او د مشورتي لویې جرګې د دایریدو په اړه خبرې اترې وکړې.

د جمهور رئیس مرستیال د ټاکنو او د سیاسي احزابو د تقویې په برخه کې د امریکا د ملي دیموکراتیک انسټیټوټ له همیشنیو همکاریو قدرداني وکړه او ویې ویل چې د ټاکنیزو کمېسیونونو کارکوونکو، ټاکنیزو ناظرانو او د سیاسي احزابو د غړو ظرفیت د لوړولو په برخه کې د (NDI) ښوونیز پروګرامونه ځآنګړې اهمیت لري.

د جمهور رئیس د مرستیال په خبره، د امریکا د ملي دیموکراتیک انسټیټوټ په تېرو کلونو کې کاندیدانو او د سیاسي احزابو غړو ته د پام وړ ښوونیز پروګرامونه جوړ کړي او په راتلونکو ټاکنو کې هم له یاد انسټیټوټ څخه ورته هیله کیږي.

استاد دانش دې ته په اشاره چې په روان کال کې مهمې او برخلیک ټاکونکي ټاکنې په مخکې لري، وویل: «د ټاکنو کمېسیون چې د نویو کمیشنرانو په راتګ سره یې خپل کار پیل کړی دی، تر بل هر وخت د نړیوالو همکارانو تخنیکي او فني همکاریو ته اړتیا لري.»

د جمهور رئیس مرستیال د سولې پروسې په اړه وویل: «دغه ملي پروسه په جلا توګه تعقیبیږي او له یو بل سره هیڅ تضاد نه لري.» نوموړي زیاته کړه، چې د حکومت رهبري هڅه کوي د سولې خبرې په هغه مسیر چې د افغانستان خلک یې غواړي، مخته لاړې شي او په همدې ډول د جمهوري ریاست ټاکنې هم د کمېسیون له لوري پر ټاکل شوې نیټه تر سره شي. استاد دانش وویل: «ټاکنې او د شهروندۍ حقوقو د افغانستان د خلکو له لوري منل شوي ارزښتونه دي.»

نوموړي د مشورتي لوري جرګې د تر سره کیدو په اړه هم وویل، د دغې لویې جرګې له لوري هڅه کیږي چې د سولې په تړاو د هیواد د ټولو وګړو نظریات راټول شي.

د (NDI) مسوولینو د ټاکنو کاندیدنو د ناظرینو د روزنې په اړه وویل چې ډېر ژر به د کابل په ګډون د هیواد په څلورو زونونو کې خپل ښوونیز پروګرامونه پیل کړي. دوی په همدې ډول وویل چې ټاکل شوې ده د ۲۵ څخه تر ۳۰ زرو پورې د ناظرانو د روزنې پروګرام چې د ټاکنو د کاندیدانو له لوري معرفي کیږي،  هم پيل کړي.

د (NDI) مسوولانو زیاته کړه چې له ټاکنیزو کمېسیونونو سره ښوونیزې او روزنیزې همکارۍ لا هم د دوی د کار په سر کې ځای لري او د کمېسیونونو د غوښتنې پر اساس دغه بنسټ همکاریو ته اماده دی.